واکسین

  1. قرنطین

    امریکا متحده ایالتونه به د راتلونکي کال له پیله مخ پر وده هېوادونو ته د کورونا ضد فایزر واکسین پنځه سوه میلیونه نورو خوراکونو مرسته وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن دا ژمنه وکړه او په وینا یې هېواد به یې د 'واکسین وسلتون' شي. د واکسین له دې اضافي مرستې سره د کورونا ضد واکسین خوراکونو شمېر یو میلیارد ته رسېږي چې امریکا یې د مرسته کولو ژمنه کړې.

    نور معلومات
    next
  2. کووید۱۹

    د دغه سازمان مشر ډاکټر تیدروس ادهنوم ګیبریسوس ویلي، د تقویتي دوز واکسین درول به د نړۍ په لروبر کې د هر هېواد لږترلږه ۱۰ سلنه وګړو لپاره د واکسین رسېدل اسان کړي.

    نور معلومات
    next
  3. کورونا

    امریکا کې روغتیايي چارواکي وايي، هغو سیمو کې چې د کورونا وېروس خپرېدل پکې ډېر دي اوسېدونکو ته یې پکار ده چې سرپټو ځایونو کې ماسک وتړي. دا سپارښتنه هغو کسانو ته هم ده چې د کووېډ-۱۹ دوه ډوزه واکسین یې هم کړی دی.

    نور معلومات
    next
  4. پابلو اوچاو

    بي بي سي ورلډ سروس

    چینايي واکسین، کورونا

    د کووېډ-۱۹ ضد دوو چینايي واکسینونو ساینو واک او ساینو فارم په اړه په دې وروستیو کې منفي خبرونه خپاره شول چې ګواکې التهاب ډېروي او ځیني هغه کسان ترې مړه شوي هم دي چې دغه واکسینونه یې لګولي وو.

    نور معلومات
    next
  5. واکسین، کورونا، د روغتیا نړیوال سازمان

    د روغتیا نړیوال سازمان وايي ګڼ شمېر بې وزله هېوادونه چې د واکسین شریکولو نړیوال پروګرام کوواکس له لارې یې د کورونا ضد واکسینونه ترلاسه کړي کافي واکسینونه نه لري چې خلک واکسین کړي. د روغتیا د نړیوال سازمان جګپوړي سلاکار ډاکټر بروس ایلوارډ وویل د کوواکس پروګرام له لارې ۹۰ میلیونه ډوزه واکسین پر ۱۳۱ هېوادونو ویشل شوی خو دا واکسینونه کافي نه دي.

    نور معلومات
    next
  6. ننګرهار

    د افغانستان ختیځ ته د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار، سور رود او خوګیاڼیو ولسوالیو کې پر واکسیناتورانو پنځه جلا بریدونه شوي دي، چې پکې پنځه واکسیناتوران وژل شوي او څلور ټپیان دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی هم دغه مرګ ژوبله تاییدوي. دې پېښه پسې د افغانستان روغتیا وزارت ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین پروګرام وځنډاوه.

    نور معلومات
    next
  7. واکسین

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له څو ورځني ځنډ وروسته د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د کورونا وېرس ضد د واکسیناسیون بهیر بېرته پیل شوی دی. یاد وزارت وایي، تر راتلونکو دوه ورځو به ټولو ۳۴ ولایتونو کې دا بهیر بیا پیل شي.

    نور معلومات
    next
  8. افغانستان، کورونا، بخښنې نړیوال سازمان

    په داسې حال کې چې په افغانستان کې په کوويډ - ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان له حکومته غوښتنه کړې چې د کورونا ناروغانو لپاره دې د اکسېجن د کمښت ستونزه ژر تر ژره هواره کړي. نوموړي سازمان دغه راز غوښتنه کړې چې افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ خلکو ته د کورونا واکسین او ناروغانو د درملنې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

    نور معلومات
    next
  9. G7 leaders

    د نړۍ پر مختللیو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا جي سېون چې د ۷ ډلې په نامه هم یادېږي، سر مشریزه غونډه نن جمعه د بریتانیا په کارنیوال سیمه کې پیل شوه. تمه کېږي چې کورونا واکسین او اقلیمي بدلون به د دې غونډې د بحثونو مهم موضوعات وي.

    نور معلومات
    next
  10. افغانستان کې کورونا

    د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي څیړنې یې ښيي چې په افغانستان کې به د کورونا وبا دریمه څپه تر راتلوونکې یوې اونۍ اوج ته ورسېږي. د عامې روغتیا وزارت دغه راز خبرداری ورکوي چې که د خلکو له خوا بې احتیاطۍ دوام وکړي نو کېدای شي چې د کورونا وبا د دریمې څپې اوج ته رسېدل ډېر وخت ونیسي.

    نور معلومات
    next