د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ۲۰۱۶

  1. ټرمپ

    د امریکا کانګرس کې قضايي جرګه ګۍ یوه لایحه تصویب کړې چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د کانګرس علني غونډې رایې اچونې ته وربولي. په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ ټرمپ د کانګرس استیضاح ته وروغوښتل شي.

    نور معلومات
    next
  2. هدایت الله همیم

    کابل

    غونډه

    د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټاکنډلو سره په ګډه د کابو ۳۰۰ زره لانجمنو رایو د باوري ګڼلو څرنګوالي روښانولو په تړاو غونډه په جنجالي فضا کې پای ته ورسوله. دا ناسته نن په کابل کې د بهرنیو دیپلوماتانو او ټاکنڅارو بنسټونو په حضور کې جوړه شوې وه، ټاکنیز کمیسیون د ټاکنډلو استازو ته د دغو رایو باوري ګڼلو دلایل روښانه کړل.

    نور معلومات
    next
  3. ټرمپ

    سپينې ماڼۍ ویلي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ده وکیلان به د چارشنبې په ورځ د ولسي جرګې د استیضاح استماعیه غونډه کې ګډون ونه کړي. د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار پټ سېپولون ولسي جرګې ته په یوله لیک کې ویلي، تمه نه لري چې ښاغلی ټرمپ به په دې غونډه کې ګډون وکړي ځکه د ده په وینا دا "منصفانه" نه ده.

    نور معلومات
    next
  4. ټرمپ

    د امریکا کانګرس ددې هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ وربللی چې را روانه اونۍ د هغه د استیضاح اړوندو استماعیه غونډو په یوه ناسته کې ګډون وکړي. دوی ولسمشر ټرمپ دعوت کړی چې د ډسمبر پر څلورمه نېټه ددوی غونډې ته ورشي. په دغو غونډو کې به له ولسمشرۍ د ښاغلي ټرمپ د لیرې کولو لپاره په قانوني دلايلو بحث وشي.

    نور معلومات
    next
  5. ټرمپ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوموړي د استیضاح پلټنو د دوو اونیو د ښکاره غونډو پای کې له 'فاکس نیوز' سره مرکه کې د خپلو چارو دفاع کړې. هغه دې غونډو کې پر شاهدانو برید کړی او بې باوره یې بللي دي. ولسمشر ټرمپ دا هم وویل، چې ماریا یوانوویچ نوموړي پسې بدې خبرې کړې دي.

    نور معلومات
    next
  6. نانسي

    د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پیلوسي ویلي، د ولسمشر ټرمپ پرضد د علني اورېدلو ناستې په تړاو داسې ثبوتونه شته چې ټرمپ له اوکرایین سره د معاملې د بډو په جرم کې ښکېل دی. پیلوسي ټرمپ په یوه داسې سرغړونه تورن کړ چې په وینا یې له دندې پرې ګوښه کېدای شي. ‌

    نور معلومات
    next
  7. ټاکنیز مواد

    د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو د رایو لومړنۍ پایلې وځنډولي. د دغه کمیسیون چارواکي وايي، د بېلا بېلو لاملونو له امله نه شي کولای سبا یعنی د لړم پر ۲۳مه د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

    نور معلومات
    next
  8. حوا علم نورستاني

    د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو ډلو له لورې د دوی د ولایتي دفترونو د تړلو له امله د لړم پر ۲۳مه د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه اندېښنه لري. مېرمن نوستانۍ وايي، یوازې په یوه ولایت کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې ده.

    نور معلومات
    next
  9. ټاکنې

    دریو ټاکنیزو ډلو د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغې پرېکړې سره پرېکون اعلان کړی دی چې پر بنسټ یې په ټول افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د شاوخوا ۸ زرو محلونو رایې بیا شمېرل کېږي. خو د محمداشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټاکنډلې د کمېسیون د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

    نور معلومات
    next
  10. ټرمپ

    د نیویارک یوې قاضۍ پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ غږ کړی چې د ۲۰۱۶ کال ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین کې له خپل خیره بنسټ د پیسو کارولو له امله دوه میلیون ډالر جرمانه پرې کړي.

    نور معلومات
    next