د نوبل جایزه

  1. جنګ

    په افغانستان کې د روانو جنګ جګړو په لړ کې افغان حکومت وايي، شمال کې یې د سمنګان ولایت درې صوف بالا ولسوالۍ نن (دوشنبه) سهار بېرته له طالبانو نیولې ده. د ځايي امنیتي چارواکو لخوا رسنیو ته لېږل شویو تصویرونو کې ښکاري چې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه او ولسي پاڅونوال په هغه سیمه کې سره راټول دي چې ویل کېږي تازه له طالبانو نیول شوې ده.

    نور معلومات
    next
  2. قطر غونډه

    په دوحه کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمهوريت او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالب پلاویو تر منځ د سولې ناسته وشوه. په دغه ناسته کې دواړو خواوو پر نرمښت او سیاسي هوکړې ته پر رسېدو ټینګار وکړ. عبدالله عبدالله وویل، که هر لوری د جګړې له لارې د بریالیتوب په لټه کې شي، اصلي بایلونکي د افغانستان خلک دي. ملا عبدالغني برادر وویل، افغانستان یوه پیاوړي، مرکزي او خپلواک نظام ته اړتیا لري او په خبره یې دواړه خواوې باید له ځان غوښتنې او شخصي ګټو تېرې شي.

    نور معلومات
    next
  3. انتوني بلېنکن

    واشنګټن د افغانستان له دولتي مشرانو او طالبانو وغوښتل چې د سولې پروسه چټکه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې جالینا پورتر پرون (جمعه د جون ۴مه) یوې خبري ناستې ته ویلي د افغانستان حکومت او طالبان باید د یوه جامع او دایمي اروبند پر سر هوکړې ته د رسېدو او دغه هېواد کې له ۴۰ کلونو د اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره د سولې مذاکرات چټک کړي.

    نور معلومات
    next
  4. ghani

    د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لوی سلاکار اکرم خپلواک وايي، ولسمشر غني پر داسې نوي میکانیزم کار کوي چې له مخې یې د سولې هڅې رهبري او همغږې او د سولې بهیر کې ملي اجماع رامنځ ته کړي. دا مهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي پخلاینې شورا د سولې هڅې همغږې کوي او تېر کال د همدې موخې لپاره جوړه شوه، خو ښاغلی خپلواک وايي، د دې نوي جوړښت کار هم له ښاغلي عبدالله سره په همغږۍ روان دی.

    نور معلومات
    next
  5. کریم حیدري

    بي بي سي کابل

    د سولې په هیله کوترې پورته کول

    د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ملي پوځ د ورځې په لمانځغونډه کې له نړیوالې ټولنې ګیله وکړه چې څلوېښت کاله یې افغانستان د سولې له حقه محروم ساتلی.

    نور معلومات
    next
  6. د ارګ یوه اعلامیه د ښاغلي خلیلزاد له قوله وايي،''طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.''

    د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي‌ استازي زلمي خلیلزاد نن دوشنبه کابل ته د خپل تازه سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي‌ دي.‌ په امریکا کې د ولسمشر جو بایډن د واکمنۍ پیل راهیسې دا د سیمې هېوادونو ته د زلمي خلیلزاد لومړی سفر دی. تمه کېږي چې زلمی خلیلزاد به قطر کې طالب مشرانو سره هم ګوري.

    نور معلومات
    next
  7. طالبان

    د طالبانو د قطر سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم د مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی مسکو ته تللی. د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم نن (پنجشنبه د سلواغې/دلوې نهمه) پر ټویټر لیکلي دغه پلاوي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د هغه له مرستیال او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ځینو نورو ادارو له مسوولانو سره لیدلي دي.

    نور معلومات
    next
  8. .

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې ویلي هېواد یې افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو غوښتنه او د داسې سولې ملاتړ کوي چې افغانانو ته د منلو وړ وي.

    نور معلومات
    next
  9. برنامه جهانی غذا

    د ۲۰۲۰ کال د سولې نوبل جايزه د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان د لوږې سره د مبارزې د هڅو له امله وګټله. د خوړو نړيوال پروګرام وايي، "دا د دوی د هغو کارکوونکو ستاينه ده چې په نړيواله سطحه هره ورځ د خپل ژوند په بيه له ۱۰۰ ميليونو زياتو وږو ماشومانو، ښځو او نارينه وو ته خوراکي توکي او مرستې رسوي". د دغې جايزې ارزښت چې ۱۰ ميليونه کرون يا ۱.۱ ميليونه ډالره دی په اوسلو کې يې اعلان وشو.

    نور معلومات
    next
  10. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي‌ اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته د ویډیويي وینا له لارې دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته په اشاره وویل، چې اوربند غواړي. د ولسمشر غني په خبره، که څه هم افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو د حکومت لومړنی او مهم لومړیتوب سولې ته رسېدل دي.

    نور معلومات
    next