د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې - ۲۰۱۹

  1. نورگل شفق

    بي بي سي

    د افغانستان واکمنان

    څوارلسمه پېړۍ په اوښتو او پنځلسمه په پېلېدو ده. افغانستان په تېرو شاوخوا سلو کلونو کې پنځلس واکمنان او ولسمشران تجربه کړي دي. د هر یوه د واکمنۍ دوره له بېلا بېلو لوړو ژورو او ننګونو ډکه وه او نژدې د هر واکمن په اړه نظرونه سره وېشلي دي. دلته له پاچا امان الله خان رانیولې تر اوسني ولسمشر محمد اشرف غني پورې، د بېلا بېلو افغان واکمنانو دورو ته کتنه شوې ده.

    نور معلومات
    next
  2. ر

    د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو افغانستان کې د هدفي وژنې غندلې دي. د دې شورا غړو دغه بریدونه "په لوی لاس د ملکي خلکو" په نښه کول او وژل بللي. د امنیت شورا لخوا د جمعې پر ورځ په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغو بریدونو کې ملکي خدمتګاران، قضا، رسنۍ، روغتیا پالان او بشرپاله کارمنان په نښه شوي دي.

    نور معلومات
    next
  3. چاودنه

    د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې امنیتي سرچینې وايي دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې یوه روغتیاپاله او ۷ کارګران وژل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  4. کرېکټ

    د افغانستان او زمبابوې تر منځ د ټېسټ لوبو لومړنۍ لوبه زمبامبوې په لسو وېکټو وګټله. افغان توپ وهونکي په دواړو پاڼیو کې ښه ونه ځلېدل او په پای کې زمبابوې خپله دویمه پاڼۍ کې یوازې د ۱۷ منډو هدف په ډېرې اسانۍ ترلاسه کړ.

    نور معلومات
    next
  5. ر

    د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د لنډمهالي یا د سولې د ګډ حکومت پر هغه طرحه چې له تېرو څو ورځو یې بحثونه او غبرګونونه راپارلوي، غبرګون ښودلی هغه یې د 'شیطان لوری' نومولې ده. د ولسي جرګې رئیس میر رحمن رحماني یکشنبه اعلان کړی و چې د لنډمهاله یا د سولې د حکومت طرحه یې ترلاسه کړې او ملاتړ یې کوي، خو وروسته د جرګې وکیلانو پرې نیوکې وکړې.

    نور معلومات
    next
  6. ولسي جرګه

    د ۱۴۰۰ هـ ل مالي کال بودیجه یو ځل بیا ولسي جرګه کې رایو ته وړاندې او رد شوه. ولسي جرګې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هم د ۱۷ لاملونو له مخې چې یو هم پکې ناانډولي ښودل شوې وه، د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه د رایو په اکثریت رد کړه او په هغې کې یې تعدیل وغوښت. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل د بودیجې طرحه کې د تعدیلاتو او اصلاحاتو لپاره د دوی وړاندیزونو ته پام نه دی شوی.

    نور معلومات
    next
  7. صالح

    په داسې حال کې چې امریکا افغانستان کې خپل پوځي حضور تر ټولو ټیټې کچې ته رسولی او طالبانو سره د لاسلیک کړې هوکړې له مخې درګرده ځواکونه باسي - د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بي بي سي ته ویلي چې متحدو ایالتونو طالبانو ته د ډېر امتیاز په ورکولو سره تېروتنه کړې ده. ښاغلی صالح زیاتوي د امریکا لخوا شل کاله وړاندې پیل شوی ماموریت لا نه دی بشپړ شوی.

    نور معلومات
    next
  8. دونالد ترامب

    د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي ده ته یوه پوځي ویلي چې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د امریکا تر ۲۰۲۰ ټاکنو ښې ترسره کېږي. ولسمشر ټرمپ چې تر پخوا یې د منتخب ولسمشر جو بایډن ګټلو پر وړاندې دریځ نرم شوی، تراوسه ټینګار کوي چې "دغه ټاکنې د درغلیو شاهدې وې"، او وروستی ټویټ یې تر ټولو ښه بېلګه ده.

    نور معلومات
    next
  9. حوا علم نورستانۍ

    د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو، د غزني لپاره د ولسي جرګې او د ښاروالیو ټاکنو ته یې ټول تخنیکي او عملیاتي چمتووالی نیولی، خو له حکومته د ټاکنو د بودیجې برابرولو او امنیت ټینګولو غوښتنه کوي. دغه کمېسیون په یوه خبري غونډه کې وویل، د غزني د ټاکنو لپاره یې ۱۹ میلیونه ډالر او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته یې ۸۰ میلیون ډالر پام کې نیولي دي.

    نور معلومات
    next
  10. غني/ ملا برادر

    د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا کې سرچينې وايي، د افغان ولسمشر د مخالفت له امله د طالبانو او دولتي مرکچیانو تر منځ د خبرو د طرزالعمل لاسلیکېدل ځنډېدلي دي. دې سرچينو بي بي سي ته ویلي، د دولت او طالبانو مرکچيانو د خبرو د بنسټ په توګه یې پر څلورو عناصرو هوکړه کړې وه، خو ښاغلي غني دغه موضوع نه ده منلې.

    نور معلومات
    next