راشد خان

  1. راشد

    د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې پر ورځ د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام ته خپله لوبډله اعلان کړه. خو له دې اعلان څو شېبې وروسته د شل اوریزو لوبو لپاره د افغان ملي‌ لوبډلې کپتان راشد خان له کپتانۍ لاس پر سر شو.‌ نوموړي تور لګولی چې د لوبډلې غوراوي کې ورسره مشوره نه ده شوې. کرېکټ په سملاسي‌ توګه له کپتانۍ د راشد خان استعفا ومنله او پر ځای یې محمد نبي د نړیوال جام لوبو لپاره نوی کپتان نومول شوی دی.

    نور معلومات
    next
  2. راشد خان

    د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې راشد خان یې د شل اوریزو لوبو لپاره د افغان ملي لوبډلې د نوي کپتان په توګه غوره کړی دی. کرېکټ بورډ همدا راز اعلان کړی چې نجیب ځدراڼ به په شلو اوریزو لوبو کې 'نایب کپتان' یا د راشد خان مرستیال وي.‌ د افغانستان کرېکټ بورډ داسې مهال د شل اوریزو لوبو لپاره نوی کپتان اعلانوي چې د دې سیالیو نړیوال جام ته یوازې څو میاشتې پاتې دي. ‌

    نور معلومات
    next
  3. vv

    د افغانستان او زمبابوې کرېکټ‌ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه نن چارشنبه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ کې پیل شوه. افغانستان خپله لومړۍ پاڼې پر دویمه ورځ په ۵۴۵ منډو ختمه کړه. حشمت الله شهیدي د افغانستان لپاره لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۰ او کپتان اصغر افغان ۱۶۴ منډې وکړې. دوی دواړه د څلورمې وېکټې لپاره د ۳۰۷ منډو ملرتیا هم وکړه.

    نور معلومات
    next
  4. کرېکټ

    د متحدو عرب اماراتو ابوظبۍ کې د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د لړۍ دویمه لوبه روانه ده.

    نور معلومات
    next
  5. عبدالرشید شکور

    بي بي سي کراچۍ

    راشد

    د پاکستان سوپرلیګ مینوالو سره پوښتنه دا ده چې د کورونا له امله به د پنځم پړاو په څېر شپږم پړاو کې هم لوبغالي ته په تګ بندیز وي او د خپلې خوښې لوبغاړي به وویني که نه.

    نور معلومات
    next
  6. کرېکټ

    د پاکستان د کورني کرېکټ شپږم کال یا سیزن سياليو کې د لاهور قلندرز لوبډلې راشد خان په پلاټينيم کټګورۍ، پېښور زلمي لوبډلې مجيب الرحمان ډايمنډ کټګورۍ، کراچي کېنګز محمد نبي په ډايمنډ کټګورۍ کې او کوټه ګلډيېټرز لوبډلې قيس احمد په سېلور کټګورۍ کې پېرلي دي. ټاکل شوې ده چې د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ راتلونکې فبرورۍ میاشت کې بیل شي.

    نور معلومات
    next
  7. راشد

    د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان سپېن توپ اچوونکی راشد خان د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو تر ټولو غوره لوبغاړی اعلان کړ. له دې ویاړ یوه ورځ وړاندې (ای سي سي) راشد خان د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو په غوره لوبډله کې هم شامل کړی و.

    نور معلومات
    next
  8. راشد

    د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکي راشد خان سره د برتانیا سسېکس لوبډلې د ۲۰۲۱ کال ټي ټونټي بلاسټ کې د لوبېدو تړون وکړ.

    نور معلومات
    next
  9. راشد خان

    راشد خان - چې په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی دی - د د هنډرېډ اتلولیو یا لیګ په ټرېنټ راکټس لوبډله کې به د اېنګلنډ او ناټینګهام شایر له پرانیستونکي توپوهونکي الېکس هېلز سره یو ځای شي.

    نور معلومات
    next
  10. ګوربت ننګيال

    بي بي سي لندن

    راشد خان

    د افغانستان ورو توپ اچوونکی راشد خان وايي مور یې د ده د کرېکټ لوبې ډېره مينه واله وه او د ده له لوبې او وېکټو اخیستو به يې ډېر خوند اخيست. راشد خان د افغانستان ملي ټيم تر څنګ د هند کرېکټ غوره ليګ يا ای پي اېل کې د سنرايزر حيدراباد لپاره لوبه کوي.

    نور معلومات
    next