نرېندرا مودي

  1. عمران خان

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، د کشمیریانو پر وینه له هند سره سوداګري نه شي کېدلی او که اوس اسلام اباد له نوي ډېلي سره اړیکي عادي کوي، مطلب دا دی چې د کشمیر له خلکو سره لوی خیانت کوي. عمران خان زیاته کړه چې له کشمیریانو سره ولاړ دی: "موږ ته پته ده چې دوی څه ډول قرباني ورکړه او ور کوي یې، ځکه یې پر وینه پاکستان سوداګري نه شي کولی. "

    نور معلومات
    next
  2. TMC supporters celebrate their party's win in West Bengal

    په داسې حال کې چې په هند کې د کورونا وېروس وضعیت لا هم ترینګلی دی، د لومړي وزیر نرېندرا مودي (بي جې پي) ګوند په لویدیځ بنګال کې مهمې ایالتي ټاکنې بایللې دي. د ښاغلي‌ مودي ګوند په دې ایالت کې کلک کمپاین کړی و، خو سیاسي مخالفه یې ممتا بنرجي‌ بیا هم وتوانېده چې په واک کې پاتې شي. هند کې څو ورځو راهیسې په رېکارډ کچه د کورونا مثبتې پېښې او مړینې ثبتېږي.

    نور معلومات
    next
  3. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د یو باثباته او هوسا افغانستان لپاره نړیوال او سیمه ییز تضمینونه اړین دي. نوموړي دا څرګندوني سې شنبه د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي سره د ویډيو کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال وکړې. د هند لومړي وزیر هم ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانانو سره ولاړ دی، او غواړي چې سیمه له ترهګرو او ورانکارو ډله پاکه وي.

    نور معلومات
    next
  4. سوتیک بیسواس

    بي بي سي هند

    به نظر می‌رسد که بسیاری از هندی‌ها به چشم نجات‌دهنده‌ای به آقای مودی نگاه می‌کنند که تمامی مشکلاتشان را حل خواهد کرد

    شک نشته چې د هندو ملتپال ګوند یا بهاراتیا جنتا پارټي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې په هند کې حکومت لري د دغه هېواد پر واکمن ګوند بدل شوی دی.

    نور معلومات
    next
  5. عبدالله

    د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل یو شمېر ځانګړو شرایطو پورې مربوط دي، او تر هغې چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې سیمه کې فعالې وي نو هر ډول بېړنی ګام بدې پایلې درلودلی شي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې تر کرسمس به افغانستانه ټول امریکایي پوځیان وباسي.

    نور معلومات
    next
  6. प्रणब मुखर्जी

    د هند پخوانی ولسمشر پرناب مکرجي د ۸۴ کالو په عمر مړ شوی دی.‌ ۲۱ ورځې وړاندې د نوموړي د کورونا وېروس معاینې پایله مثبته راختلې وه. ‌ښاغلی مکرجي د مغزو د جراحۍ عملیاتو لپاره روغتون کې بستر و چې په کورونا وېروس اخته کېدل یې هم تائید شول.‌

    نور معلومات
    next
  7. انڈیا

    د هند د عامې روغتیا وزارت یکشنبه اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا وېروس نږدې ۷۹ زره مثبتې پېښې ثبتې کړې دي. دا د نړۍ په کچه په یوه ورځ کې د ډېرو مثبتو پېښو نوی نړیوال رېکارډ دی.

    نور معلومات
    next
  8. کورونا

    د بي بي سي د څېړنو له مخې پاکستان د نړۍ په هغو څلورو هېوادونو کې حساب شو چې پکې د کورونا وېروس وضعیت ورځ تر پلې په خرابېدو دی. په دې لېست کې برازیل لومړی، مکسیکو دویم، هند دریم او پاکستان ته څلورم ځای ورکړل شوی دی.

    نور معلومات
    next
  9. At least two mosques have been vandalised in the clashes

    د هند پلازمېنه ډیلي کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په وسله وال اړودوړ کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي. په دې لړ کې د مسلمانانو دوو جوماتونو ته اور هم اچول شوی دی. دا اړودوړ له تېرو درېیو ورځو راهیسې روان دی، چې قهرېدلي هندوان د مسلمانانو پر کورونو او هټیو بریدونه کوي.

    نور معلومات
    next
  10. At least two mosques have been vandalised in the clashes

    د هند پلازمېنه ډیلي کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په وسله وال اړدوړ کې لږترلږه شل کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي. په دې لړ کې د مسلمانانو دوو جوماتونو ته اور هم اچول شوی دی. دا اړدوړ له تېرو درېیو ورځو راهیسې روان دی، چې قهرېدلي هندوان د مسلمانانو پر کورونو او هټیو بریدونه کوي.

    نور معلومات
    next