نړیوال جام

  1. کرېکټ

    افغانستان او ایرلنډ روانه میاشت درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې لري. دا لوبې به د جنورۍ پر ۱۸مه، ۲۱مه او ۲۳مه ابوظبۍ کې وشي. د کرېکټ بورډ چارواکي وايي دا لوبې نړیوالې ډلبندۍ او د ورځنیو لوبو د راتلونکې نړیوالې اتلولۍ سیالیو ته د ورتګ لپاره مهمې دي.

    نور معلومات
    next
  2. پاولو

    ایټالیا په ۱۹۸۲ کال د فوټبال نړیواله اتلولي وګټله چې پاولو روسي په دې اتلولۍ کې تر نورو برلاسی و. د شنبې پر ورځ یې جنازه وه، خو اوس ځايي رسنۍ وايي د جنازې د مراسمو پر مهال یې کور لوټل شوی دی. د فوټبال دغه پخوانی لوبغاړی د پنجشنبې پر ورځ د ۶۴ کلونو په عمر مړ شو او شنبه یې د ایټالیا د شمال ختیځ په ویچینزا ښار کې جنازه وه.

    نور معلومات
    next
  3. تیاګو

    اسپانوي لوبغاړي تیاګو الکانتارا له انګلیس لیورپول لوبډلې سره د ۲۰ میلیون پونډو په مقابل کې د څلورو کلونو یو تړون لاسلیک کړی او له بایرم میونیخ نه وتلی دی.

    نور معلومات
    next
  4. جشن قهرمانی لیپورپول

    د برتانیا فوټبال لوبډله لېورپول ۳۰ کاله وروسته غوره لیګ کې اتله کېږي چې دې بریا سره یې مینوالو انفیلډ لوبغاړي ته تلونکو لارو او د ښار مرکز کې د خوشالۍ جشن جوړ کړ.

    نور معلومات
    next
  5. سمیع چوهدري

    کرېکټ پوه

    .

    د ژوند هر ډګر د دې هڅو په لړ کې خوښ دی چې د ځان لپاره کړنلاره ټاکي، څو د سوداګرۍ څرخ بدلون ومومي او په دې سره د کورونا خپرېدل ودرېږي. همدا هڅې د کرېکټ له خوا هم کېږي چې 'خوندي' چاپېریال رامنځته کړي او لوبه هم له زیان پرته ممکن شي.

    نور معلومات
    next
  6. مسي

    د بارسلونا لوبغاړي لیونل مسي د شپږم ځل لپاره د طلا یا سروزرو توپ وګاټه او دې سره د نړۍ غوره لوبغاړی شو. د سرو توپ هغه جایزه ده چې له ۱۹۵۶ کال راهیسې یې د فرانس فوټبال په نوم فرانسوۍ مجله ور کوي او لومړنی ګټونکی یې انګرېز فوټبالر سټنلي میټیوس دی.

    نور معلومات
    next
  7. AFghanistan Football Federation

    د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام او د اسیايي ملتونو جام ټاکنیزو لوبو دویمه سیالۍ کې بنګله دېش ته یو د صفر په مقابل کې ماتې ور کړه. دا لوبه د تاجکستان دوشنبه ښار کې پرون ماښام وشوه او د افغان لوبډلې لپاره دا ګول لوبډلمشر فرشاد نور د لوبې په ۲۷ دقیقه کې وکړ.

    نور معلومات
    next
  8. کرېکټ

    د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ هند ته له یوې سختې سیالۍ وروسته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه. د دغې لوبې پچه نیوزی ګټلې وه او هند ته یې د ۲۴۰ منډو هدف ټاکلی و. د هند لوبډلې ځوابي لوبه ښه نه وه او په لومړنیو اوورنو کې یې اوپنر لوبغاړي وسوځېدل.

    نور معلومات
    next
  9. امریکا

    د امریکا د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې د یکشنبې پر ورځ هالنډ ته دوه پر صفر ماتې ورکولو سره دغه سیالۍ وګټلې او د خپلې اتلولۍ دفاع یې وکړه. د لوبې په لومړۍ نیمایي کې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه، خو امریکا په دوه نیمایي کې دوه ګولونه وکړل او جام یې خپل کړ

    نور معلومات
    next
  10. .

    ګارډین ورځپاڼې لیکلي، دا څرگنده ده چې د افغانستان ستونزې چېرې دي او د افغانستان په توپوهنه کې کمزوريو ته اشاره کوي، خو دا هم وايي چې د افغانستان هره لوبه کې باران شوى، لوبغالى لوند شوى، پېچونه ورته نه و برابر او توپ وهونکو لپاره يې دا سيمه هم پردۍ ده.

    نور معلومات
    next