طب

  1. دل

    د سپتمبر پر دولسمه نېټه ۳۱ کلن فرید ته د هند ممبی ښار 'ګلوبل هسپتال' نه تیلیفون راغی،‌ او یو ښه زېری یې ورکړ. فرید او کورنۍ یې له تېرو څو کلونو راهیسې دې دې زیري ته په تمه وو، ځکه د نوموړې د مرګ او ژوند موضوع وه.

    نور معلومات
    next
  2. A box and pills for the weight loss drug Mediator

    د درملو جوړولو فرانسوی شرکت،سېرویېر، د مېدیاتور په نامه د بدن د وزن د کمولو تابلېتونو پرسر چې یوستر روغتیايي جنجال یې رامنځته کړی و، د درغلۍ او غېرقصدي قتل په تور جریمه شو. د مېدیاتور په نامه دا تابلېت دهغو کسانو لپاره جوړ شوي و چې د شکرې ناروغي يې درلوده.

    نور معلومات
    next
  3. له فضا نه د د ګنګا سیند اخیستل شوی انځور چې په خلیج بنګال سیمو کې د سمندر د رنګ بدلېدل پکې ښکاري

    پوهانو له فضا نه د کولرا ناروغۍ د خپرېدو د وړاندوینې یوه طریقه موندلې کړې، چې وايي دا کار د ځانګړو مصنوعي سپوږمکیو په مټ د اقلیمي بدون د څارنې او مصنوعي ذکاوت د ټیکنالوجۍ له لارې کېدای شي.

    نور معلومات
    next
  4. An illustration of a needle and a vaccine dose

    کله چې د کورونا واکسین خبره کېږي نو تر ټولو مهمه پوښتنه دا وي چې کله به خلکو ته رسېږي.‌ یو شمېر هېوادونو د خپلو وګړو واکسینولو پرواګرام چمتو کړی،‌ خو ګڼو هېوادنو کې وضعیت لا هم روښانه نه دی. داسې اندېښنې هم شته چې ځینې هېوادونه ته ښایي ان تر ۲۰۲۳ کاله هم واکسین و نه رسېږي، او یا یې ښایي‌ بیخي ترلاسه نکړي. دې رپوټ کې کتلی شئ چې د نړۍ کوم هېواد د واکسیناسیون بهیر کې تر نورو مخکې دی.

    نور معلومات
    next
  5. خصي کول

    د پاکستان ولسمشر د زبرزنا یو نوی قانون لاسلیک کړ چې له مخې به یې محاکمه کول او د سختو سزاوو اورول اسان شي. د دې له مخې به د جنسي مجرمانو نومونه ثبتېږي او د قربانیانو هویت به پټ وساتل شي او همدارنګه تجاوزګر به په کیمیايي موادو خصي کېږي.

    نور معلومات
    next
  6. یوسف ځدراڼ

    بي بي سي کابل

    درملتون

    د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي د فارمسۍ زده کوونکي په کم ساري ډول ډېر شوي، خو ټينګار یې کړی چې په ځينو ولایتونو کې لا هم د فارمېسسټانو پرتله درملتونونه ډېر دي. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۱۴ زره قانوني درملتونونه شته، خو مسئولین دا هم مني چې سلګونه نور ناقانونه داسې درملتونونه هم فعالیت کوي چې حکومت یې له کار او روزګار نه دی خبر.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: د صفا او مروه سرېښ سرونه بریالیتوب بېل شول

    د صفا او مروه سرېښ سرونه بریالیتوب بېل شول

  8. Video content

    Video caption: کورونا وېروس: د ښار ټول ډاکټران وتښتېدل، خو زها پاتې شوه

    کورونا وېروس: د ښار ټول ډاکټران وتښتېدل، خو زها پاتې شوه

  9. Honeybees

    په اسټرالیا کې ساینس پوهانود لابراتواري ازموینو په پایله کې موندلې چې د شاتو د مچیو زهر ځینې هغه سرطاني حجرې وژني چې د ښځو په تیونو کې موندل کېږي، او په دې توګه د تیو د سرطان درملنه کې مرسته کولی شي. دغه موندنه په زړه پورې بلل شوې، خو ساینس پوهان خبرداری ورکوي چې نورو ازموینو او څېړنو ته هم اړتیا شته.

    نور معلومات
    next
  10. Hetero's brand name for remdesivir is Covifor

    د بي بي سي پلټنو موندلې ده چې په هند کې د کورونا وېروس لپاره کارېدونکي دوه ډوله درمل (رېمډېسېور او ټوسیلي زوماب) په عام بازار کې نه موندل کېږي،‌ خو په تور بازار کې په پټه او په لوړه بیه خرڅېږي.‌ بي بي سي له یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړې دي‌ چې وایي، که (مناسبه) بیه ورکړل شي‌ نو دوی کولی شي چې دا درمل درته پیدا کړي.‌

    نور معلومات
    next