سودان

  1. Video content

    Video caption: سوېلي سودان: پنځه شیان چې ښايي پرې ونه پوهېږئ

    سوېلي سودان د خپلواکۍ له اړخه د نړۍ وروستی هېواد دی او اوس اوس یې د خپلواکۍ اخیستو لس کاله پوره کېږي.

  2. سوډان، امریکا

    د امریکا متحده ایالتونو سوډان ۲۷ کاله وروسته د هغو هېوادونو له لیست نه وایست چې د ترهګرۍ ملاتړي ګڼل کېږي. له دې پرېکړې سره دې ته زمینه برابرېږي چې نړیوال په سوډان کې پانګونه وکړي او دغه هېواد له نورو هېوادونو او بنسټونو پورونه واخلي هغه هم په داسې حال کې چې ډېره زیاته اړتیا ورته لري.

    نور معلومات
    next
  3. سودان

    د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، سوډان د ترهګرو له نوملړ لرې کوي او هم ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر خرطوم لګېدلي بندیزونه هم ختموي. په دا مهال امریکايي رسنۍ وايي، سودان څو ورځو کې له اسراییل سره ډيپلوماټیک اړیکي پیلوي.

    نور معلومات
    next
  4. شراب

    د سودان حکومت ځینې قانوني بدلونونه راوستلي، چې نامسلمانو وګړو ته د شرابو څښلو اجازه، د مرتد کېدو د قانون لغوه کېدل او په متروکه د سزا لغوه کېدل پکې شامل دي. السودان يلغي قانون الردة وحظر الكحول لغير المسلمين

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: "د ۲۱ پېړۍ لومړنۍ ټولوژنه"

    د سودان نوي حکومت په راتلو، په ۲۰۱۹ کې په جنګي جرمونو تورن ولسمشر عمر البشیر له واکه لیرې شو، چې اوس یې د جرمونو نړیوالې محکمې ته د کشولو هڅې کېږي.

  6. عمر البشیر د محاکمې پر مهال په یوه پنجره کې ناست و

    قاضي د پرېکړې پر مهال وویل، د سودان قانون له مخې تر ۷۰ کاله د پورته عمر کسان زندان ته نه شي استول کېدای او عمر البشیر ۷۵ کلن دی. د نوموړي د محاکمې پر مهال د هغه پلویانو شعارونه ورکول او دغه محاکمه یې 'سیاسي' بلله.

    نور معلومات
    next
  7. کولپ

    د سودان د لیرې شوي ولشمر عمر البشیر دفتر محکمې ته په ګواهۍ کې ویلي، له پخواني ولسمشر سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې داسې خونې کیلۍ وې، چې میلیونونه ډالر پکې ځای پرځای شوي وو. یاسر بشیر ویلي، لیرې شوي ولسمشر وروستیو میاشتو کې پخپل حکم ده ته څه باندې ۱۰ میلیون یورو ورکړل چې بېلابېلو اړخونو ته یې ورسوي.

    نور معلومات
    next
  8. Video content

    Video caption: سودان کې پر مظاهره کوونکو د برید شواهد

    بي سي سي داسې شواهد موندلي دي چې ښيي د جون پر دریمه، په سودان کې پر مظاهره کوونکو د برید امر له ډېر وړاندې لوړپوړیو چارواکو کړی وو.

  9. .

    تر اوبو لاندې د لرغونو اثارو پوه بیرس پال کریسمن بي بي سي ته ویلي، په سودان کې تر یوه هرم لاندې یوې فرعوني هدیرې ته د رسېدو لپاره لویې هڅې پیل شوې دي.

    نور معلومات
    next
  10. عمر البشیر

    د سوډان مخکنی لېرې کړل شوی ولسمشر، عمر البشیر، د اداري فساد او د ناقانونه بهرنیو پیسو د درلودو په تړاو په رسمي توګه تورن شوی دی. هغه په همدې تړاو په تېره اپرېل میاشت کې له واکه له لرې کېدو راهیسې په لومړي ځل پرون په عام محضر کې ولیدل شو. په پام کې ده، چې محاکمه به یې راتلونکې اونۍ ته پیل شي.

    نور معلومات
    next