ملي امنیت

  1. بلخي

    افغان طالبانو ویلي، راتلونکې اوونۍ به یې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی دوحې ته ځي او هلته به له امریکایي او اروپایي چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پانه لیکلي، دې کتنه کې به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه هم خبرې کېږي.

    نور معلومات
    next
  2. Armed police on the streets of Kongsberg after an attacker opened fire on people with a bow and arrow

    د ناروې امنیتي مسوولین وايي، د غشي او لیندۍ هغه برید چې پنځه کسان پکې ووژل شول، د ترهګرۍ پېښه ښکاري.

    نور معلومات
    next
  3. جلال اباد

    طالبان وايي د افغانستان ختیځ کې تر ټولو ستر او مهم ښار جلال اباد، د خوست مرکزي ښار، د دایکندي مرکز نیلي او د میدان وردګو مرکز میدان ښار ته ننوتي دي. راپورونه دا دي چې دغه ښارونه له جنګ جګړې او مقاومت پرته طالبانو ته سپارل شوي دي. له دې سره طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ويلي د وروستیو جګړو او نا امنیو له امله د هېواد په کچه نږدې لس زره کورنیو خپلې مېنې پرېښي دي.

    نور معلومات
    next
  4. داود لغمانی

    د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي د غزني والي داود لغمانی یې له خپل مرستیال، د دفتر رئیس او نورو ملګرو سره وردګ ولایت کې نیولی دی. دغه کسان داسې حال کې نیول شوي چې د طالبانو لخوا نن (پنجشنبه) سهار د غزني ښار تر نیول کېدو وروسته کابل ته پر لاره وو. دوی د کورنیو چارو وزارت د داخلي امنیت لوی ریاست لخوا نیول شوي دي. امنیتي سرچینې وايي د غزني ښار ځینو برخو کې لا هم د طالبانو پر وړاندې مقاومت دوام لري.

    نور معلومات
    next
  5. سمیع الله موسی‌زی

    بي بي سي، لندن

    کندوز

    د بښنې نړیوال سازمان د هغو افغان کمانډو ځواکونو وژل جنگي جنايت بللى چې يوه امريکايي ټلويزيون يې تېره ورځ ويډيو خپره کړه. دا سازمان له افغان چارواکو غواړي، سملاسي د دې ناوړه عمل په اړه څېړنې او هڅه وکړي چې د دې پښې عاملان د عدالت منګولو ته وسپارل شي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سي اېن اېن دا راپور له حقیقت لرې بولي.

    نور معلومات
    next
  6. ویلسن

    په کابل کې د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې له وسله والو طالبانو غوښتي چې له تاو تریخوالي لاس واخلي. په دغه اعلامیه کې راغلي، افغان حکومت سره به یوازې هله مرستې کېږي او قانوني حیثیت به ولري چې د بشري حقونو درناوی وکړي او د خپلو خلکو په منځ کې اعتبار ولري.

    نور معلومات
    next
  7. SOC

    د افغانستان شمال ختیځ ته په بدخشان کې چارواکي وايي، د دغه ولایت پر پنځو ولسوالیو یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او تر ۴۰ وسلوالو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري بي بي سي ته وویل، طالبانو بېګا پر تګاب، تېشکان، جرم، بهارک او راغستان ولسوالیو بریدونه وکړل، خو د افغان امنیتي ځواکونو په ځواب سره شاتګ ته اړ شول. له بلې خوا طالبان د پکتیکا د خوشامند او د غزني د واغظ ولسوالیو د نیولو خبره کوي.

    نور معلومات
    next
  8. نصیر عبدالرحمان

    نن د هغو پنځو تنو مړي خاورو ته وسپارل شول، چې وړمه شپه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو وژلي وو. د سیمې سلګونو خلکو د دې پېښې پر ضد احتجاج کړی و.

    نور معلومات
    next
  9. ZC

    د افغانستان لوېدیځ ته هرات کې د اوبې ولسوال ضیاالحق نوري وايي، بېګا دې ولسوالۍ کې کلابند ټول افغان امنیتي ځواکونه واېستل او مرکز هرات ته ولېږدول شول او اوس ټوله ولسوالي د حکومت له کنټرول وتلې ده. له بلې خوا د افغانستان شمال ته ۲۱۷ پامیر قول اردو وايي د بغلان نظامي شورا د پرېکړې له مخې یې د دغه ولایت له دهنه غوري ولسوالۍ امنیتی ځواکونه بل ځای ته ولېږدول.

    نور معلومات
    next
  10. طابان

    د افغانستان شمال ختیځ کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، افغان ځواکونه د هوايي او کمانډو ځواکونو په مرسته له خپلو جنګي وسایلو سره د دغه ولایت له صیاد ولسوالۍ وتلي او د سرپل مرکز ته لېږدېدلي دي. وسلوالو طالبانو نن سهار کندوز کې د خان اباد ولسوالۍ د مرکز نیولو خبره هم کوله. خو اوس د ولایتي شورا غړي او ځايي خلک وايي، طالبان شاتګ ته اړ شوي او مرکز بېرته حکومتي ځواکونو نیولی دی.

    نور معلومات
    next