بلوچستان

  1. صالح

    د پاکستان حکومت د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح دا خبره رد کړه چې د پاکستان هوايي ځواک افغان ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې له طالبانو د سپین بولدک نیولو لپاره هر ډول ګام به یې د دوی له مقاومت سره مخ شي. خو امرالله صالح د پاکستان دې غبرګون ته ځواب کې وايي، پاکستان تېر شل کلونه خپله خاوره کې د کوټې شورا او طالبانو د مشرانو شتون هم ردوي.

    نور معلومات
    next
  2. محمد کاظم

    بي بي سي کوټه

    کوئٹہ

    د بلوچستان مرکز کوټه کې د پاکستاني پوځ د ګاډو سره نږدې چاودنه کې د شپږو سرتېرو د ټپي کېدو خبره کېږي. پېښه فاطمه جناح پارک سره نږدې پر هوايي ډګر سړک شوې ده. صوبايي کورنیو چارو وزیر میرضیاالله لانګو بي بي سي ته وویل، پېښه کې شپږ پوځیان ټپي شوي چې د دوو حالت نازک دی. هغه زیاته کړه، د پوځ د شپږو ګاډو کاروان له هوايي ډګر د ښار په لور روان و چې پارک ته نږدې په موټر سیکل کې ايښي باروت وچاودل.

    نور معلومات
    next
  3. عثمان کاکړ

    د پښتون ساستوال عثمان خان کاکړ جنازه نن چارشنبه د هغه پلرني ټاټوبي مسلم باغ کې وشوه. د جنازې په مراسمو کې د پاکستان یو شمېر سیاستوالو او د ښاغلي کاکړ زرګونو پلویانو ګډون وکړ. په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي، پاکستاني چارواکو د افغان حکومت پلاوي ته د عثمان خان کاکړ په جنازه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: پښتون سیاستوال عثمان خان کاکړ وفات شو

    د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي صدر او پخواني سناتور عثمان خان کاکړ د دوشنبې په ورځ (د جون ۲۱) د کراچۍ په اغاخان روغتون کې ساه ورکړه.

  5. عثمان کاکړ، پښتونخوا

    د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي صدر او پخواني سناتور عثمان خان کاکړ د کراچۍ په اغاخان روغتون کې ساه ورکړه. د دې ګوند یو سیاستوال یوسف کاکړ په اغاخان روغتون کې خپلو پلویانو ته وینا کې اعلان وکړ، چې عثمان خان کاکړ "نور له موږ سره نشته." د عثمان کاکړ زوی خوشحال کاکړ وایي، پلار یې وژل شوی او دوی پوهېږي چې دا کار چا کړی. له دې وړاندې محمود خان اڅکزي ویلي وو، عثمان کاکړ تشناب کې پرېوتلو له کبله ټپي شوی و.

    نور معلومات
    next
  6. مچھلی، گوادر، بلوچستان، پاکستان

    د پاکستان بلوچستان کې کب نیونکي عبدالحق او ملګرو یې د ګوادر ساحلي سیمې له سمندره یو کب نیولی چې په ۷۸۰ زره روپیو بدل کې پلورل شوی دی.

    نور معلومات
    next
  7. عبدالنبي بنګلزی

    د افغانستان له کندهار رپوټونه وايي، د پاکستان بلوچستان صوبې یو بلوڅ بېلتونپال مشر عبدالنبي بنګلزی د ناپېژاندو وسلوالو برید کې ووژل شو. د کندهار ځايي چارواکو تر دې دمه د ښاغلي بنګلزي د وژل کېدو به اړه له څه ویلو ډډه کړې. د پاکستان بلوڅ بېلتونپالو اړوند یو شمېر ټويټري حسابونو هم د عبدالنبي بنګلزي تصویرونه خپاره کړي او دا یې د بلوڅ بېلتونپالو لپاره لویه ضایعه بللې ده.

    نور معلومات
    next
  8. په ۲۰۰۹ کال په همدې میدان د القاعدې شبکې د یو فلسطین الاصله اردني تبعه همام خلیل البلوي لخوا ځانمرګی برید هم شوی و، چې په دغه برید کې د (سي ای اې) اوه کارکوونکي وژل شوي وو.

    افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یو ویاند چارشنبه د پنټاګون په حواله بي بي سي ته وویل، نه پوهیږي په اوسني وضعیت کې دا اوازې ولې خپریږي. ویاند زیاته کړه چې دا ګنګوسې له حقیقته لېرې دي او د هیچا په ګټه نه دي. له دې مخکې افغان طالبانو چارشنبه پر ګاونډیو غږ کړی چې امریکا ته سیمه کې د پاتېدو فرصت ورنکړي.

    نور معلومات
    next
  9. محمد اعظم، کاظم خان

    بي بي سي

    پاکستان ایئر فورس

    د پاکستان هوايي ځواک بلوچستان صوبه کې د نوې هوايې اډې پر جوړولو غور کوي. د نصیر اباد ضلعې مرستیال کمېشنر بي بي سي ته ویلي، هوايي ځواک د ځمکې لپاره له ځايي چارواکو سره اړیکه نیولې او بیا د دې سیمې نوتال کې ځمکه کتل شوې ده.

    نور معلومات
    next
  10. چمن

    ډېورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان په چمن ښار کې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي. د کلا عبدالله سیمې مرستیال کمشنر طارق جاوید مېنګل بي بي سي ته وویل، پېښه د ساجد مومند روډ سیمه کې شوې.

    نور معلومات
    next