اټومي ځواک

  1. ایران،اتومي تړون

    د ایران او شپږو نورو هېوادونو ترمنځ له ایران سره په ۲۰۱۵ کال کې د شوي اتومي تړون په اړه خبرې به روانه میاشت کې بیا پیل شي. د ایران د مرکچي پلاوي مشر علي باقر کاني ویلي د ایران حکومت موافقه کړې چې د روان نومبر میاشتې په ۲۹ نېټه به د اطریش په ویانا کې له شپږو هېوادونو سره د شوي اتومي تړون په اړه خبرې له سره پیل کړي.

    نور معلومات
    next
  2. له ایران سره اتومي تړون

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي امریکايي مقاماتو تېره میاشت له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه یې د خبرو د بیا پیلولو هڅې پیل کړې خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن باید په پیل کې د ښه نیت په توګه د ایران ۱۰ ملیارده کنګل کړې ډالر پانګه ازاده کړي. د ایران او لویدیځ ترمنځ د شوې اتومي تړون په اړه خبرې د جوبایډن له واک ته رسېد وروسته بیا پیل شوې وې خو د ابراهیم رئیسي له ولسمشر کېدو وروسته وځنډېدې.

    نور معلومات
    next
  3. ایران

    د امریکا حکومت د ایران له نوي ولسمشر وغوښتل چې د اټومي تړون د ژوندي کولو لپاره خبرې جاري وساتي. تر دې مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم د پنجشنبې په ورځ د لوړې له مراسمو وروسته وویل، چې حکومت یې د بندیزونو لرې کېدو لپاره د ډيپلوماسي هرکلی کوي.

    نور معلومات
    next
  4. چین

    امریکايي ساینسپوهان وايي، چین د اتومي توغندیو زېرمه کولو او توغولو وړتیا ډېروي. د امریکايي ساینسپوهانو فدراسیون 'ایف اې ایس' مسوولین وايي، په سټیلایټ تصویرونو کې ښکاري چې په شینجیانګ ایالت کې د اتومي توغندیو زېرمې لپاره یوه ساحه کې کار روان دی.

    نور معلومات
    next
  5. وزیر دفاع اسرائیل

    د اسرائیلو دفاع وزیر بيني ګانټز په کمسارو څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې "ایران سره د جګړې په حال کې دی - هر وخت او هر ځای چې اړتیا ولیدل شي نو اټومي وسلو ته به د تهران د لاسرسي د مخنیوي لپاره ګام واخلي." ښاغلي ګانټز زیاته کړې چې "موږ له ایران سره ښکیل یو او باید د ځان دفاع وکړو. دې ته ژمن یو چې د ایران د اټومي کېدو مخه ونیسو او سیمه کې یې له منفي چار چلن راوګرځوو."

    نور معلومات
    next
  6. Video content

    Video caption: د ایران ټاکنې: نوی ولسمشر به پر ټومي هوکړه اغېز وکړي؟

    نن، د جمعې په ورځ‌ (غبرګولی ۲۸/جون ۱۸) ایران کې د نوي ولسمشر ټاکلو ته رایه اچونه د هېواد د بهرنۍ تګلارې لپاره یوه حساسه شېبه ده.

  7. یورانیم

    د هند ممبۍ کې له دوو کسانو سره د څه باندې ۷ کیلو ګرامه ۹۰ سلنه خالصو طبیعي یورانیمو د نیول کېدو په تړاو د څېړنو دنده د دغه هېواد د څېړنو ملي ادارې ' این ای اې' ته وسپارل شوه. این اې ای هند کې د ترهګریزو پېښو په تړاو د څېړونو تر ټولو مهمه اداره ده.

    نور معلومات
    next
  8. د ایران رسمي رسنیو د نطنز اتومۍ بټۍ کې د مشکوک بریدګر رضا کریمي دا انځور خپور کړی

    د ایران حکومتي تلوېزیون د یوه سړي انځور خپور کړی چې وايي، دا سړی د تېرې یکشنبې په ورځ د ایران پر نطنز اتومي بټۍ د برید تر شا و.

    نور معلومات
    next
  9. نطنز

    د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مرستیال ویاند بهروز کمالوندي وايي نن سهار 'د شهید احمدي روشن نطنز د یورانیمو بډاینې تاسیساتو د برېښنايي شبکې برخه کې' څه پېښه شوې ده. هغه د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس سره مرکه کې په دې اړه د توضیحاتو په ورکولو سره ویلي: "د خوښۍ ځای دی چې دا پېښه انساني زیان او ککړتیا نه لري."

    نور معلومات
    next
  10. مذاکرات

    د ایران او امریکا د استازو ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه د غیر مستقیمو خبرو لومړی پړاو سه شنبه د اتریش پلازمېنې ویانا کې ترسره شو، خو د دواړو هېوادونو پلاو مخامخ سره ونه کتل. په دې خبرو کې د هغو هېوادونو استازو هم ګډون درلود چې له ایران سره د شوي اتومي تړون برخه دي. ښکېلو غاړو د لومړي پړاو خبرې مثبتې بللې دي.

    نور معلومات
    next