ټرانسپورټ

  1. د یوې مخکېنۍ پېښې انځور

    د افغانستان ختیځ لغمان ولایت کې نن ګهیځ او تېره شپه په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی رسنیو ته په یوه وېډیويي کلیپ کې ویلي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي. د معلوماتو له مخې دواړه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوي دي.

    نور معلومات
    next
  2. AH

    د افغانستان سوېل ته زابل کې چارواکي وايي، دغه ولایت کې د کابل-کندهار پر لویه لار د ګاډو د ټکر له امله ۱۴ کسان ووژل شول. دې پېښه کې د ټپیانو د شمېر په هکله ضد او نقیض خبرې دي. پېښه بېګا ناوخته د کندهار- کابل پر لویه لاره جلدک سیمه کي د باري ټېلر او سپرلۍ کاسټر د ټکر له امله شوې ده.

    نور معلومات
    next
  3. کرېکټ

    د پاکستان کرېکټ بورډ دغه هېواد کې د سوپر لیګ د شپږم پړاو روانو سیالیو پر مهال پر کورونا وېروس د ځینو لوبغاړو د اخته کېدو له کبله د دغه لیګ د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: لاندې مه ګوره

    بایسکل ځغلوونکی ډني ماکسېل د ادرینالین د نویو سرچینو موندلو په لټه د نړۍ لر و بر ته په سفر عادت شوی و.

  5. کورونا

    بریتانیا کې د کورونا د نوي چټک خپرېدونکي وېروس د پیدا کېدو له رپوټونو سره اروپايي هېوادونو دغه هېواد ته خپلې الوتنې وځنډولې. جرمني، ایټالیا، ایرلنډ، بلجیم، فرانسه او هالنډ ټولې الوتنې او په ټول کې بریتانیا ته تګ او له دغه هېواد را تګ د لنډمهال لپاره ځنډولی دی. پر اروپا سربېره ایران او ترکیې هم دغه هېواد ته پر الوت لنډمهالی بندیز ولګاوه.

    نور معلومات
    next
  6. A train run along the newly built Orange Line Metro in Lahore

    پاکستان کې اول ځل د مترو لیکه د پنجاب په اقتصادي مرکز لاهور کې پرانیستل شوه.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: ترافیک

    ترافیک

  8. ګابریال

    ګابریل وویل، ما موټر سایکل په کرایه کړ او دا لومړی ځل و چې زه د بایسکل په واسطه سفر ته لېواله یم چې ما ټایلینډ، لاوس، ویتنام او کمبودیا کې ۱۲ زره کیلومتره سفر وکړ. ما غوښتل چې بشپړ ژوند وکړم، دې روحیې زه اړ ایستم چې سفر کولو ته چمتو شم.

    نور معلومات
    next
  9. هانکانګ

    د هانکانګ نړیوال هوايي ډګر نن (دوشنبه، زمری ۲۱) خپلې ټولې الوتنې لغوه کړې دي. دا کار ځکه شوی چې په هانکانګ کې زرګونه لاریون کوونکي له څلور ورځو راهیسې د هوايي ډګر دروازو مخ ته راټول دي او اعتراض کوي. د هانکانګ هوايي ډګر د نړۍ او د اسیا یو له هغو هوايي ډګرونو دی چې ډېر خلک پرې تګ راتګ کوي.

    نور معلومات
    next