د ملګرو ملتونو امنیت شورا

  1. طالبان

    د ملګرو امنیت شورا پرېکړه کړې ده چې په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ لپاره یې دوحه کې د افغان طالبانو مرکچیان د ۳ نورو میاشتو لپاره د دې شورا له بندیزونو ازاد اعلان کړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، تمه لري چې له دې مودې په ګټې اخیستلو سره به د افغان سولې خبرو کې جدي پرمختګ وشي.‌

    نور معلومات
    next
  2. ملګري ملتونه، یوناما، افغانستان

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډبورا لاینز وایي، د افغانستان کشاله باید د جګړې په ډګر کې نه، بلکې د خبرو پر مېز حل شي. نوموړې دا څرګندونې سه شنبه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په افغانستان کې د حالاتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وکړې. نوموړې دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جګړې زور اخیستی او طالبانو ګڼې ولسوالۍ نیولې دي.

    نور معلومات
    next
  3. الجلاء برج

    اسراییل وایي، حماس د جلا برج په نوم د رسنیو یوه وداني د دوی پر توغندي ضد سیستم د پرازیټ اچولو لپاره کاروله. د حماس او اسراییل وروستيیو نښتو کې اسراییلي الوتکو دغه ۱۲ پوړه وداني له منځه یووړه. په دې ودانۍ کې د اسوشېټېډ پرېس او الجزیره تلوېزون دفترونه هم وو. ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي نیویارک کې د اسوشېټېډ پرېس همکارانو ته وضاحت ورکولو کې وویل، هېواد یې تیار دی چې غزه کې د دې دفتر په رغولو کې مرسته وکړي.

    نور معلومات
    next
  4. طالبان

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تازه رپوټ کې یو ځل بیا تور پورې کړی چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکي نه دي پرې کړي. رپوټ وايي طالبانو له افغان حکومت او نورو خواو سره د سولې مذاکراتو کې هم تر دې دمه کومه نرمي نه ده ښودلې. طالبانو دا رپوټ رد کړی او وایي د سولې خبرو ته لېواله ده. یاده ډله وایي، امریکا د دوحې تړون نه دی پلی کړی.

    نور معلومات
    next
  5. کوواکس

    هند کې د کورونا وبا کړکېچ د دې لامل شوی چې د کورونا واکسین د برابر او عادلانه ویش 'کوواکس' پروګرام له خپل پلان ۱۴۰ میلیون ډوزه شا ته پاتې شي. د هند سیروم انسټیټیوټ چې کوواکس پروګرام لپاره د واکسین تر ټولو ستر تامینوونکی و، له دغه هېواده د کورونا واکسین پر صادراتو د بندیز له کبله نه دی توانیدلی چې کوواکس سره خپله ژمنه عملي کړي.

    نور معلومات
    next
  6. Smoke billows following an Israeli air strike on targets in Gaza City

    په غزه تړانګه کې د حماس ډلې وسلوالو او اسرائیلي پوځ ترمنځ نښتو زور اخیستی او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بشپړې جګړې د پیلېدو خطر شته. په تېرو ۳۸ ساعتونو کې حماس ډلې پر اسرائیلو تر زرو ډېر توغندي ور توغولي، چې ډېری یې پر تل ابیب ښار لګېدلي. په ځواب کې اسرائیلو هم پر غزې سلګونه هوایي بریدونه کړي او هلته یې د سې شنبې او چارشنبې پر ورځ دوه ودانۍ هم په نښه کړې دي.

    نور معلومات
    next
  7. محمد آصف ننګ

    د اقتصاد خپرندوى مشر

    .

    ایا ملګري ملتونه پخپلو امکاناتو، توانمنديو اثر او نفوذ سره د يوه هېواد منازعه په سوله تبديلولی شي؟  ایا د ملگرو ملتونو د کاميابه وساطت کومه بېلگه شته او ایا دوى به د افغانستان په هکله داسې منځگړيتوب وکړای شي چې هېواد له کورنيو جگړو وژغوري؟

    نور معلومات
    next
  8. غونډه

    د افغانستان د سولې پروسې په اړه د ترویکا پلس غړو هېوادونو استازو قطر کې د افغانستان د سولې پروسې په اړه ناسته کړې ده. د امریکا متحدو ایالتونه، روسیه، چین او پاکستان استازو په دې ناسته کې د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ په لارو چارو او په دې غږېدلي چې څرنګه د افغانستان د سولې د خبرو له ښکېلو خواو سره یوه سوله ییزو حل او دایمي اوربند ته رسېدو کې مرسته کولی شي.

    نور معلومات
    next
  9. UNAMA

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وايي، د ۲۰۲۱ کال لومړیو دریو میاشتو کې ۵۷۳ ولسي وګړي وژل شوي او تر دوولس سوو ډېر ټپیان شوي. د یوناما مشره زیاتوي، د سولې له هر فرصته باید ګټه واخیستل شي، که سم لاسي د تاتریخوالي کچه راټیټه نه شي، زرګونه ولسي افغانان به په ۲۰۲۱ کال کې د افغانانو په لاس ووژل او ټپي کړل شي.

    نور معلومات
    next
  10. اسراییل - امریکا

    د امریکا د ولسمشر مرستیالې کماله هارېس د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د ایران د اټومي پروګرام په ګډون پر بېلابېلو مسایلو تلېفوني خبرې کړې دي. سپینه ماڼۍ وايي اغلې هارېس په دې تلیفوني اړیکه کې د اسراییلو لومړي وزیر ته د دغه هېواد د امنیت لپاره د امریکا د ژمنتیا ډاډ ورکړ.

    نور معلومات
    next