ازبکستان

  1. طالبانو پلاوی

    د طالبانو وياند او د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی د رئيس الوزرا د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوی له ازبکستان څخه بېرته کابل ته ستون شوی دی. د خبرپاڼې له مخې "پلاوي د ازبکستان له لوري سره د دوه اړخيزې سوداګرۍ په پراختيا، افغان سوداګرو لپاره په ټرانزيټ کې اسانتياو برابرولو، روغتيايي سکتور کې همکارۍ، د سرخان-پلخمري برېښنا مزي او د مزار شريف-کابل او پېښور تر منځ د رېل پټلۍ په اړه خبرې کړې دي".

    نور معلومات
    next
  2. طالبان

    د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته تللی او د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي دي. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټر پیغام کې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر له قوله ویل شوي چې له افغانستان سره به یې د هېواد اړیکي د نورو مسایلو له اغېر پرته پر ګډو ګټو متمرکزې وي. کابل ته د قطر بهرنیو چارو د وزیر له سفر وروسته ښاغلی کاملوف د بهرنیو چارو دویم وزیر دی، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.

    نور معلومات
    next
  3. Video content

    Video caption: ازبکستان ته د ولسمشر غني دوه ورځنی سفر

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ (جولای ۱۵) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته ولاړ.

  4. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۵) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ، چې د "سوېلي او منځنۍ اسیا: سیمه ییز نښلول، چانسونه او ننګونې" په نوم کنفرانس کې ګډون وکړي. د امریکا د ملي امنیت شورا ویانده ایمیلي هورن وايي، د دغه هېواد د ولسمشر جو بایډن د کورني امنیت مرستیاله الیزابېت شیرووډ رنډل د امریکایي پلاوي په مشرۍ دغه کنفرانس کې ګډون کوي.

    نور معلومات
    next
  5. واکسین

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له څو ورځني ځنډ وروسته د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د کورونا وېرس ضد د واکسیناسیون بهیر بېرته پیل شوی دی. یاد وزارت وایي، تر راتلونکو دوه ورځو به ټولو ۳۴ ولایتونو کې دا بهیر بیا پیل شي.

    نور معلومات
    next
  6. Atmar

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې یې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د پټلۍ جوړولو لار نقشې تړون د تېرې سې شنبې په ورځ لاسلیک کړ، چې له مخې به یې دا ګډه پروژه د سیمه ییزو اړیکو، سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې لپاره مشترک ټکی شي.

    نور معلومات
    next
  7. عزیز یولداش

    د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ازبکستان اسلامي غورځنګ مشر او د دې ډلې د پخواني مشر طاهر یولداش زوی عزیز یولداش د دغه هېواد شمال ته په فاریاب کې وژل شوی او بل زوی یې حکمت دې عملیاتو کې ټپي شوی. دفاع وزارت وايي، "عزیز یولداش په شمالي ولایتونو په تېره فاریاب کې زموږ د وطنوالو وژلو او ترهګریزو چارو او ناامنۍ کې مهم رول درلود ".

    نور معلومات
    next
  8. اختر

    د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، جرمني، ناروې، اندونیزیا، اوزبکستان او قطر په افغانستان کې د اختر د درېیو ورځو اوربند هرکلی کړی، خو غوښتنه یې دا ده چې افغانانو ته په دې سختو شرایطو کې د رسېدو پخاطر دې دایمي او هر اړخیز اورکم وشي.

    نور معلومات
    next
  9. برېښنا

    د افغانستان برېښنا شرکت وايي، اوس د اقتصادي ننګونو له امله د وارداتي برېښنا پیسې پر وخت نشي ورکولی. د یاد شرکت په خبره، ازبکستان خبرداری ورکړی چې که پیسې په وخت ورنکړي د برېښنا جريان پرې غوڅوي.

    نور معلومات
    next
  10. حیرتان

    په ازبکستان کې افغان سفیر بي بي سي ته وویل، د ازبکستان له لوري خوراکي او روغتیايي مواد د پنجشنبې په ورځ له حیرتان بندر افغانستان ته لېږل کېږي. افغانستان کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، د کورونا وېروس له امله به د دغو هېوادونو ترمنځ انساني مرستې او ټرانسپورټ روان وي.

    نور معلومات
    next