ژورنالیزم

  1. vsk

    افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې نی ویلي، له هغه مهال راهیسې چې طالبان واکمن شوي په دې هېواد کې له ۲۵۷ ډېرې رسنۍ د محدویتونو، په خپله د طالبانو لخوا او یا د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې دي او څه باندې ۷۰ تنه د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي. طالبانو په تېر کې دا ډول تورونه رد کړي او وایي، رسنۍ بشپړه ازادي لري، خو باید دیني او کلتوري ارزښتونو او حساسیتونو ته پام وکړي.

    نور معلومات
    next
  2. رسنۍ

    په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په دې هېواد کې د رسنیو د ازادۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. یو شمېر ځایي رسنیو بي بي سي ته ویلي، په هغه ډول چې پکار ده خپل رسنیز مسؤلیت نشي ترسره کولی او د طالبانو لخوا تر فشارونو لاندې دي. خو طالبانو دا تورونه رد کړي او وایي، رسنۍ په ازادۍ سره خپل چارې ترسره کولی شي او مالوماتو ته هم لاسرسی لري. رپوټونه وایي، له تېرې اګست میاشتې راهیسې دې هېواد کې نږدې اویا سلنه رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی.

    نور معلومات
    next
  3. ماریا ریسا او دیمتري موراتوف

    دوو خبریالانو ماریا ریسا او دیمتري موراتوف ته په روسیه او فيلپين کې د بیان ازادۍ لپاره د ''زړورې مبارزې'' لپاره د سولې نوبل جایزه ورکړل شوې ده. د نوبل جایزې کمېټۍ وايي، دا دواړه خبریالان ''د هغو ټولو خبریالانو استازولي کوي، چې دغه ډول مبارزه کوي.'' د یادې معتبرې جایزې لپاره دغه دواړو خبریالان د ۳۲۹ کاندیدانو له ډلې غوره شوي دي.

    نور معلومات
    next
  4. خبریالان

    افغانستان کې مېشت یو شمېر خبریالان وایي، طالبانو له دې کبله نیولي او وهلي ټکولي چې د دې ډلې پر ضد د روانو احتجاجونو خبري پوښښ یې کاوه. پر خواله رسنیو د 'اطلاعاتو روز' ورځپاڼې د هغو دوو خبریالانو عکسونه لاس په لاس کېږي چې پر ملا او د بدن پر نورو برخو یې د زخمونه او د شکنجې نښانونه دي.

    نور معلومات
    next
  5. یوسفزی

    د پاکستان یو وتلی خبریال، څېړونکی او د نیوز انټرنېشنل ورځپاڼې مدیر رحیم الله یوسفزی د ۶۷ کلونو په عمر پنجشنبه پېښور کې وفات شوی.

    نور معلومات
    next
  6. ډومنیک راب

    هغه افغان خبریالان چې تېرو شلو کلونو کې یې له بریتانوي رسنیو سره همکاري درلوده او اوس یې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابیدو له کبله ژوند له جدي خطر سره مخامخ دی، د یوې نوې طرحې له مخې کولای شي، د بریتانیا ویزې لپاره غوښتنلیک ورکړي. دا ګام د ځینې بریتانوي رسنیو له غوښتنې وروسته پورته کېږي.

    نور معلومات
    next
  7. افغان خبریالان

    د بریتانیا یوشمېر رسنیو لومړي وزیر بورېس جانسن ته په یو ګډ لیک کې غوښتتنه کړې چې هغه افغان خبریالان دې چې په تېرو شلو کلونوکې یې بریتانیایي رسنیو سره کار کړی د ځانګړې ویزې په پروګرام کې شامل کړي. د ګارډین، تایمز، اېکانومېست، اکسپرېس، اېنډېپنډنټ رسنۍ او سکای، ای ټي وي او چېنل فور تلویزیوني شبکې او ځینې نورو دا لاسلیک کړی دی.

    نور معلومات
    next
  8. رسنۍ

    یو شمېر معتبرو امریکايي رسنیو د دغه هېواد له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې هغه خبریالان امریکا ته ولېږدوي چې تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې له دغو رسنیو سره خبریالي کړې ده.

    نور معلومات
    next
  9. سټوډیو

    نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ وايي، د هېواد په شمال کې د وروستیو ناامنیو او جګړو له امله د نژدې شلو رسنۍ فعالیت درول شوی او ځينې نورې هغه بیا د طالبانو تر فشار لاندې خپرونې کوي. طالبانو تر اوسه د رسنیو د خپرونو د ځنډېدو او له هغو د ځان پر ګټه د کارونې په تړاو څه نه دي ویلي

    نور معلومات
    next
  10. Video content

    Video caption: پاکستان کې رسنۍ: د حکومت پر چلن د خبريالانو نيوکه