اسراييل

  1. برطانیہ

    په اسرائيلو کې د کورونا وېروس د نوې بڼې اومېکرون د لومړنۍ مثبتې پېښې له ثبتېدو وروسته دې هېواد ته د ۱۴ ورځو لپاره د بهرنيانو پر ورتګ بنديز لګول شوی دی. د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې د فدرالي کابينې له تصويب وروسته دغه بنديز د يکشنبې پر شپه پیلېږي.

    نور معلومات
    next
  2. اسرائيل امارات

    متحده عربي اماراتو او اسرائیل په ګډه له لرې د کنټرولیدونکو اوبتل ضد بیړیو جوړولو تړون لاسلیک کړ. دا بېړۍ د پوځي او هم د سوداګریزو موخو لپاره کارول کېږي. دا تړون د اماراتو د الوتنو نړۍ وال نندارتون پر وروستۍ ورځ لاسلیک شو.

    نور معلومات
    next
  3. افيف کوخافي

    د اسرائیل د پوځ لوی درستیز افیف کوخافي په پارلمان کې د بهرنیو اړیکو او دفاعي چارو کمیټو ته وینا کې ويلي چې د ایران له خوا د احتمالي پېښېدونکي اټومي ګواښ پر وړاندې، پوځ د ایران پر اټومي مرکزونو د عملیاتو لپاره، د پلان جوړولو هڅې چټکې کړې. ټایمز اف اسرائیل ورځپانې د کوخافي له قوله ویلي هغه بودجه چې د پوځ واک کې وړکړل شوې، پوځ د ایران له خوا د بېلابېلو ګواښونو د مخنیوي جوګه کوي.

    نور معلومات
    next
  4. تدی ساگی

    د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي، ایران په قبرص ټاپو کې پر یو شمېر اسرائیلي سوداګرو د 'ترهګرو بردی' پلان جوړ کړی و. دا تور وروسته له هغه لګېدلی چې د قبرص پولیسو د دې پلان په تړاو یو مشکوک کس ونیولو. خو ایران، چې په سیمه کې د اسرائیلو لوی دوښمن بلل کېږي، دا تورونه رد کړي دي. قبرص کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، اسرائیل تل دا ډول بې بنسټه تورونه لګوي.

    نور معلومات
    next
  5. Israeli Foreign Minister Yair Lapid (L) is greeted at Manama's airport by Bahraini Foreign Minister Abdullatif Al-Zayani (30 September 2021)

    د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ژایر لپیډ نن پنجشنبه بحرین ته تاریخي سفر کړی.‌ تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې یو اسرائیلی چارواکو بحرین ته سفر کوي. ښاغلی لپیډ به د دې سفر پر مهال بحرین کې د اسرائیلو سفارت پرنیزي او ګڼې هوکړې به لاسلیکوي. بحرین، متحده عربي امارات، مراکش او سوډان هغه هېوادونه دي چې د امریکا په منځګړتوب یې اسرائیلو سره دیپلوماتیکې اړیکې پیل کړې دي. ‌

    نور معلومات
    next
  6. مصر

    د اسراییل لومړی وزیر نفتالي بېنت د مصر په شرم الشیخ سیمه کې د دغه هېواد له ولسشمر عبدالفتاح السیسي سره په خبرو بوخت دی. دا یوه لسیزه وروسته مصر ته د یو اسراييلي لومړي وزیر رسمي سفر دی.

    نور معلومات
    next
  7. اسراییل

    اسرائیلي چارواکو وروسته له هغه د لټون عملیات پیل کړي چې شپږ تنه فلسطیني زندانیان تېره شپه د اسرائیلو له تر ټولو خوندي زندانونو په تېښته بریالي شول.

    نور معلومات
    next
  8. لبنان

    د لبنان په شمال کې د تیلو د یو لیږدونکي ټانکر په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  9. اسرائیل

    د اسرائیلو لومړي وزیر نفتالي بېنېټ د عمان اوبو ته نږدې پر مېرسر سټریټ بېړۍ د برید په تړاو د "جي اووه" هېوادونو دریځ ستایلی او د ایران خلاف یې د اقداماتو غوښتنه کړې. ښاغلي بېنټ پر مېرسر سټریټ د برید په تړاو د امریکا د پوځ د څېړنو له پایلو رضایت وښود.

    نور معلومات
    next
  10. بېړۍ

    په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر مجید تخت روانچي، د اسرائیلو پر مېرسر سټریټ سوداګریزه بېړۍ برید کې د دغه هېواد د لاس لرلو ادعاوې رد کړې او په دې تړاو یې وړاندې شوي اسناد جعلي بللي دي.

    نور معلومات
    next