ترکیه

  1. Video content

    Video caption: د قربانۍ اختر: سابه خوښي که غوښه خوښي؟

    د قربانۍ اختر: سابه خوښي که غوښه خوښي؟

  2. اردوغان

    پاکستان کې ځینې کسان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسلامي نړۍ د (مرد مجاهد) په نامه یادوي، خو نن سبا د نوموړي همدا پاکستاني مینه وال ترې ګیله من ښکاري.

    نور معلومات
    next
  3. کډوال

    د ترکیې کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تېرو دوو ورځو کې یې ایران سره پر پوله ۱۳۳ "غیرقانوني" کډوال نیولي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په وینا د شنبې پر ورځ ۷۳ او پرون یکشنبه ۶۰ نور له ایران سره پر پوله وان ولایت کې نیول شوي دي.

    نور معلومات
    next
  4. ترکیه، حامدکرزي هوايي ډګر، امنیت، طالبان

    افغان طالبانو وايي ترکي چارواکو د امریکا په غوښتنه او سلا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ساتلو پرېکړه کړې او په دې سره یې افغانستان کې د ''اشغال'' د دوام اعلان کړی. طالبان وروسته له هغه دا خبرداری ورکوي چې ترکیې رسماً اعلان وکړ له افغانستان د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به یو شمېر ترکي ځواکونه د کابل نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې لپاره دې هېواد کې پاتې کېږي.

    نور معلومات
    next
  5. اردوګان

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان تایید کړه، چې ترک ځواکونه به له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پلازمېنې کابل د حامد کرزي هوايي ډګر امنیت مسؤلیت پر غاړه واخلي. د ترکیې رسنیو رپوټونو کې د ښاغلي اردوغان له قوله ویل شوي چې '' له ناټو او امریکا سره خبرو کې جوته شوه چې موږ به کوم مسؤلیت پر غاړه اخلو او موږ به دا ګام په غوره انداز پورته کړو.'' د ترک رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، ښايي ترکیه د دې ماموریت لړ کې له هنګري او پاکستانه هم د همکارۍ لپاره مرسته وغواړي.

    نور معلومات
    next
  6. حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر

    د ترکیې دفاع وزیر د چهارشنبې پر ورځ وویل، افغانستان ته د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل حامد کرزي هوايي ډګر ساتنې او فعال ساتلو لپاره اضافي پوځیان نه استوي. د رویټرز رپوټ کې راغلي، د ترکیې دفاع وزیر حلوسي اکار د خپل هېواد په پارلمان کې خبریالانو ته وویل، ترک ځواکونه له تېرو شپږو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ناټو پرېکنده ملاتړ لړ کې د هوايي ډګر ساتنې دنده لري، خو په وینا یې د راتلونکي لپاره پر پلان خبرې روانې دي.

    نور معلومات
    next
  7. حامد کرزی نړیوال هوايي ډګر

    د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان وايي، د دغه هېواد ولسمشر جو بایډن له خپل ترک سیال رجب طیب اردوغان سره وروستۍ لیدنه کې پر دې هوکړه کړې چې انقره به له افغانستانه د امریکايي پوځيانو تر وتلو وروسته د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د امنیت ساتنه کې مخکښ رول ولري.

    نور معلومات
    next
  8. turkey

    د ترکیې دفاع وزیر حلوسي اکار ویلي، که متحدین یې د سیاسي، مالي او لوژستیکي ملاتړ ژمنه وکړي، یو شمېر ترکي پوځیان به د افغانستان پلازمېنه کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره پاتې شي. خو طالبانو د ترکیې لخوا د دغه هوايي ډګر د امنیتي مسئولیت منلو سره مخالفت ښودلی دی او ټینګار یې کړی چې ترکي پوځیان هم باید له افغانستانه بهر شي.

    نور معلومات
    next
  9. Taksim Mosque

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دغه هېواد د استانبول ښار د تقسیم میدان لانجمن جومات پرانیست. په ۲۰۱۳ کال د دغه جومات د جوړېدو پلان د لاریونونو څپه راپورته کړې وه. زرګونو کسانو د جمعې پر ورځ د دغه جومات د پرانیستې مراسمو کې برخه واخیسته.

    نور معلومات
    next
  10. Mehmet Aziz

    هغه ته یې د (لوی ازادوونکی) لقب ورکړ. محمد عزیز په تېره پېړۍ کې قبرص کې د یوې لویې لاسته راوړنې تر شا و،‌ چې ان خپل هېوادوال یې ډېر پرې خبر نه وو.

    نور معلومات
    next