احتجاج

  1. کابل مظاهرې، طالبان

    د طالبانو له خوا له منع کولو سره سره د ا فغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهره چیان نن بیا هم سړکونو ته راوتل. په کابل کې لسګونو کسانو د پاکستان د سفارت مخې ته مظاهره وکړه. مظاهره چیان وايي چې طالب وسله والو د دوی د خورولو لپاره ډزې پرې وکړې. دغه راز له پروان او نیمروز ولایتونو نه هم د مظاهرو رپوتونه ورکړل شوي دي. بل لور د هغو دوو خبریالانو تصویرونه هم خپاره شوي چې ویل کېږي پرون چهارشنبه یې د مظاهرو په اړه رپوټونه خپاره کړي.

    نور معلومات
    next
  2. پرلت

    د خیبر پښتونخوا په بنو کې د جاني خېلو پرلت نن څوارلسمه ورځ هم دوام لري او ګډونوال یې غوښتنه کوي چې په یاده سیمه کې دې د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړل شي. دغه پرلت د ځايي مشر ملک نصیب خان تر وژنې وروسته پیل شو. نوموړی څوارلس ورځې وړاندې هلته نامالومه کسانو په ډزو وژلی و او مړی یې لا هم پرلت کې د احتجاج په توګه اېښودل شوی. حکومت لا نه دی توانېدلی چې د خبرو له لارې ستونزه حل او پرلت ختم کړي.

    نور معلومات
    next
  3. په باګو ښار کې د لاریونیانو د ځپلو له کبله ګڼ وګړي نژدې کلیو ته تښتېدلي

    فعالان وايي، د میانمار (برما) باګو ښار کې د دولت ضد لاریونونو په ځپلو کې د پوځي کودتا لږترلږه ۸۰ مخالفان وژل شوي. د بشر حقونو د مدافعانو په وینا، د میانمار پوځ په باګو کې د جمعې ورځې تر وژنو وروسته، د وژل شویو کسانو مړي راغونډ کړي چې د ځینو مړي لا نه دي پېژندل شوي.

    نور معلومات
    next
  4. میانمار

    د میانمار (برما) په ګڼو ښارونو کې پر امنیتي ځواکونو تور دی چې له مخکې خبراوي پرته یې پر لاریونیانو ډزې کړې دي. ملګري ملتونه وايي، په یوه ورځ میانمار کې لږترلږه ۳۸ کسان وژل شوي، چې دا په دې هېواد کې د پوځي کودتا له پیلېدو راهیسې تر "ټولو خونړۍ ورځ" وه.

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: ولسمشر د محصلینو مقابل کې: د ترکیې وتلی پوهنتون د اردوغان د نفوذ مقابل کې

    د استانبول بغازیچي پوهنتون په ترکیه کې یو له وتلو ښوونیزو ادارو دی، چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا یې د ټاکل شوي نوي رییس پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

  6. هندوستان، بزګران،

    هندي بزګرانو د محصولاتو د پلورولو په اړه د نویو قوانینو په اعتراض په وروستي ګام کې د نه خوړولو اعتصاب پېل کړی دی. د بزګرانو د اتحادیو مشران وايي په پلازمېنه ډیلي کې به د بزګرانو ډلې به په وار وار د ۲۴ ساعتونو لپاره د نه خوړولو اعتصاب کوي. واکمن بي جې پي ګوند وايي د کرنې په برخه کې اصلاحات چې له مخې یې شخصي سکتور ته ډېره ونډه ورکړل شوې د بزګرانو عاید نه کموي خو بزګران دا خبره نه مني.

    نور معلومات
    next
  7. هند، هندوستان، بزګران، نوي قوانین

    په هند کې د کرنې برخه کې د اصلاحاتو او نوي قانون پر ضد اعتراضونه پیل شوي او بزګرانو کاربندیز پیل کړی دی. دا کار بندیز د حکومت او بزګرانو ترمنځ له درې پړاوه خبرو وروسته کېږي ځکه چې خبرو کومه مثبته پایله نه لرله او بزګران وايي چې د حاصلاتو د پلور او پېر په اړه د حکومت نوي قوانین د دوی په ګټه نه دي.

    نور معلومات
    next
  8. امریکا

    والمارت امریکا کې د "مدني ناارامۍ" د اندېښنې له کبله له خپلو زرګونو پلورنځېو وسلې او مهمات ګوښې ته کړې دي خو د وسلو او مرمیو د پېرلو لپاره د پېرېدونکو سپارښتنې لا هم مني.

    نور معلومات
    next
  9. بلقیس

    د یوې ۸۲ کلنې هندۍ ښځې نوم چې د یوه اوږده احتجاج پر څېرې بدله شوه، د ۲۰۲۰ کال لپاره د ( ۱۰۰ ډېرو اغېزناکو کسانو) نوملړ کې راغلی دی. بلقیس په هغو ښځو کې شامله وه، چې د تابعیت یوه ناندریز قانون خلاف یې سوله ییز احتجاج کاوه. په دغه لیست کې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي او بالیووډ ممثل ایوشمان کهرانا نومونه هم شامل دي.

    نور معلومات
    next
  10. A firework explodes near a police line during a protest in Atlanta, Georgia, in response to the police killing of George Floyd, 30 May 2020

    د امریکا په ځینو لویو ښارونو کې د پولیسو او لاریونیانو ترمنځ د اخ و ډب کابولو کولو د هڅې په توګه ګرځبندیز لګول شوی. دا لاریونونه په مینیپولیس ښار کې د یوه افریقا الاصله وګړي تر وژل کېدا وروسته پیل شول.

    نور معلومات
    next