اعدام

  1. دا مهال په نیوادا ایالت کې ۷۰ کسان د اعدامېدو شېبې شمېري.

    په امریکا کې د قتل په جرم تورن کس د خپل اعدام په اړه دا غوره ګڼلې چې د وژونکې پیچکارۍ پر ‌ځای دې په ډزو ووژل شي. زین مایکل فلویډ له کابو ۱۵ کلونو وروسته لومړنی کس دی چې په نیوادا ایالت کې اعدامېږي. په امریکا کې ډېر کم په اعدام محکوم کسان په مرمۍ ویشتل کېږي.

    نور معلومات
    next
  2. طالبان

    وسلوال طالبان د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د څرګندونو غبرګون کې وايي، که د دې ډلې بندیان اعدام شي دوی هم بدیلې لارې لري. د طالبانو غبرګون له هغه وروسته دی چې امرالله صالح وویل ښارونو کې ترور ځکه ډېرېږي چې طالب بندیان فکر کوي، په هر حالت بښل کېږي او د خپلو چارو سزا نه ویني.

    نور معلومات
    next
  3. دوه ورځې مخکې زاهدان زندان کې د اړ و دوړ مخنیوي لپاره یو مانور هم ترسره شوی و

    بي بي سي ځینې معلومات ترلاسه کړي چې د زاهدان زندان کې د شنبې په ورځ دوه بلوڅ بندیان، چې سیاسي او امنیتي دوسیې یې لرلې اعدام کړي دي. تر اوسه ددغو اعدام شویو بندیانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

    نور معلومات
    next
  4. Ruhollah Zam speaks during his trial in June 2020

    د ایران سپاه پاسداران ته یوه نږدې خبري اژانس "فارس" په یوه رپوټ کې ویلي چې ښاغلی زم شنبه د لیندۍ پر ۲۲مه/ډسمبر ۱۲مه سهار وختي په دار وځړول شو. پر روح الله زم د اسراییل او فرانسې استخباراتو ته د "جاسوسۍ"، امریکا سره د "همکارۍ" او د پټو اسنادو راټولولو کې د "ګډون" تورونه لګول شوي وو.

    نور معلومات
    next
  5. mike

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ایران کې د نويد افکاري د اعدام په غبرګون کې پر خپل ټوېټر د نړیوالو غبرګونونو ښودلو غوښتنه کړې او له نړیوالو مشرانو یې غوښتي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره ونه ګوري.

    نور معلومات
    next
  6. وحید افکاري

    د رپوټونو په اساس ایرانی غېږه نیوونکی نوید افکاري تېره ورځ سهار مهال په دار وځړول شو او شپې خاورو ته وسپارل شو. افکاري په کال ۱۳۹۷ کې د لاریونونو پر مهال نیول شوی و.

    نور معلومات
    next
  7. نوید افکاري

    په ایران کې دولتي تلوېزیون د شنبې په ورځ یو وېديويي کلیپ خپور کړی، چې په اعدام د محکوم شوي غېږنیونې اتل نوید افکاري خبرې پکې راخیستل شوې او دی مني چې د ۲۰۱۸ کال حکومت ضد مظاهرو پرمهال یې یو ساتونکی وژلی دی.

    نور معلومات
    next
  8. د بندیانو خواړه

    د امریکا په متحده ایالتونو کې د اعدام سزا پر سېسټم د ښه پوهېدلو لپاره انځور اخیستونکې جېکې بلک د هغو خوړو انځورونه چمتو کړي چې زندانیانو یې له اعدام وړاندې غوښتنه کړې ده. هغې د اعدام شویو کسانو په اړه نور مالومات هم را ټول کړي دي.

    نور معلومات
    next
  9. .

    په نایجېریا کې یوه ۲۲ کلن سندرغاړي یحیی شریف امینو پر وټس اپ یوه سندره خپره کړې چې ویل شوي د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور په اعدام محکوم شوی دی.

    نور معلومات
    next
  10. Dzhokhar Tsarnaev. File photo

    په امریکا کې د استیناف یوې محکمې بوسټن کې د ۲۰۱۳ کال د ځغاستې د سیالیو پرمهال چاودنه کې د مشکوک تورن جوهر څارناییف په حق کې د اعدام پرېکړه لغوه کړې ده.

    نور معلومات
    next