ربړول

  1. Interpol's newly-elected president, General Ahmed Nasser al-Raisi, addresses the General Assembly in Istanbul, Turkey (25 November 2021)

    د متحده عربي اماراتو د کورنیو چارو وزارت یو جنرال احمد ناصر الرئیسي، چې په تېر کې په شکنجه کې په ښکېلتیا تورن شوی،‌ د انټرپول نړیوالو پولیسو نوی مشر ګومارل شوی دی. د بشري حقونو ډلو هڅه کړې وه چې دې دندې ته د نوموړي د نوماندۍ مخه ونیسي. دا ډله وایي، ښاغلي الرئیسي د متحده عربي اماراتو پر امنیتي ځواکونو د شکنجې تورونه په سمه توګه نه ده پلټلي.‌ خو نوموړي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او دنده ک ېې د روټنتیا او قاطعیت ژمنه کړې.

    نور معلومات
    next
  2. رامین مظهر

    خبريال

    .

    دې وروستیو کې پر خواله رسنیو له څو تورنو کسانو سره د هرات والي سید وحیدالله قتالي د ناسم چلن خپاره شوي عکسونه له غبرګون سره مخامخ شول. افغانستان کې تل له تورنو کسانو سره د دولتي د چارواکو د چلن د څرنګوالي په اړه لانجمن بحثونه کېږي او د خواله رسنیو کارن په دې ډول ډول غبرګونونه ښيي.

    نور معلومات
    next
  3. کریمہ بلوچ

    د وتلې بلوچ سیاستوالې او د بلوچ زدکوونکو ټولنې پخوانۍ مشرې کریمه بلوچ مړی د کاناډا ټورنټو کې وموندل شو. ټورنټو کې خبریال سبا اعتزاز بي بي سي ته وویل، د ټورنټو پولیسو د کریمه بلوچ کورنۍ او خپلوانو ته د نوموړې د مړینې خبر ورکړی دی.

    نور معلومات
    next
  4. ولس

    د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ بي بي سي ته وویل ''دا رپوټ د حقایقو پر بنسټ نه دی چمتو شوی ځکه یې موږ ردوو، دا چې په تېر یو کال کې افغان امنیتي ځواکونو یرغلیز عملیات نه لرل او په دفاعي حالت کې وو نو څنګه کېدای شي چې ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوي؟''

    نور معلومات
    next
  5. اسټرالیا

    د امریکا د سمندري ځواکونو یو غړی- چې پر ۲۰۱۲ کال یې له اسټرالیايي پوځیانوسره افغانستان کې ګډ عملیات کول- وايي، یوه اسټرالیايي سرتېري ځکه یو لاس تړلی افغان بندي وواژه چې له ۶ ډېر نیول شوي کسان الوتکه کې نه لېږدول کېدل.

    نور معلومات
    next
  6. محمد کاظم

    بي بي سي کوټه

    بلوچستان

    د بلوچستان د اوسېدونکي جانزېب قمبراني مور اختر کې د ورک زوی لپاره جامې ګنډي او څپلۍ اخلي. هغه وايي، هسې نه حانزېب د اختر په ورځ ناڅاپه کور ته راشي، بیا به له نویو جامو او څپلیو پرته اختر کوي.

    نور معلومات
    next
  7. ایران

    د بښنې نړیوالې ادارې او د انساني حقونو څارډلې خپلو جدا بیانیو کې د امیر حسین مرادي، سعید تمجیدي او محمد رجبي د اعدام حکم د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. ایران کې د دې دریو کسانو د اعدام حکم خپرېدو پسې په دغه هېواد او بهر کې نېټ کارنو د #اعدام_ مه کوئ په نوم هشټګ پیل کړ، چې څو ګړیو کې په نړیوال ټرېنډ بدل شو او تر تېرو څلورو ګړیو مخکې له دوو میلیونو او شپږ لکو ډېر شریک شوی دی.

    نور معلومات
    next
  8. کابل

    امریکا د چین د کمونېست ګوند پر یوه ځايي مشر او دریو نورو هغو چارواکو بندیزونه ولګول چې په سینکیانګ ولایت کې یې د مسلمان لږکیو د لومړنیو حقونو په زیانمنولو تورنوي.

    نور معلومات
    next
  9. George Floyd

    د پولیسو نظارت کې د یوه افریقايي توکمه امریکايي مرګ پسې متحده ایالتونو کې پراخې مظاهرې پیل شوې. مظاهره چیانو د سپینې ماڼۍ مخ ته هم مظاهره وکړه او د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې ولسمشر ټرمپ تېره شنبه او یکشنبه سپینه ماڼۍ کې هغه پټنځي ته لېږدول شوی چې د ترهګریزو بریدونو پرمهال کارېږي.

    نور معلومات
    next
  10. جبري

    د سعودي د یوه پخواني استخباراتي چارواکي سعد الجبري کورنۍ وايي، چې دغه هېواد کې د نوموړي یو زوی او یوه لور نیول شوي دي. سعد جبري د لوېدیځ پرضد د القاعده د بم دسیسې په شنډولو کې مرسته کړې وه. هغه درې کاله مخکې سعودي کې د ولیعهد محمد بن سلمان له خوا د چارواکو د چاڼولو له بهیر مخکې کاناډا ته لاړ.

    نور معلومات
    next