استرالیا

  1. په پام کې وه چې د فرانسې دفاع وزیره لندن ته سفر وکړي

    د فرانسې دفاع وزیرې د بریتانیا، امریکا او اسټرالیا تر منځ د یوې امنیتي هوکړې پر سر له ناندریو وروسته له خپل بریتانوي سیال سره خبرې لغوه کړې دي. له هغه وروسته چې اسټرالیا له فرانسې سره د اوبتلونو په هکله له یوې هوکړې په شا شو پاریس کې د چارواکو غوسه راوپارېده.

    نور معلومات
    next
  2. فرانسه، امریکا، اسټرالیا

    د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر استرالیا او امریکا تورنه کړه چې د هغه نوي امنیتي تړون په اړه دروغ وايي چې له امله یې فرانسې له استرالیا او امریکا نه خپل سفیران بېرته وروغوښتل.

    نور معلومات
    next
  3. A UK Astute Class nuclear-powered submarine

    امریکا، بریتانیا او اسټرالیا په هندي ارام سمندر کې د چین د اغېز کمولو لپاره خپلو منځو کې تاریخي امنیتي تړون اعلان کړی.‌ د دې تړون له مخې به اسټرالیا په لومړي ځل اجازه ولري چې په هستوي وسلو سمبال اوبتلونه تولید کړي، د دې چارې لپاره به امریکا تکنالوژي ورکوي.‌ دې تړون ته د (اوکوس) نوم ورکړل شوی او له مخې به یې د مصنوعي څیرکتیا، انټرنیټي امنتیت او انرژۍ برخه کې هم همکاري‌ کېږي. خو په واشنګټن کې د چین سفارت دا اعلان غندلی او درې واړه هېوادونه یې تورن کړي چې لا هم د سړې جګړې ذهنیت لري او ایدیولوژیک تبعیض کوي.‌‌

    نور معلومات
    next
  4. سکاټ موریسن

    د اسټرالیا لومړی وزیر سکاټ موریسن وايي، افغانستان ته بېرته د خپلو ډیپلوماتانو پر استولو غور کوي. هغه یوې خبري غونډې ته ویلي چې څرنګه خوندي شرایط وګوري دا چاره عملي کوي. د اسټرالیا ځواکونه او ديپلوماتان د تېرې میلادي میاشتې جون په نیمايي کې له افغانستانه ووتل.

    نور معلومات
    next
  5. نخچه

    د وګړو یا نفوسو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، ملګرو ملتونو ویلي، د نړۍ د وګړو شمېر اوس تر ۷٫۷ میلیارده ډېر شوی او په ۲۰۳۰ کې به شاوخوا ۸٫۵ میلیارد تنو ته ورسېږي. د افغانستان د سرشمېرنې او مالوماتو ملي ادارې ویلي، ددې هېواد د وګړو شمېر له درې دېرش میلیونه ډېر دی.

    نور معلومات
    next
  6. روسیه، کورونا

    له هغه مهال راهیسې چې د کورونا وبا خپره شوې روسیه کې په یوه ورځ کې تر دې مهاله د تر ټولو ډېرو کسانو مړینه ثبت شوې ده. د رسمي شمېرو له مخې په یوه شپه او ورځ کې په روسیه کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله ۶۵۲ کسان مړه شوي دي.

    نور معلومات
    next
  7. د نیو ساوت وېلز ولایت په ګڼو سیمو کې موږکان ډېر شوي

    د اسټرالیا له یوه زندانه چارواکي د موږکانو له کبله د زرګونو بندیانو لېږدولو ته اړ شوي دي. په پام کې ده چې د نیو ساوټ وېلز په ویلنګټن له تادیبي زندان تر ۴۰۰ ډېر بندیان او ۲۰۰ کارکوونکي په راتلونکو دوو اونیو کې بل ځای ته ولېږدول شي.

    نور معلومات
    next
  8. The spiderweb blanket covering the roadside between the towns of Sale and Longford

    استرالیا کې سیلاو ځپلو ښارونو ته نږدې د غڼو سترې ځالې او جالونه مخ په راڅرګندېدو دي. د ویکټوریا د ګېپسلنډ سیمې اوسېدونکي وايي د غڼو دغه ستر او نازک جالونه له څو ورځو سختو ورښتونو وروسته را څرګند شول.

    نور معلومات
    next
  9. Video content

    Video caption: ۱۰۶ کلنه نڅاګره

    ایلین کریمیر اوس ۱۰۶ عمر لري، یو عمر د مسلکي نڅاګرې په توګه له کار کولو وروسته هغه لا هم نڅا کوي.

  10. File image of Auckland

    د نیو زیلنډ آکلنډ ښار په ۲۰۲۱ کال کې د ټولې نړۍ په کچه د ژوند لپاره تر ټولو غوره ښار بلل شوی دی. خو د سوریې پلازمېنه دمشق لا هم د ژوند لپاره نړۍ کې تر ټولو سخت ښار بلل کېږي.

    نور معلومات
    next