سویلي اسیا

  1. Video content

    Video caption: اقليمي بدلون: په سويلي اسيا کې د تودوخې سختې څپې
  2. د کابینې له استعفا سره سره ګوتابایا راجاپاسکا له استعفا کولو انکار کړی

    د شري لنکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاسکا له ائتلافي حکومته د دې هېواد پارلمان ۴۰ غړي جلا شوي دي.

    نور معلومات
    next
  3. سیالکوټ

    پاکستاني کې امنیتي سرچینې وايي د دغه هېواد د پنجاب ایالت سیالکوټ ښار ته څېرمه د پوځ یوه مرکز ته نږدې د وسلو زېرمتون کې د اور لګېدو له کبله چاودنې شوې دي.

    نور معلومات
    next
  4. واکسین

    د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون ساینسپوهانو انساني بدن کې یو داسې نوی جین موندلی چې د سږو ناکامي او له کورونا وېروسه د مړینې احتمالي خطر دوه برابره ډېروي. دوی وايي، د سویلي اسیايي نژادونو۶۰ سلنه او د اروپايي نژاد ۱۵ سلنه کسان دا ډول احتمالي خطر لرونکی جین لري. څېړونکي وايي، واکسین د دې خطر مخنیوي مهم او پاموړ احتیاطي تدبیر دی.

    نور معلومات
    next
  5. بنګله دېش

    بنګله دېش کې چارواکي وايي، دغه هېواد کې پر واده د تندر غورځېدو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او د زوم په ګډون ۱۴ کسان ټپیان دي. تندر په داسې مهال غورځېدلی چې د زوم له کور ورا په ناوې پسې روانه وه. ویل کېږي وراڅي(وراباڼي) په شېبګنج ښارګوټي کې له بېړۍ تر کوزېدو وروسته د ناوې کور ته روان وو چې تندر پرې وغورځېد.

    نور معلومات
    next
  6. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۵) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ، چې د "سوېلي او منځنۍ اسیا: سیمه ییز نښلول، چانسونه او ننګونې" په نوم کنفرانس کې ګډون وکړي. د امریکا د ملي امنیت شورا ویانده ایمیلي هورن وايي، د دغه هېواد د ولسمشر جو بایډن د کورني امنیت مرستیاله الیزابېت شیرووډ رنډل د امریکایي پلاوي په مشرۍ دغه کنفرانس کې ګډون کوي.

    نور معلومات
    next
  7. راګویندر راو

    بي بي سي

    انڈیا

    په هند کې یو ځل بیا د ځمکني، هوايي او سمندري ځواکونو د (ګډې قومندانۍ مرکز) رامنځته کولو موضوع د خبري سرلیکونو توده مسله ګرځېدلې او پر دې موضوع د پوځي مشرتابه څرګندونو نوره هم ګرمه کړې.

    نور معلومات
    next
  8. کورونا

    د افغانستان روغتیا وزارت شمېرې وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې ۱۵۶۶ کسان په کورونا اخته او ۳۰ ترې مړه شوي دي. له بلې خوا ویتنام هیله من دی چې د هوشي مېن ښار د ټولو وګړو معاینې او د ټولنیز واټن لپاره نویو اصولو سره د کورونا وېروس د نوي ډول د خپرېدو مخنیوی وکړي. د ویتنام دا پرېکړه له هغه وروسته ده چې له مذهبي مراسمو وروسته ډېر کسان کورونا شول.

    نور معلومات
    next
  9. د بریتانیا لپاره د میانمار سفیر کیاو زوار مین په لندن کې د دغه هېواد سفارت مخې ته

    په لندن کې د میانمار مخکیني سفیر له هغه وروسته چهارشنبه شپه په موټر کې تېره کړې، چې په خبره یې د سفارت دروازه یې پر مخ تړل شوې وه.

    نور معلومات
    next
  10. کورونا

    د ملګرو ملتونو نوی رپوټ وايي د کورونا وبا خپرېدو سره روغتیايي او ملاتړو خدمتونو ځنډېدو سره ښايي د افغانستان په ګډون سوېلي اسیا کې دوه لکه ۳۹ زره میندې او ماشومان مړه شوي وي. د ملګرو ملتونو نوي رپوټ کې پر افغانستان، پاکستان،بنګله دېش، نېپال او سریلانکا تمرکز شوی چې په ټول کې یو میلیارد او اته سوه میلیون وګړي لري.

    نور معلومات
    next