عربي نړۍ

  1. A member of Ezzedine al-Qassam Brigades, military wing of the Palestinian Hamas movement, takes part in a parade in Gaza City on 14 November 2021

    د بریتانیا کورنیو چارو وزیره پريټي پټېل وايي، ټوله فلسطینۍ توندلارې ډله حماس د ترهګرو ډلو په لیست کې شاملوي. د حماس پوځي څانګه چې غزه کنټرولوي له مخکې د بریتانیا له لوري ترهګره ډله بلل شوې ده. له نوي پرېکړې سره به د یادې ډلې سیاسي څانګه هم ترهګره وبلل شي. د بریتانیا پارلمان کې د دغې ډلې د ممنوعیت په هکله د جمعې پر ورځ یو امر وړاندې شوی، چې د منظورۍ په صورت کې به د نومبر پر ۲۶ پلی شي.

    نور معلومات
    next
  2. Damage to the Iraqi PM's home in Baghdad, 7 November

    د عراق لومړی وزیر مصطفی کاظمي وايي، پلازمېنه بغداد کې له هغه ډرون بریده روغ وتلی، چې پر کور یې شوی. چارواکي وايي، د ښاغلي کاظمي له مېشت ځای سره هغه ډرون ټکر شوی، چې باروت ورپورې تړل شوي وو او دې پېښه کې د نوموړي شپږ تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.

    نور معلومات
    next
  3. Photo of Ali al-Nimr following his release from prison in Saudi Arabia

    سعودي عرب کې هغه سړی له زندانه خوشی شوی، چې د ماشومتوب پر مهال د احتجاجونو په تړاو د اعدام په سزا محکوم شوی و.

    نور معلومات
    next
  4. د بېلا بېلو وسله والو ډلو تر منځ له نښتې وروسته ملکي خلک له کورونو وتښتېدل

    لبنان کې چارواکو د پلازمېنې بیروت له خونړۍ پېښې وروسته چې یوه مظاهره کې د ډزو له کبله شپږ کسان ووژل شول، نن د ویر ورځ اعلان کړې.

    نور معلومات
    next
  5. له ۲۵ میلیونو ډېر عراقیان په اوسنیو ټاکنو کې د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي.

    عراقیانو د فساد پرضد او بې روزګارې په اعتراض له پراخو هغو مظاهرو وروسته چې په ۲۰۱۹ کال کې پیل شوې وې په لومړي ځل پارلماني ټاکنو کې رایې واچولې. په پام کې وه چې دغه ټاکنې بل کال ترسره شي خو د نارامیو له امله چې په ترڅ کې یې په سلګونه کسان ووژل شول شپږ میاشتې رامخې ته شوې.

    نور معلومات
    next
  6. ایکسپو ۲۰۲۰ نندارتون د رنګارنګ مراسمو ترڅ کې پرانیستل شو

    د کورونا وېروس له کبله په دوبۍ کې د 'ایکسپو - ۲۰۲۰' په نامه ځنډول شوی نندارتون اوس پرانیستل شوی دی.

    نور معلومات
    next
  7. Israeli Foreign Minister Yair Lapid (L) is greeted at Manama's airport by Bahraini Foreign Minister Abdullatif Al-Zayani (30 September 2021)

    د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ژایر لپیډ نن پنجشنبه بحرین ته تاریخي سفر کړی.‌ تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې یو اسرائیلی چارواکو بحرین ته سفر کوي. ښاغلی لپیډ به د دې سفر پر مهال بحرین کې د اسرائیلو سفارت پرنیزي او ګڼې هوکړې به لاسلیکوي. بحرین، متحده عربي امارات، مراکش او سوډان هغه هېوادونه دي چې د امریکا په منځګړتوب یې اسرائیلو سره دیپلوماتیکې اړیکې پیل کړې دي. ‌

    نور معلومات
    next
  8. لیا بارابانوف او نادر ابراهیم

    بي بي سي عربي او بي بي سي روسي څانګه

    Wagner fighter in Libya

    د بي بي سي یوې نوې پلټنې د لېبیا په کورنۍ جګړې کې د روسي اجیرانو د یوې پټې ډلې د عملیاتو کچه څرګنده کړې، چې جنګي جنایتونو او د روسیی پوځ سره اړیکي هم پکې شامل دي.

    نور معلومات
    next
  9. په تازه تصویر کې شهزادۍ لطیفه (کیڼ اړخ ته) د خپل ماما له زوی مارکوس اسابري (منځ کې) او سیونډ ټیلر سره لیدل کېږي

    د دوبۍ واکمن د لور شهزادۍ لطیفه لپاره د 'لطیفه خوشې کړئ' په نامه پیل شوی کمپاین له هغه وروسته منحل شوی چې نوموړې په ایسلنډ ټاپو کې په یوه اخیستل شوي تصویر کې ولیدل شوه.

    نور معلومات
    next
  10. Video content

    Video caption: د لبنان چاودنه: 'داسې انګېرم لکه اوس هم چې پر سړک مړي وینم'

    دقیقاً یو کال مخکې، د لبنان پلازمېنه بیروت د یوې لویې چاودنې شاهده وه،‌ چې د کارپوهانو په وینا په تاریخ کې تر ټولو لویه نا اتومي چاودنه وه.‌