سفر

  1. د امریکا او کاناډا پوله

    امریکا ویلي د نومبر میاشتې نه به خپلې پولې له مکسیکو او کاناډا نه د ورتلونکو هغو کسانو پرمخ پرانیزي چې د کورونا ضد بشپړ واکسین شوي وي. د امریکا د کورني امنیت د ادارې له خوا په یوه اعلامیه کې راغلي چې غیر ضروري سفرونو ته به د ځمکې او اوبو له لارې اجازه ورکړل شي.

    نور معلومات
    next
  2. اندونیزیا

    هغه اندونیزیايي سړی په الوتکه کې د الوت پر مهال نیول شوی، چې پر کوویډ - ۱۹ ناروغي اخته و او د خپلې مېرمنې پر ځای یې هوايي سفر کاوه.

    نور معلومات
    next
  3. هانګ کانګ، بریتانیا

    هانګ کانګ د کورونا وېروس ډېلټا بڼې خپریدو د مخنیوي په موخه له بریتانیا نه پر ټولو الوتنو بندیز لګوي. بریتانیا به یو له ''ډېر خطر لرونکو'' هېوادونو نه په نښه کړای شي. دا هغه اصطلاح ده چې کانګ کانګ یې د سفر کولو په خاطر کاروي.

    نور معلومات
    next
  4. The plane's engine in flames filmed from the passenger window

    د امریکا کولوراډو ایالت ډنفر ښار ته څېرمه پر یوه استوګنیزه سیمه د بوینګ ۷۷۷ الوتکې پاتې شوني رالوېدلي دي. له ډنفر هوايي ډګره تر الوتلو وروسته د الوتکې د ښي وزر ماشین اور اخیستی دی.‌

    نور معلومات
    next
  5. طائرة سعودية

    سعودي عربستان ویلي، د پاکستان او هند په ګډون د ۲۰ هېوادونو د وګړو د ورتګ په اړه یې د کورونا وېروس د مخنیوي له کبله تر دویم امر پورې د سفر ځنډولو پرېکړه شوې ده، خو ددغو ۲۰ هېوادونو د یپلوماتان، سعودي وګړي او د طبي برخې کارمنان او د هغوی کورنۍ ترې مستثنا دي.

    نور معلومات
    next
  6. وهان چارواکو د ګڼ شمېر ناروغانو درملنې لپاره په روغتونونو کې اضافي بسترونه لګولي دي.

    په داسې حال کې چې له کورونا ویروسه د روغتیاپالانو خوندیتوب وسایلو او تجهیزاتو لږوالي شکایتونه کېږي، چینايي چارواکو د هغو روغتیا پالانو شمېر خپور کړی دی، چې پر دغه ویروس اخته شوي دي. بل لور ته هغې سیاحتي بېړۍ ته بالاخره په کمبودیا کې د درېدو اجازه ورکړل شوه، چې په سمندر کې پرېښودل شوې وه.

    نور معلومات
    next
  7. کورنۍ

    رینیل او تېري غوښتل چې د تایلنډ بنکاک کې د بدن د ډېر وزن کمولو له جراحي عملیات وروسته، اوکلانډ ښارته ستنې او ۱۱ ګړۍ سفر د الوتکې مخکې څوکیو کې ارام تېر کړي.

    نور معلومات
    next
  8. .

    څنګه یو زلمی قانع کولی شئ چې خپل ځیرک ټیلېفون پرېږدي او له تا سره خبرې وکړي؟ دې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره جیمي کلارک ان تر منګولیا پورې تللی دی.

    نور معلومات
    next
  9. الوتکه

    یوه نړیواله ډله- چې د اوکراین دونتسک کې د مالیزیايي هوايي شرکت د سپرلۍ الوتکې د غورځولو په هکله پلټنې کوي- وايي دا الوتکه هغو وسلوالو غورځولې د روسیې لوړپوړو چارواکو لارښوونه ورته کوله. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا رپوټ ردوي.

    نور معلومات
    next
  10. ټکر

    د افغانستان کډوالو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، د ایران په 'سیستان' ولایت کې د ټکر له کبله ۲۸ کسان وژل شوي چې ۲۴ په کې افغان مسافر دي. ۲۸ نور ټپیان شوي. یاد وزارت وايي، دغه افغانان په قاچاقي ډول ایران ته تللي وو او د پېښې ځای ته له تهرانه د افغانستان د سفارت ځینې چارواکي ورغلي دي.

    نور معلومات
    next