د افغانستان امنیت

  1. د امنیت شورا دایمي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت ملاتړ اعلان کړی

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنځو دایمي غړو امریکا، بریتانیا، چین، روسیې او فرانسې د استازو غونډې وروسته چې د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان موضوع ته ځانګړې شوې وه، اعلان شوی چې دغه هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو ملاتړ کوي.

    نور معلومات
    next
  2. جوناتن بېیل

    د بي بي سي دفاعي چارو خبریال

    بریتانوي پوځ

    ډاګیز شوي مالومات ښيي، چې برتانیا په افغانستان کې د هغو نژدې درې سوو ولسي وګړو کورنیو ته د تاوان په توګه پیسې ورکړې، چې د برتانوي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي وو. یوې مرستندویې ټولنې موندلې، چې په دې لړ کې د اتو کلو په اوږدو کې په ټوله کې نژدې یو میلیون ډالر لګول شوي دي.

    نور معلومات
    next
  3. طالبان

    طالبانو ټولو امنیتي ارګانونو ته امر کړی چې د دوی په وینا امنیتي ځواکونه له 'ناوړه او مغرضو' کسانو پاک شي. د طالبانو دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد هم خپلو ملګرو ته په یوه وینا کې ویلي که د طالبانو په وسله والو لیکو کې مغرض کسان پیدا شول لېرې کوي به یې او که چا بیا هم داسې کسانو ته ځای ورکاوه سزا به ویني.

    نور معلومات
    next
  4. جانی مرسر، وزیر دفاع سابق بریتانیا از حزب محافظه کار که در افغانستان خدمت کرده است، گفت که می ترسد موارد بیشتری در راه باشد

    بي بي سي د بریتانیا دفاع وزارت له لوري د افغانانوشخصي معلوماتو افشا کېدو یوه بله پېښه کشف کړې، چې کېدای شي له کبله یې د دې کسانو امنیت او خوندیتوب له جدي خطر سره مخامخ شي. د روانې میاشتې لومړیو کې د داسې لسګونه هغو افغانانو، نومونه شخصي معلومات او د اړیکو مشخصات په یوه برېښنا لیک کې په تېروتنه یو ځای شوي، چې له بریتانوي ځواکونو سره یې همکاري درلوده او دا معلومات ټولو لیدای شوای. د دفاع وزیر په دې تېروتنه له پارلمان بښنه غوښتې ده.

    نور معلومات
    next
  5. پهیل کيمپ

    بي بي سي نیوز

    Mujeeb Ashraf

    هغه بریتانویان چې د دغه هېواد پوځیانو لخوا د خلکو ایستلو له عملیاتو پاتې شوي، بي بی سي سره خبرو کې وايي، دوی داسې احساس کوي چې هېر شوي دي. د بریتانوي دفاع وزارت له لخوا په تېروتنه په یوه برېښنا لیک کې د نژدې ۲۵۰ افغان ژباړنو د نومونو او ادرسونو له افشا کېدو وروسته اوس سلګونه دغه کسان په وېره او تره کې ژوند کوي. بریتانیا حکومت بخښنه غوښتې او د پېښې په هکله یې پلټنه پیل کړې، خو احمد وايي، دا تېروتنه د دوی لپاره خورا خطرناکه ثابیتدای شي.

    نور معلومات
    next
  6. حمیرا کنول

    بي بي سي اردو

    عائشہ خان

    عایشه خان وايي، ''یوازې له دې کبله مې هېواد نه دی پرې ایښی، چې مسلمانه یم او بشپړ حجاب نه کوم، بلکې له دې کبله مې هېواد پرېښود چې یوه نجلۍ یم او سندرغاړې یم.''

    نور معلومات
    next
  7. یو شمېر ایرلنډي وګړي لا هم په افغانستان کې پاتې دي

    ۱۱ نور ایرلنډي وګړي او د دوی د کورنیو غړي له افغانستانه ایستل شوي دي. دغه کسان چې د 'دیپلوماتیکو چېنلونو' له لارې له افغانستانه بهر ته لېږدول شوي، اوس د قطر پلازمېنه دوحه کې اوسي. د ایرلنډ یوه مرستندوی ماموریت بهیر کې تېره میاشت د دې هېواد ۳۶ کسان له افغانستانه بهر ته لېږدول شوي وو. له دې مخکې تېره ورځ قطري چارواکو وویل چې د دوی د يوې الوتکې له لارې له کابل هوايي ډګره ۲۳۶ تنه افغانان او بهرني وګړي ايستل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  8. د ملي مقاومت جبهې يو قومندان صالح محمد ريګستاني (له ښي لوري لومړی) ويلي چې طالبان بې له اجازې د خلکو کورونو ته ځي

    د ملي مقاومت په نامه د طالبانو ضد جبهې يو ځل بيا ادعا کړې چې طالبانو پنجشېر کې بې ګناه وګړي نيولي او د دوى په وينا بوږنونکې ربړونې يې کړې.

    نور معلومات
    next
  9. پاینده څرګند

    بي بي سي، لندن

    افغانستان

    د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې شهرزاد اکبر پر طالبانو غږ کړى چې د دغې ادارې خپلواکۍ او کارکوونکو ته دې درناوى وکړي او اجازه دې ورکړي چې دوى له کومې ويرې د بشري حقونو څار ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې دغه کميسيون په يوې خپرې کړې وينا پاڼه کې ويلي چې طالبانو د د دوى دفترونه نيولي او د دوى گاډي او کمپيوټرونه هم کاروي.

    نور معلومات
    next
  10. عمران خان

    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي،‌ طالبانو سره یې افغانستان کې د یو داسې ټولشموله حکومت پر جوړولو خبرې پیل کړې دي‌ چې تاجکان، ازبکان او هزاره هم پکې شامل وي. عمران نن شنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا خبرې اترې یې دوشنبه کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره تر کتنو وروسته پیل کړې دي.

    نور معلومات
    next