بلخ

  1. غني

    د افغان امنیتي ځواکونو تر پوښښ لاندې په شمال زون کې د ولسي پاڅونوالو د همغږۍ مرکز چمتو کېږي. دا پرېکړه مزار شریف ښار ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال له نوموړي سره د یو شمېر سیاسي شخصیتونو په لیدنه کې شوې. بل لور ته چارواکو تایید کړې، چې وسله والو طالبانو د کندوز ولایت هوايي ډګر نیولی او پر پامیر قول اردو یې هم بریدونه کړي دي.

    نور معلومات
    next
  2. افغان ځواکونه

    د افغانستان دفاع وزارت وايي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي پاڅونوالو په ملاتړ د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ کې یې د دې ډلې پر ضد چاڼیز عملیات ترسره کړي او یاده ولسوالۍ یې بېرته نیولې ده. له دغه وزارته په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې لسګونو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې او له دې ولسوالۍ 'تښتېدلي" دي.

    نور معلومات
    next
  3. وزارت

    افغان چارواکي وايي، د تېرې یوې میاشتې جګړو په بهیر کې تر شپږ زرو ډېر طالبان وژل شوي دي او نژدې درې نیم زره تنه نور یې ټپیان دي، چې یو شمېر پاکستانیان هم پکې شامل دي. طالبانو دغه اداعوې رد کړي او هغه یې یوازې تبلیغات بللي دي.

    نور معلومات
    next
  4. محمد سرور دانش

    د افغان ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وايي، طالبان د اویایمو کلونو تېروتنه تکراروي، خو په خبره یې په دې چاره کې به خپله له تاوان سره مخ شي. د ښاغلي دانش په وینا طالبانو په هغو سیمو کې د ولسوالیو نیول پیل کړي چې هلته په هیڅ ډول له ټولنیز او فرهنګي پلوه نه منل کېږي. د افغان ولسمشر مرستیال دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو لاس ته د شاوخوا شپږو نورو ولسوالیو د نیولو خبرونه ورکول شوي دي.

    نور معلومات
    next
  5. شمال

    وسلوال طالبان وايي بلخ ولایت کې یې دولت اباد، شولګره، چمتال، بلخ او کشنده ولسوالۍ نیولې دي. د شولګره ولسوالۍ امنیه قومندان سید عارف اقبالي هم مني چې دا ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغلې ده. له بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د تخار د بنګي او خواجه غار ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

    نور معلومات
    next
  6. جرمني له افغانستان د ځواکونو وتل پیل کړي دي.

    له افغانستان د ناټو ځواکونو وتلو بهیر کې جرمني له دغه هېواد تر ۲۲ زره ۵۰۰ سوه لېترو ډېر بیر بېرته وړي. د بهرنیو ځواکونو د وتلو درشل او افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدلو سره بهرنیو قومندانانو خپل سرتېري له بیر څښلو منع کړي دي. د جرمني دفاع وزارت ویاندې د دوشنبې په ورځ وویل، دوی د دې څښونیو د وړلو لپاره له یوه ولسي قراردادي سره تړون کړی دی.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: بلخ کې د مړزانو فارمونه، کله مو د مړز غوښه خوړلې ده؟

    بلخ کې د مړزانو فارمونه، کله مو د مړز غوښه خوړلې ده؟

  8. جومات

    د افغانستان شمال ته د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې هوايي برید شوی، چې افغان ځواکونه پکې د دوو ولسي وګړو په ګډون د وسلوالو طالبانو، خو وسله وال طالبان او ولسي وګړي پکې د ولسي مرګ ژوبلې خبره کوي.

    نور معلومات
    next
  9. Video content

    Video caption: بلخ کې د 'خورلڼې' نندارتون

    د افغانستان په شمال بلخ مرکز مزار شریف ښار حضرت علي روحه کې د 'خورلڼې' په نامه د بلخ او ننګرهار کرنیزو او صنعتي محصولاتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

  10. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي لمریز کال په مراسمو کې وویل، هیله او هوډ یې تر پایه عادلانه سوله ده. ولسمشر غني خپلو خبرو کې هیله وښوده چې سوله نږدې ده. له بلې خوا د افغانستان شمال ته د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې د یکشنبې په ورځ او د نوي لمریز کال(۱۴۰۰) په لومړۍ ورځ نوروز جنډه پورته شوه. جنډه د بلخ والي فرهاد عظیمي د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان او له کابل د یو شمېر ورغلو چارواکو له لوري رسما پورته کړای شوه.

    نور معلومات
    next