ملکه الېزابت دويمه

  1. جنازه

    په بریتانیا کې شنبه د ملکې الېزابت د مېړه شهزاده فېلپ د جنازې مراسم ځانګړو مراسمو سره ترسره شول. شهزاده فېلپ تېره اوونۍ د ۹۹ کالو په عمر مړ شو. د کورونا وبا له کبله د جنازې په مراسمو کې کم شمېر خلک ګډون کوي. بکېنګهم ماڼۍ وار د مخه ویلي وو، د کورونا وبا له کبله یې د جنازې په مراسمو کې بدلون راوستی او د معمول برعکس کم شمېر خلک پکې ګډون کوي.

    نور معلومات
    next
  2. Prince Philip in naval uniform at St Paul's Cathedral for a service to mark the Golden Jubilee

    د بریتانیا شاهي‌ ماڼۍ اعلان کړی چې د ملکې الېزابت مېړه، شهزاده فېلپ، د ۹۹ کالو په عمر نن جمعه سهار مړ شو. بکنګهم ماڼۍ په دې تړاو یوه خبرپاڼه کې ویلي: "ملکې الېزابت په ډېرې خواشینۍ سره د خپل مېړه او د اېډنبرا د دوک،‌ شهزاده فېلپ مړینه اعلان کړه".‌

    نور معلومات
    next
  3. Prince Philip in Kildare, Ireland, 2011

    د اېډنبرا شهزاده فېلېپ له دې کبله پراخ درنښت وموند چې تل یې د ملکې الېزابت دوامداره ملاتړ کاوه. دا دنده د هېچا لپاره اسانه نه وه، په تېره بیا د شهزاده فېلېپ لپاره چې په سمندري پوځ کې قومندان و، او پر بېلابېلو مسلو یې قاطع نظر درلود.

    نور معلومات
    next
  4. Prince Charles

    د بریتانیا شاهي کورنۍ اعلان کړی دی چې د ملکې الېزابت زوی شهزاده چارلس په کورونا وېروس اخته شوی، خو زیاتوي چې روغتیایي‌ وضعیت یې ښه دی. د شاهي کورنۍ یوه ویاند ویلي چې ۷۱ کلن شهزاده د کورونا وېروس نښې ښودلي، خو د مېرمنې د ازموینو پایله یې منفي وه او هغه روغه ده.‌

    نور معلومات
    next
  5. Lady Hale

    د برتانیا سترې محکمې ۱۱ قاضیانو په یوه خوله حکم اورولی چې د لومړي وزیر بورېس جانسن لخوا د پارلمان ځنډول ناقانونه پرېکړه وه. سترې محکمې ویلي، پارلمان ته باید فرصت ورکړل شوی وای چې خپله دنده ترسره کړي او له اروپایي ټولنې د برتانیا د وتلو پر موضوع بحث وکړي

    نور معلومات
    next
  6. ملکه الېزابت

    ملکې الېزابت دا پرېکړه وروسته له هغې اعلان کړه چې لومړي وزیر بورېس جانسن ورنه د پارلمان د ځنډولو غوښتنه وکړه. مخالفینو د لومړي وزیر پر دې غوښتنه سختې نیوکې کړې دي او ځینو دا د جمهوریت لپاره یوه بده ورځ بللې. پخپله د واکمن محافظه کاره ګوند ځینو غړو هم د لومړي وزیر جانسن دا ګام غندلی دی.

    نور معلومات
    next