ککړتیا

  1. تاج محل

    د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د مېټرو یا رېلګاډي د هغې پروژې پرانیسته کړې چې موخه یې پر تاریخي تاج محل ودانۍ د چټلې هوا منفي اغېز کمول دي. اټکل کېږي چې پر دې پروژه به څه باندې یو ملیارد ډالر لګښت راځي او پنځو کلونو کې به بشپړه شي.

    نور معلومات
    next
  2. پلاستیکي

    کابل ښاروالي، ۵ کاله مخکې پر پلاستیکي کڅوړولګولی بندیز اوس عملي کوي. کابل ښاروالي وايي، غواړي په دې ډول د چاپیریال د ککړتیا او د سرطاني ناروغیو مخه ونیسي چې کڅوړې یې یو له لاملونو بلل کېږي.

    نور معلومات
    next
  3. کورونا

    د دوه جلا نړیوالو څېړنو پایلې ښيي چې د هوا ککړتیا لوړه کچه ښايي د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړینې خطر زیات کړي. د روغتیا نړیوال سازمان غړې ډاکټرې ماریا نیرا بي بي سي ته ویلي، هغه هېوادونه چې هوا یي ډېره ککړه ده، باید د کورونا وېروس ضد هلې ځلې زیاتې کړي

    نور معلومات
    next
  4. Countryside

    په داسې حال کې چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کورونا وېروس له کبله پر سفرونو بندیز لګېدلی، په نیویارک کې څېړونکي وایي‌ چې د دې وضعیت له کبله یو شمېر ښارونو کې هوا پاکه شوې ده او پکې د چټلو او حرارت تولیدوونکو غازونو کچه راکمه شوې ده

    نور معلومات
    next
  5. بیجینګ

    د امریکا د فضايي څېړنو اداره "ناسا" وايي، د سپوږمکیو پر مټ اخيستل شوي انځورونه ښيي چې د کورونا وېروس له امله په چین کې د هوا ککړتیا کچه ډېره راکمه شوې ده. ناسا ویلي، د دې ناروغۍ له امله اقتصادي فعالیتونه کم شوي او د هوا ککړتیا د کمېدو یو لا مل همدا دی.

    نور معلومات
    next
  6. ښار

    د اسپانیې د ګڼ مېشتي بارسلونا ښار یوه سیمه کې له څه مودې راهیسې عجیبه خاموشي ده، یوه کوچني لوبغالي کې یوازې د ماشومانو اوازونه او د مرغیو شور دی. ترافیک نشته او هغلته چې ګاډي به ولاړ وو، اوس یې ځای لوبغالي او ونو نیولی.

    نور معلومات
    next
  7. shark

    ساینس پوهانو په یوه تازه خبرداري کې ویلي، د اقلیمي بدلون او ککړې هوا له کبله د نړۍ په سمندرونو کې اکسیجن په ختمېدو دی، او د کبانو ځینې ډولونه له جدي ګواښ سره مخ دي. کارپوهان زیاتوي چې په سمندرونو کې د نورمال ژوند یا حالت بدلېدل پر ځمکه ژوند هم ګډوډولی شي

    نور معلومات
    next
  8. Video content

    Video caption: ډیلي کې د هوا د ککړتیا ناوړه حالت