هلمند

  1. سید عبدالله نظامي

    بي بي سي

    په نشه روږدي کسان

    د افغانستان په سوېل کې طالب چارواکو تر۷۰۰ ډېر پر نشو روږدي کسان له بېلابېلو سیمو د هلمند مرکزي زندان ته ورټول کړي او وايي هلته یې د پالنې او روزنې چاره ورته پیل کړې ده. په هلمند کې طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي، په لشکرګاه کې د روږدو کسانو شمېر اندېښمنوونکی و چې په وینا یې له امله یې په جرمونو کې هم ډېروالی لېدل کېده. د رپوټونو له مخې په دغه ولایت کې د نشه يي توکیو پېر او پلور هم په عامه ځایونو کې کېږي او د کوکنارو د کرکیلې کچه هم پکې تر ټولو لوړه بلل شوې ده.

    نور معلومات
    next
  2. Doctors treated an injured person

    په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو لاس ته د دریو لویو ښارونو د لوېدو د مخنیوي لپاره جګړه کوي، ولسي وګړي په سختو جګړو کې راګیر شوي. په کندهار او د هلمند په لښکرګاه کې ډاکټران بي بي سي ته له ولسي مرګ ژوبلې سره د خپلې مبارزې په اړه غږېدلي.

    نور معلومات
    next
  3. د کندهار پنجوايي کې بې ځایه شوي.

    د ماشومانو ژغورلو موسسه (Save the Children) وايي تېرې دوه میاشتې "جون او جولای" افغانستان کې ۸۰ زره ماشومان د جنګ جګړو له کبله له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي. دا اداره خبرداری ورکوي چې دغه ماشومان اوس خوراکتوکو، سرپناه او درملو ته جدي اړتیا لري.

    نور معلومات
    next
  4. MSF

    د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازۍ یا یوناما وايي، د افغانستان ښارونو ته د جګړې رسېدو سره ولسي وګړي ډېر قرباني کېږي. دا اداره د سې شنبې په ورځ( د اګسټ ۳) ټوېټ کې وايي، تېرو دریو ورځو کې د هلمند مرکز لښکرګا کې لس ولسي وګړي وژل شوي او ۸۵ ټپیان دي او کندهار کې ۵ وژل شوي او ۴۲ ټپیان دي. په دا مهال رپوټونه وايي، امریکايي الوتکو د هلمند په مرکز لشکرګا کې پر وسله والو طالبانو بېګا او سهار هوايي بریدونه کړي دي.

    نور معلومات
    next
  5. ;hfg

    په افغانستان کې د امريکا سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د کندهار په سپين بولدک کې طالبانو د "غچ اخيستلو په موخه يو شمېر ملکيان وژلي"، چې په وينا يې دغه وژنې کېدی شي جنګي جرمونه وګڼل شي. د امريکا سفارت وايي دغه پېښې بايد وڅېړل شي او هغه طالب جنګيالي او قومندانان چې په کې لاس لري مسول وبلل شي. په سپين بولدک کې د بشري سرغړونو په اړه د بشري حقونو خپلواک کميسيون خپاره شوي راپور کې راغلي چې طالبانو د سپين بولدک له نيولو وروسته يو شمېر پخواني او اوسني حکومتي کارکوونکي وژلي.

    نور معلومات
    next
  6. هرات

    په لوېديځ هرات ولایت کې د هرات ښار لویدیځې خوا ته د انجیل ولسوالۍ هغو کلیو کی چی ښار ته نږدې دي، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي. بل لور ته د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې دننه هم د یکشنبې پر ورځ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې رپوټونه ترلاسه شوي. د افغانستان دفاع وزارت وايي، هرات ولایت او د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته د طالبانو د ځپلو لپاره سلګونه افغان ځانګړي ځواکونه رسېدلي.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: د افغانستان سوېل کې جګړه

    د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په پایله کې یې په هرات، لښکرګاه او کندهار ښارونو کې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي.

  8. Afghan security personnel fighting against the Taliban in Herat

    د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د ځکمنیو او هوايي عملیاتو په پایله کې یې په هرات، هلمند او کندهار ښارونو کې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي. طالبان وايي، په هرات ښار کې حضور لري او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

    نور معلومات
    next
  9. MOD

    د افغانستان دفاع وزارت ویاند فواد امان وايي، د افغان پوځ اېم ډي-۵۳۰ چورلکې بېګا د هلمند مرکز لښکرګا سره نږدې بولان کې بېړنۍ ناسته کړې ده. د نوموړي په خبره، دې پېښه کې د چورلکې دوو پیلوټانو ته تاوان نه دی رسېدلی. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دا چورلکه د دوی وسلوالو د لښکرګا په میدان کې ویشتلې او بولان کې غورځېدلې ده.

    نور معلومات
    next
  10. پاینده څرګند

    بي بي سي، لندن

    هلمند

    د افغانستان په جنوب هلنمد کې ایمیرجنسي روغتون وايي، د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله لسګونه ټپیان ور وړل شوي دي. له تېرو دوو ورځو راهیسې هلمند کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې روانې دي. په خواله رسنیو کې انځورونه د ګاډو کتارونه ښيي چې نارینه، ښځې او ماشومان ورخيږي او د لښکرګاه په ګډون امن سیمو ته کډه کیږي.

    نور معلومات
    next