بي بي سي

  1. جانی مرسر، وزیر دفاع سابق بریتانیا از حزب محافظه کار که در افغانستان خدمت کرده است، گفت که می ترسد موارد بیشتری در راه باشد

    بي بي سي د بریتانیا دفاع وزارت له لوري د افغانانوشخصي معلوماتو افشا کېدو یوه بله پېښه کشف کړې، چې کېدای شي له کبله یې د دې کسانو امنیت او خوندیتوب له جدي خطر سره مخامخ شي. د روانې میاشتې لومړیو کې د داسې لسګونه هغو افغانانو، نومونه شخصي معلومات او د اړیکو مشخصات په یوه برېښنا لیک کې په تېروتنه یو ځای شوي، چې له بریتانوي ځواکونو سره یې همکاري درلوده او دا معلومات ټولو لیدای شوای. د دفاع وزیر په دې تېروتنه له پارلمان بښنه غوښتې ده.

    نور معلومات
    next
  2. افغانستان

    طالبانو دوشنبه سهار ادعا کړې چې پنجشېر ولایت یې له مخالفینو نیولی او په دې توګه پر ټول هېواد په بشپړه توګه واکمن شوي دي. د طالبانو مخالفې 'ملي مقاومت جبهې' مشر احمد مسعود پر افغانانو غږ کړی چې د ټول هېواد په کچه د طالبانو پر ضد 'ملي پاڅون' وکړي. افغان طالبانو ویلي، دوی د نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې غواړي او د ټولو هېوادونو د بشري مرستو هرکلی کوي، خو د دې مرستو په بدل کې هېڅ ډول شرطونه نه مني.

    نور معلومات
    next
  3. سکندر کرماني

    بي بي سي

    طالبان

    د طالبانو هغه جنګیالي چې موږ ورسره ولیدل د افغانستان شمال کې له تر ټولو ستر ښار مزار شریف د ۳۰ دقیقو واټن کې پراته دي. دلته طالبان وروستیو جګړو کې د دوی په وینا نیول شوي "غنیمتونه" راښيي چې یو هاموي ګاډی، دوه پېک اپ موټرونه او زیاته اندازه درنې ماشینګنې پکې شاملې دي. دا وروستیو اونیو کې سلګونو ملکي افغانانو ته مرګژوبله اوښتي او لسګونه زره نور له خپلو سیمو او مېنو تېښتې ته اړ شوي دي.

    نور معلومات
    next
  4. Video content

    Video caption: افغانستان: هره ورځ سلګونه کډوال له طالبانو تښتي او ترکیې ته اوړي

    افغانستان: هره ورځ سلګونه کډوال له طالبانو تښتي او ترکیې ته اوړي

  5. Video content

    Video caption: 'پخپل ایرلنډي بانډ کې د موسیقۍ ټولې الې غږوم'

    'پخپل ایرلنډي بانډ کې د موسیقۍ ټولې الې غږوم'

  6. Social media

    د بي بي سي پښتو څانګې یو بنسټګر او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د رسنیزو چارو سلاکار نبي مصداق د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله وفات شو. پر ۱۹۸۱ کال د بي بي سي پښتو څانګې جوړېدو سره نوموړی د دې څانګې ویاند او خبریال او بیا د څو کلونو لپاره مشر و. هغه له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د ولسمشر غني د رسنیزو چارو سلاکار و.

    نور معلومات
    next
  7. Video content

    Video caption: چین کې د فیلانو ۵۰۰ کیلومتره 'ناڅرګند سفر'

    یوه ډله فیلان تېر کال په یوه ناڅرګند ۵۰۰ کیلومتره سفر ووتل او د چین یوه ګڼ مېشتي ښار ته ورسېدل. هېڅوک ددغو فیلانو د سفر په اړه نه پوهېږي.

  8. Video content

    Video caption: روسیه: افغانستان کې لنډمهال حکومت د دغه هېواد ستونزې یوه حل لاره ده

    داسې حال کې چې مسکو کې د افغان سولې په اړه یوې ناستې ته چمتوالی نېول کېږي، روسیه وايي، افغانستان کې لنډمهال حکومت د دغه هېواد ستونزې یوه حل لاره ده.

  9. محمد اشرف غني

    د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، که د ناټو وروستۍ پرېکړه پر دې وي چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، له طالبانو سره "د سولې د بهیر چټکولو فرصت" یې پیدا کړی. نوموړي په دې مرکه کې د طالبانو د احتمالي بریا په اړه اندېښنې بې ځایه وبللې. هغه وویل "دا ویتنام نه دی.‌ دولت د سقوط په حالت کې نه دی".

    نور معلومات
    next
  10. د بي بي سي مانیټورېنګ برخه

    بي بي سي

    د خیبر پښتونخوا د یوې مدرسې طالبان

    په وروستیو میاشتو کې پاکستان د هغه قانون پر وړاندې د مذهبي او اسلامپالو د اعتراض شاهد دی، چې د جوماتونو او مذهبي مدرسو د بودیجې او کړنو په اړه دولت ته د څارنې اجازه ورکوي. د اوړي په وروستیو کې ددغه هېواد پارلمان د (ایف ای ټي اېف) یوې نوې ډلې د غوښتنو د منلو په موخه درې طرحې تصویب کړې. ددغې ډلې موخه د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د مالي ملاتړ په وړاندې مبارزه ده.

    نور معلومات
    next