انگېلا مېرکل

  1. بایډن او مېرکل

    د امریکا ولسمشر جو بایډن د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل سره واشنګټن کې د لیدنې پر مهال وویل، دواړه هېوادونه د روسیې د تېري مقابل کې ګډ درېږي. ښاغلی بایډن زیاتوي، جرمني ته یې د روسیې د ګازي نللیکې په هکله هم مېرکل ته خپله اندېښنه وویله، خو دواړه په دې نظر دي چې مسکو انرژي د وسلې په توګه کارولی نه شی.

    نور معلومات
    next
  2. Annalena Baerbock

    د جرمني زرغون ګوند پر دوشنبه اعلان وکړ چې ۴۰ کلنه انالینا بایربوک به د دوی د خوښې نومانده وي چې په سپټمبر کې له اوسنۍ لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل واګې ترلاسه کړي. آغلې بایربوک وار له مخه د نیوزیلنډ او فنلنډ له ځوانو ښځینه صدراعظمانو سره پرتله شوې. خو نوموړې څوک ده او څه ځانګړتیاوې لري؟

    نور معلومات
    next
  3. ابراهیم امیري

    بي بي سي

    غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني- چې په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره سویس ته تللی- خبریالانو ته ویلي، حکومت یې له هېواده د کابو دریمه برخه امریکايي ځواکونو وتلو ته چمتو دی. ولسمشر غني ویلي په دې اړه یې خپل پیغام د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته رسولی دی.

    نور معلومات
    next
  4. ميركل

    د جرمني صدر اعظمه انګېلا مېرکل په تېره یوه میاشت کې درې ځله په عام محضر کې ورېږېده. په یوه وېډیو کې ښکاري چې د فنلنډ د لومړي وزیر ترڅنګ په برلین کې هرکلي ته ولاړه ده او رېږدي. د هغې رېږدېدا څه باندې یوه دقیقه وخت ونیو.

    نور معلومات
    next
  5. German Chancellor Angela Merkel in Berlin. Photo: 18 June 2019

    د برلین یوې خورا تودې ورځې اوږدو کې د اوکرایني ولسمشر هرکلي پر مهال جرمن لومړۍ وزیره اینګلا میرکل داسې حال کې ولیدل شوه، چې سخته رېږدیده، خو نوموړې وايي، روغتیا یې ښه ده. ۶۴ کلنه مېرکل د اروپايي ټولنې ډېره اغېز لرونکې سیاستواله بلل کېږي.

    نور معلومات
    next