ډونلډ ټرمپ

  1. A view of Trump International Hotel Washington, D.C. one day before the inaguration of Donald Trump January 19, 2017 in Washington, DC.

    ټرمپ سوداګریزه اداره د ۳۷۵ میلیونو ډالرو ارزښت واشنګټن هوټل پلوري. رپوټونو کې ویل شوي، د ټرمپ انټرنېشنل په نامه د پلان شوې سودا له مخې به د دې ګران بیه هوټل نوم والډورف استوریا ته واړول شي، چې انتظام به هیلټن ګروپ ته وسپارل شي.

    نور معلومات
    next
  2. ښاغلی ټرمپ وايي، نوې خواله رسنۍ به 'د تکنالوژۍ شرکتونو د ظلم پر وړاندې ودرېږي.'

    د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی، چې د خواله رسنۍ یوه شبکه فعالوي، چې د رښتیا ټولنیزې نوم ورکړل شوی دی.

    نور معلومات
    next
  3. World Trader Center attack

    امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ولسمشر جو بایډن ته ویلي تر هغې چې یې د دغه برید په اړه د کانګرس رپوټ له محرمیت نه وي ایستلی، د قربانیانو په یاد جوړېدونکو مراسمو ته دې نه ورځي.

    نور معلومات
    next
  4. Former US President Donald Trump. Photo: 24 July 2021

    د امریکا د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت د دغه هېواد مالیې وزارت امر کړی چې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ مالیاتي اسناد کانګرس ته وسپاري. خو د امریکا د کانګرس جمهوريپالو غړو د دغه هېواد د عدلې وزارت پرېکړه سیاسي بللې او غندې یې ده.

    نور معلومات
    next
  5. ټرمپ

    د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی، چې د تکنالوژۍ لویو شرکتونو، ګوګل، فېسبوک او ټویټر خلاف محکمې ته عریضه کوي. په عریضه کې د دریو شرکتونو اجرايي مشرانو خلاف شکایت کېږي.

    نور معلومات
    next
  6. چیني

    د امریکا جمهوریپال ګوند پر پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بیا بیا نیوکو له امله د رایو بهیر کې لېز چیني د دغه ګوند د مشرتابه له څوکۍ لرې کړه. د پخواني مرستیال ولسمشر دېک چینې لور او د وایومېنګ استازې د ګوندي مشرتابه د مراتبو له مخې ولسي جرګه یا استازو مجلس کې د دریمې درجې څوکۍ درلوده.

    نور معلومات
    next
  7. ټرمپ

    فیسبوک د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونلډ ترمپ د مرکې یوه ویډیو لرې کړې چې د نوموړي د نږور لارا ټرمپ پر فیسبوکپاڼه خپره شوې ده. د خواله رسنیو دغه مخکښ پلټفارم تېره جنورۍ واشنګټن کې د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د ښاغلي ټرمپ د پلویانو له چپاو وروسته پر هغه بندیز لګولی دی.

    نور معلومات
    next
  8. د کانګرس شاوخوا امنیتي تدابیر ټینګ شوي

    پولیس وايي، د پنجشنبې په ورځ د امریکا قانون جوړوونکو د کانګرس ودانۍ کې خپله ناسته د ملېشې د "احتمالي ګواښونو" له کبله لغوه کړې او د کانګرس ودانۍ شاوخوا کې امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.

    نور معلومات
    next
  9. ټرمپ

    د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ترمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته خپله لومړۍ وینا کې اعلان کړی چې له جمهوریپال ګوند د وتلو او د نوي ګوند جوړولو هوډ نه لري. ښاغلي ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د فلوریډا ایالت اورلانډو ښار کې د محافظه کارو یوه کنفرانس ته په خبرو کې دا اشاره هم ورسوله چې ښايي ځان د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو نوماند کوي.

    نور معلومات
    next
  10. Joe Biden

    د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، د کانګرس لخوا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ بېګناه بلل کېدل ښیي چې امریکا کې دیموکراسي په نازک حالت کې ده. پر ډونلډ ټرمپ تور و چې د خپل واک په وروستیو ورځو کې، د تېرې جنورۍ میاشتې پر شپږمه نېټه یې په یوه پاروونکې وینا کې خپل پلویان پر کانګرس ودانۍ برید ته هڅولي وو. خو د شنبې پر ورځ سنا مجلس کې د هغه د استیضاح هڅه ناکامه شوه.

    نور معلومات
    next