نوېدونکې انرژي

  1. Video content

    Video caption: هند کې يوې نجلۍ د اوتو لپاره په لمريزې انرژۍ چلېدونکې کراچۍ جوړه کړې
  2. DABS

    د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې له امله کابل ته د ورارداتي برېښنا تارونو د رغولو چاره ځنډېدلې ده. د برېښنا شرکت وايي، تخنیکي ډله یې د امنیتي وضعیت برابرېدو ته په تمه ده او زیاتوي، په دا مهال سالنګ کې د وارداتي برېښنا د دویمې پایې د لګولو کار چټک روان دی.

    نور معلومات
    next
  3. د ککو دانې قېمتي دي، خو پاتې شوني یې نورې ګټې هم لري

    عاج ساحل- چې په نړۍ کې د ککو دانو د تولید تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی، د خپل محصول لپاره یو نوښت کړی،‌ چې له مخې یې میلیونونو کورونو ته د برېښنا اسانتیاوې برابرېدلی شي.

    نور معلومات
    next
  4. کابل اور

    د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي د کابل شمالي دروازې ته نږدې د تېرې شپې اورلګېدنه کې لږترلږه ۷ کسان مړه او ۱۴ ټپي شوي دي. د دغه وزارت ویاند طارق ارین بي بي سي ته وویل دا لومړني ارقام دي او ښايي بدلون پکې راشي. د دې اورلګېدنې له کبله افغانستان ته د وارداتي برېښنا مزي پرې او له تېرې شپې د پلازمېنې کابل په ګډون د څو ولایتونو برېښنا پرچاو ده.

    نور معلومات
    next
  5. GMIC

    د افغانستان د بریښنا شرکت وايي، په دایکندي ولایت کې د سوختوک برییښنا بند ګټې اخیستې ته وسپارل شو. دغه اداره وايي، سوختوک بند د ۷۰۰ کیلوواټه بریښنا د تولید توان لري او دا مهال د نیلي ښار زر کورنۍ له دغې بریښنا ګټه اخلي.

    نور معلومات
    next
  6. تاپي

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا حکومت د ټاپي پروژې هیڅ مالي ملاتړ نه دی کړي. دا غبرګون له هغه وروسته دی چې امریکايي رسنیو وویل، واشنګټن "د طالبانو نللیکې" ملاتړ کوي، خو په کور د ننه یې د خامو تېلو د لېږد نللیکه ځنډولې ده.

    نور معلومات
    next
  7. سهراب ضیا

    بی بی سی، دوشنبه

    نارک

    تاجکستان کې د اوبو کمېدو سره افغانستان ته د دغه هېواد صادراتي برېښنا هم کمه شوې ده. د تاجک برېښنا شرکت ویاند ناظر یادګاري وايي، تاجکستان پر ۲۰۱۹ کال یو میلیارد او ۴۵۸ میلیون کیلوواټ ګړۍ برېښنا افغانستان ته صادره کړې، خو پر ۲۰۲۰ کال یې ۹۲۵ میلیون کیلوواټ برېښنا دغه هېواد ته ور کړې.

    نور معلومات
    next
  8. DANISH ENERGY AGENCY

    د ډنمارک سیاستوالو شمال سمندرګي کې د نړۍ د انرژۍ لومړني او داسې ټاپو جوړولو سره هوکړه کړې چې تر درې میلیونو کورنیو ته به انرژي برابرولی شي. نړۍ کې د انرژۍ لومړنی ټاپو به د فوټبال ۱۸ ډګرونو یا یو لک شل زره متر مربع پراخ وي او تمه ده چې ورو ورو یې پراختیا تر درې برابره شي.

    نور معلومات
    next
  9. عاصم مایار

    د کابل پولیتخنیک پوهنتون استاد

    چین

    په نړۍ کې د اوبو موسمي نا انډوله وېش له کبله، د اوبو د لویو زېرمو جوړول یو اړتیا ده چې انسانانو له ډېر پخوا درک کړې او د اوبو د تنظیم لپاره لاس په کار شوي. همدارنګه د کرنې د پراختیا، د برېښنا تولید او سېلابونو د مخنیوي لپاره په سیندونو ډېر لوی او کوچني بندونه جوړ شوي دي.

    نور معلومات
    next
  10. کابل

    د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دغه هېواد ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوې. د دې تخنیکي ستونزې له امله د برېښنا په پرې کېدو سره کابل او اوه نور ښارونه تیاره شول. د ازبکستان وارداتي برېښنا د افغان ښارونو د روښانولو یوه اصلي سرچینه ده. افغانستان عادي حالت کې له ازبکستان ۴۵۰ میګا واټ برېښنا واردوي، خو وروستیو میاشتو کې تاشکند د خپلې کورنۍ اړتیا له مخې دا برېښنا ۱۵۰ میګاواټ کمه کړې ده.

    نور معلومات
    next