اقتصاد

  1. د اروپايي کمېسیون مشره

    د اروپايي کمېسیون مشره ورزولا ونډرلاین وايي، د جي ۲۰ سازمان غونډه کې چې نن ایټالیا کې کېږي، اروپايي ټولنه له افغانستان سره د یو میلیارد یورو ارزښت مرسته کوي. نوموړې وايي، د یوه سخت بشري بحران او د افغانستان اقتصادي سقوط مخینوي لپاره ''ټول باید له وس سره سم هڅې وکړو. د یادونې ده چې د جي - ۲۰ سازمان مشران نن د افغانستان وضعیت او په دغه هېواد کې د پراخېدونکي اقتصادي کړکېچ ارزونې په هکله نن غونډه کوي.

    نور معلومات
    next
  2. ایر انډیا له کلونو راهیسې زیان سره مامخ و

    د یادونې ده، چې په ۱۹۵۳ کال کې د دولت واک ته د هوايي شرکت له ورتلو مخکې همدې ټاټا شرکت په ۱۹۳۲ کال کې دغه هوايي شرکت تاسیس کړی و.

    نور معلومات
    next
  3. عزیزالله خان

    بي بي سي اردو - تورخم

    پھل

    په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له د هوايي دهلیزونو له لارې له متحده عرب اماراتو او هند سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې او له همدې کبله پاکستان ته له افغانستانه صادرات ډېر شوي دي. تورخم کې د پاکستان ګمرک چارواکي وايي، چې هر ورځ تر ۴۵۰ پورې باري لارۍ له افغانستانه پاکستان ته ځي او تر ۳۵۰ پورې لارۍ له پاکستانه افغانستان ته اوړي. مسوولین وايي، افغانستان ته روانو لاریو کې د افغان ټرانزټ سوداګرۍ په مالونو بار لارۍ هم شاملې دي او یو شمېر تشې لارې هم هلته ځي.

    نور معلومات
    next
  4. .

    د مالي اسنادو د یوې لویې ډاګیزېدنې په ترڅ کې د سلګونو نړیوالو مشرانو، سیاستوالو، او پانګوالو پټې شتمنۍ او کاروبارونه را برسېره شوي دي. په راوتلو اسنادو کې د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان، ته یو شمېر نژدې کسان هم ښودل شوي چې په بهر کې پټ شرکتونه او د میلیونونو ډالرو په ارزښت کاروبارونه لري.

    نور معلومات
    next
  5. ایکسپو ۲۰۲۰ نندارتون د رنګارنګ مراسمو ترڅ کې پرانیستل شو

    د کورونا وېروس له کبله په دوبۍ کې د 'ایکسپو - ۲۰۲۰' په نامه ځنډول شوی نندارتون اوس پرانیستل شوی دی.

    نور معلومات
    next
  6. ڈالر

    د افغانستان بانکونو کې د ډالرو زېرمه په کمېدو ده او که طالبان حکومت نغد ډالر ور نه کړي، ښايي د دې هېواد بانکونه اړ شي چې دروازې وتړي. د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د بانکدارۍ اړوند درې کارپوهان وايي، د نغدو پیسو کموالي له کبله د افغانستان مخ پر ځوړ اقتصاد نور هم کمزوری کېدای شي. د افغانستان اقتصاد له مخکې پر هغو نغدو ډالرو تکیه درلوده، چې د مرستو په بڼه د افغانستان بانک ته له بهره راتلل او له هغه ځایه بازار ته وړاندې کېدل.

    نور معلومات
    next
  7. د اریانا افغان شرکت یوې الوتکې ارشیف تصویر

    د قطر تخنیکي ډلې له لوري د کابل هوايي ډګر یوې برخې له فعالولو وروسته د افغانستان دولتي هوايي شرکت اریانا افغان مسوولین وايي، د پلازمېنې او دریو لویو ښارونو تر منځ یې داخلي الوتنې پیل کړې دي. د اریانا افغان مسوولینو په یوه اعلامیه کې ویلي، د شنبې له ورځې یې د کابل، کندهار، مزار شریف او هرات تر منځ الوتنې له سره پیل کړې دي. تېره اونۍ طالبانو تایید کړه چې له ترکیې او قطر نه ورغلو تخنیکي ډلو د حامد کرزي هوايي ډګر د ترمیم چارې پیل کړي او ژر به له دې هوايي ډګر نه ملکي الوتنې بیا پیل شي.

    نور معلومات
    next
  8. خدای نور ناصر

    بي بي سي، اسلام اباد

    تاجکستان

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي، د افغانستان د روان وضعیت په هکله يې د ګاونډيو هېوادونو سفر پیل کړی، چې دې لړ کې نن تاجکستان او بیا ازبکستان ته تللی او هلته يې د یادو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره خبري کړې دي.

    نور معلومات
    next
  9. .

    د طالبانو کنټرول ته د افغانستان له ورتلو لس ورځې وروسته نړیوال بانک په افغانستان کې د خپلو پروژو مالي مرسته درولې ده. د نړیوال بانک مسوولین وايي، د افغانستان پر پرمختیا او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو برخه کې د طالبانو اغېز ته اندېښمن دي. تېرو دوو لسیزو موده کې نړیوال بانک د افغانستان بیا رغاونې او پرمختیا برخه کې نژدې پنځه میلیارده ډالره مرستې کړې دي.

    نور معلومات
    next
  10. IMF signage

    نړیوال مالي صندوق، ای اېم اېف وايي، افغانستان به نور نه شي کولای د پور اخیستنې زېرمو ته لاسرسی ولري. دا اقدام وروسته له هغې شوی چې تېره اونۍ طالبانو دهېواد کنټرول ترلاسه کړ.

    نور معلومات
    next