اټومي وسلې

  1. له ایران سره اتومي تړون

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي امریکايي مقاماتو تېره میاشت له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه یې د خبرو د بیا پیلولو هڅې پیل کړې خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن باید په پیل کې د ښه نیت په توګه د ایران ۱۰ ملیارده کنګل کړې ډالر پانګه ازاده کړي. د ایران او لویدیځ ترمنځ د شوې اتومي تړون په اړه خبرې د جوبایډن له واک ته رسېد وروسته بیا پیل شوې وې خو د ابراهیم رئیسي له ولسمشر کېدو وروسته وځنډېدې.

    نور معلومات
    next
  2. ایران

    د امریکا حکومت د ایران له نوي ولسمشر وغوښتل چې د اټومي تړون د ژوندي کولو لپاره خبرې جاري وساتي. تر دې مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم د پنجشنبې په ورځ د لوړې له مراسمو وروسته وویل، چې حکومت یې د بندیزونو لرې کېدو لپاره د ډيپلوماسي هرکلی کوي.

    نور معلومات
    next
  3. چین

    امریکايي ساینسپوهان وايي، چین د اتومي توغندیو زېرمه کولو او توغولو وړتیا ډېروي. د امریکايي ساینسپوهانو فدراسیون 'ایف اې ایس' مسوولین وايي، په سټیلایټ تصویرونو کې ښکاري چې په شینجیانګ ایالت کې د اتومي توغندیو زېرمې لپاره یوه ساحه کې کار روان دی.

    نور معلومات
    next
  4. وزیر دفاع اسرائیل

    د اسرائیلو دفاع وزیر بيني ګانټز په کمسارو څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې "ایران سره د جګړې په حال کې دی - هر وخت او هر ځای چې اړتیا ولیدل شي نو اټومي وسلو ته به د تهران د لاسرسي د مخنیوي لپاره ګام واخلي." ښاغلي ګانټز زیاته کړې چې "موږ له ایران سره ښکیل یو او باید د ځان دفاع وکړو. دې ته ژمن یو چې د ایران د اټومي کېدو مخه ونیسو او سیمه کې یې له منفي چار چلن راوګرځوو."

    نور معلومات
    next
  5. Ebrahim Raisi

    اسراییلو ویلي نړیواله ټوله باید د ایران د نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي پر ټاکل کېدو په ژوره توګه اندېښمنه وسي. د اسراییلو د بهرنیو چارو وزرات ویاند لېور حیات ویلي ښاغلی رئیسي تر ټولو سخت دریځه ولسمشر دی او خبرداری یې ورکړ چې د ایران نوی ولسمشر به اتومي فعالیتونه ډېر کړي. ابراهیم رئیسي د تېرې شنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو او راتلونکې اګست میاشت به د ولسمشرۍ لُوړه وکړي.

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: د ایران ټاکنې: نوی ولسمشر به پر ټومي هوکړه اغېز وکړي؟

    نن، د جمعې په ورځ‌ (غبرګولی ۲۸/جون ۱۸) ایران کې د نوي ولسمشر ټاکلو ته رایه اچونه د هېواد د بهرنۍ تګلارې لپاره یوه حساسه شېبه ده.

  7. تصویر ماهواره‌ای از منطقه‌ای در روستای سنجریان در اردیبهشت ۱۴۰۰ در مرکز عکس تغییراتی به وجود آمده که از آغاز پاییز پارسال تا زمستان ایجاد شده‌است.

    د ایران د پلازمېنې تهران شمال ختیځ ته د جاجرود د سنجریان کلي سپوږمکۍ انځورنه په رسنیو کې خبرساز شول. دا انځورونه د امریکا فاکس نیوز شبکې په داسې مهال خپاره کړل چې د ایران اټومي پروګرام په تېره د ممکنه پوځي اړخونو په هکله یې جنجال زیات شوی دی.

    نور معلومات
    next
  8. بوم شرکت

    یونایټډ هوايي شرکت اعلان کړی چې غواړي تر ۲۰۲۹ کال پورې ۱۵ تر غږ چټکې د سپرلۍ الوتکې وپېري او هوايي چلن ته بیا چټکتیا وروبښي. تر غږ د چټکو الوتکو هوايي سفرونو په ۲۰۰۳ کال تر هغې وروسته پای وموند چې فرانس او بریتیش هوايي شرکوتونو د کانکورډ الوتکو کارونه ودروله.

    نور معلومات
    next
  9. اصف جیلاني

    خبریال

    پاکستان

    دا خبره د ۱۹۵۴ کال د اکتوبر ده. د پاکستان د هغه مهال لومړي وزیر محمد علي بوګره سپینه ماڼۍ کې د امریکا د وخت له ولسمشر ایزن هاور سره لیدلي او دا ورته ویلي و چې هېواد یې د اټومي وړتیا برخه کې د څېړنو او پرمختګ لپاره کمېسیون جوړ کړی دی.

    نور معلومات
    next
  10. یورانیم

    د هند ممبۍ کې له دوو کسانو سره د څه باندې ۷ کیلو ګرامه ۹۰ سلنه خالصو طبیعي یورانیمو د نیول کېدو په تړاو د څېړنو دنده د دغه هېواد د څېړنو ملي ادارې ' این ای اې' ته وسپارل شوه. این اې ای هند کې د ترهګریزو پېښو په تړاو د څېړونو تر ټولو مهمه اداره ده.

    نور معلومات
    next