اسلام اباد

  1. £ُِ

    پاکستان ته تلوونکي افغانان وايي ‌د الوتکو د ټکټونو بيې ډېرې لوړې شوې او د ځمکې لارې پرې پاکستاني چارواکو تړلې دي. په کابل کې د کام ایر شرکت وايي پاکستاني چارواکو يې اسلام آباد ته الوتنې بندې کړې او لامل یې هم ورته نه دی په ګوته کړی. بل پلوه پاکستاني چارواکي وايي چې دوی د کام ایر پر الوتنو بندیز نه دی لګولی او تېره یکشنبه یې ځکه د کام ایر یوه الوتکه پاکستان ته پرېنښوده چې په کې له سپرو مساپرو سره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوي ځانګړي کارتونه نه وو.

    نور معلومات
    next
  2. ځايي چارواکي وايي، د ملا امام عبد العزیز خلاف یې رپوټ ثبت کړی دی

    په پاکستان کې پولیسو د هغه سخت دریځي ملا او د هغه د پلویانو پرضد د ترهګرۍ ضد دوسیه ثبت کړې چې پلازمېنه اسلام آباد کې یې د مدرسې د دوانې پرسر د افغان طالبانو بیرغ پورته کړی و. پرون شنبه (د سپتمبر ۱۸مه) چارواکو بلوا ضد پولیس وګومارل چې د مدرسې له سر نه د طالبانو بیرغ کښته کړي خو له امله یې شخړه وشوه.

    نور معلومات
    next
  3. سفارت

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، طبي رپوټونو او نورو ترلاسه شویو مدارکو ثابته کړې ده چې اسلام اباد کې د افغان سفیر لور له تښتول کېدو وروسته 'جسمي او روحي' شکنجې او تاوتریخوالي سره مخ شوې. یاد وزارت پر پنجشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، هېڅ دلیل دا ثابت شوی جنایت نشي‌ توجیه کولی. یاد وزارت ټینګار کړی چې د پاکستان حکومت اسلام اباد کې د افغان دیپلوماتانو او د هغوی د کورنیو د امنیت ساتنې مسؤل دی.

    نور معلومات
    next
  4. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني حکم کړی چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر او دیپلوماتان دې بېرته کابل ته ور وغوښتل شي. ولسمشر غني دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې د تېرې جمعې پر ورځ اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علیخېل لور سلسله علیخېل وتښتول شوه او له څو ساعتونو شکنجې وروسته بېرته خوشې شوه. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان حکومت له خوا له پاکستانه د افغان سفير او ديپلوماتانو د بېرته ورغوښتلو پر پرېکړه خپګان ښکاره کړی او له افغان حکومته يې هيله کړې چې په خپله پرېکړه غور وکړي.

    نور معلومات
    next
  5. اسلام اباد پولیس

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په پاکستان کې د افغان سفیر نجیب الله علي خېل لور سلسله علي خېل پرون ناپېژاندو وسله والو تښتولې او شکنجه کړې ده.

    نور معلومات
    next
  6. ارشیف تصویر

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد له کورنیو چارو وزارت او د څېړنو له فدرالي ادارې (ایف ای اې) غوښتي د هغو کسانو نیولو لپاره اقدامات وکړي چې دا وروستیو کې په اسلام اباد کې د ایټالیا له سفارته د شینګنن ویزو له غلا شویو سټیکرونو سره سفر کوي.

    نور معلومات
    next
  7. سعد رضوی

    په پاکستان کې دوشنبه د مذهبي ډلې "تحریک لبیک" د مشر سعد رضوي له نیول کېدو وروسته د دې هېواد په ګڼو ښارونو کې احتجاجونه پیل شوي او د عامو خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی.

    نور معلومات
    next
  8. د بي بي سي مانیټورېنګ برخه

    بي بي سي

    د خیبر پښتونخوا د یوې مدرسې طالبان

    په وروستیو میاشتو کې پاکستان د هغه قانون پر وړاندې د مذهبي او اسلامپالو د اعتراض شاهد دی، چې د جوماتونو او مذهبي مدرسو د بودیجې او کړنو په اړه دولت ته د څارنې اجازه ورکوي. د اوړي په وروستیو کې ددغه هېواد پارلمان د (ایف ای ټي اېف) یوې نوې ډلې د غوښتنو د منلو په موخه درې طرحې تصویب کړې. ددغې ډلې موخه د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په وړاندې مبارزه ده.

    نور معلومات
    next
  9. Video content

    Video caption: کونډ فیل له پاکستانه کمبوډیا ته ولېږدول شو

    پاکستان کې هغه فیل چې ډېر وزن لري او د نړۍ په تر ټولو یوازې فیل مشهور دی خپل نوي کور کمبوډیا ته ولېږدل شو.

  10. عمران خان

    د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان روانه اوونۍ د ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته راځي چې له افغان چارواکو سره د سولې پر پروسه او د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګرېزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

    نور معلومات
    next