دین

  1. دل

    د سپتمبر پر دولسمه نېټه ۳۱ کلن فرید ته د هند ممبی ښار 'ګلوبل هسپتال' نه تیلیفون راغی،‌ او یو ښه زېری یې ورکړ. فرید او کورنۍ یې له تېرو څو کلونو راهیسې دې دې زیري ته په تمه وو، ځکه د نوموړې د مرګ او ژوند موضوع وه.

    نور معلومات
    next
  2. .

    په افغانستان کې وروستي پاتې یهودي زبلون سیمینتوف چې دا وروستیو کې له هېواده وتلی، له افغانستانه د امریکا له ګډوډۍ پر ډکو وتنه نیوکه کړې. ۶۲ کلن سیمینتوف چې د افغانستان په هرات کې زېږېدلی وايي، که امکان ولري، غواړي امریکا ته لاړ شي.

    نور معلومات
    next
  3. ګیتا پنډي

    بي بي سي نيوز- ډیلی

    هند

    د هندۍ ممثلې او د تلویزیوني خپرونو کوربنې مندیرا بیډي عکسونه چې د خپل مېړه د مړي سوځولو د مراسمو پرمهال یې اخیستي او خپاره کړي وو، په وروستیو کې د خبرونو د سر ټکي شول. تر ډېره هندو سړي مړي سوځوي او ښځې د مړو سوځولو له مراسمو لیرې ساتي، خو دا باور له کومه راغلی او د هندوانو په مذهبي کتابونو کې یې په اړه څه ویل شوي او که نه؟

    نور معلومات
    next
  4. Danish cartoonist Kurt Westergaard

    د کُرټ وسټرګارډ په نامه هغه ډنمارکی کارتونېست، چې د اسلام د پیغمر محمد (ص) کارتونونو یې د نړۍ لروبر کې د میلیونونو کسانو غوسه او غبرګون پارولی و، د ۸۶ کالو په عمر مړ شوی. هغه له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د سخت دریځې (جیلانډس پوسټن) ورځپاڼې لپاره کارتونونه جوړول.

    نور معلومات
    next
  5. مذهب ته سپکاوی، پاکستان

    هغه پاکستانی وکیل چې په بریالیتوب سره یې مذهب ته په سپکاوي د تورنې ښځې اسیه بي بي وکلات وکړ ویلي چې د سخت دریځو له خوا یې ژوند له خطر سره مخامخ دی. سیف الملوک په دې وروستیو کې هم د یوې بلې جوړې چې مذهب ته په سپکاوي تورنه وه او د مرګ په جزا محکومه شوې وه وکالت وکړ او له تور نه یې سپینه کړه.

    نور معلومات
    next
  6. Bodies lie on the ground in Meron after a stampede at a religious festival

    له اسراییل رپوټونه وايي، د دغه هېواد شمال ختیځ ته مذهبي مراسمو کې د بیروبار له امله لسګونه کسان ووژل شول. د اسراییل بېړنیو خدمتونو اداره دا خبر تاییدوي او زیاتوي، لسګونه نور ټپیان شوي هم دي، خو د وژل شویو کره شمېر نه ښيي.

    نور معلومات
    next
  7. پاپ

    د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس عراق ته د خپل تاریخي سفر پر درېیمه ورځ د دغه هېواد شمال کې هغو سیمو ته ځي چې یو وخت د اسلامي دولت (داعش) ډلې کنټرول کې وې.

    نور معلومات
    next
  8. پاپ

    د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس نن جمعه (د مارچ ۵مه) په یوه څلور ورځني سفر په لومړي ځل عراق ته روان دی. دا اروپا کې د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د محدودیتونو له کبله په تېرو ۱۵ میاشتو کې لومړی ځل دی چې پاپ له واټیکان بهر ځي.

    نور معلومات
    next
  9. کربلا کې د کعبې مجسمه

    وروسته تر هغه چې د عراق کربلا ښار کې د کعبې د مجسمې انځورونه او وېډیوګانې خپرې شوې او خلک یې شاوخوا طواف کوي، ګڼو خلکو نیوکې پرې وکړې او ګڼې پوښتنې راپورته شوې.‌ حقیقت څه دی؟

    نور معلومات
    next
  10. د بي بي سي مانیټورېنګ برخه

    بي بي سي

    د خیبر پښتونخوا د یوې مدرسې طالبان

    په وروستیو میاشتو کې پاکستان د هغه قانون پر وړاندې د مذهبي او اسلامپالو د اعتراض شاهد دی، چې د جوماتونو او مذهبي مدرسو د بودیجې او کړنو په اړه دولت ته د څارنې اجازه ورکوي. د اوړي په وروستیو کې ددغه هېواد پارلمان د (ایف ای ټي اېف) یوې نوې ډلې د غوښتنو د منلو په موخه درې طرحې تصویب کړې. ددغې ډلې موخه د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په وړاندې مبارزه ده.

    نور معلومات
    next