محمد اشرف غني

  1. عصمت بهیر

    بي بي سي کابل

    خلیلزاد

    د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، نړۍ تمه لري، د افغانستان اسلامي جهموریت د استانبول په ناسته کې د سولې له یوې طرحې سره ګډون وکړي. دا خبرې نن کابل ته د زلمي خلیلزاد سفر په لړ کې له ولسمشر محمداشرف او د ملي روغي جوړې عالي شورا له مشرتابه سره په لیدنو کې مطرحه شوي دي.

    نور معلومات
    next
  2. شورا

    د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، ځانګړې کومېټې یې په ترکیه کې د کېدونکي ناستې په تړاو د سولې د طرحو د ارزونې او توحید چاره له پنځو ناستو وروسته بشړه کړې ده. یاده شورا وایي، د راتلونکې شنبې پر ورځ به یې د سولې اړوند د طرحې مسوده وروستۍ شي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر وار د مخه د سولې لپاره خپله طرحه رسماً اعلان کړې.

    نور معلومات
    next
  3. salih

    د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، طالبان د سولې لپاره کومه طرحه نه لري او د افغانانو له ملي وجدان او ارادې ډارېږي. ښاغلي صالح له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې د سولې لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طرحې دفاع وکړه، خو طالبانو ویلي چې د ښاغلي غني طرحه عملي نه ده او پرې خبرې کول هم ګټه نه لري.

    نور معلومات
    next
  4. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني چارشنبه د سولې لپاره د خپلې طرحې د رسمي اعلان غونډه کې وویل، هېڅوک دې دا تمه نه کوي چې د افغانستان ولسمشر او د هغه مرستیالا به استعفا وکړي او یا به کومې شرموونکې معاملې ته سر ټیټ کړي. نوموړي خپله طرحه کې پر اساسي قانون، ټاکنو او د لویې جرګې پر رابللو ټینګار وکړ.

    نور معلومات
    next
  5. غني

    د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، ولسمشر محمد اشرف غني تر پروستات عملیاتو وروسته ارګ کې خپل استوګنځي ته ستون شوی دی. نوموړی وايي، نن سهار هم ولسمشر ور سره ټلیفوني خبرې کړې او له خپلې بشپړې روغتیا یې ډاډمن کړی دی. ولسمشر محمد اشرف غني سې شنبه خپل ټوېټر کې ولیکل، چې په کابل کې یې د پروستات جراحي عملیات کړي او روغتیا یې ښه ده.

    نور معلومات
    next
  6. تاجکستان

    د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د اسیا زړه - استانبول بهیر نهم پړاو غونډه د یوې اعلامیې په خپرېدو سره پای ته ورسېده. په اعلامیه کې د سولې پر ټینګښت، په سوله ییز ډول د افغانستان کړکېچ پر پای ته رسېدو او دغه راز د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.

    نور معلومات
    next
  7. غني

    د افغان ولسمشر یو سلاکار وحید عمر وايي افغان حکومت د سولې لپاره یوه لار نقشه جوړه کړې چې مهمه برخه یې دا ده چې د خلکو پر رایه د واک پر لیږد ټېنګار شوی. ده په خبري ناسته کې زیاته کړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې چې دې غونډه کې به د افغان حکومت ګډون په کومه کچه وي.

    نور معلومات
    next
  8. ارګ

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند پرانیست غونډه کې وویل: "اوبه مفتې چا ته نه ور کوو" او زیاته یې کړه "د نیمروز اوبه په ویاړ پر ایرانیانو پلورو. " افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبې په ورځ ځايي وخت نږدې لس نیمې بجې نیمروز ولایت کې کمال خان بند رسما پرانیست. له ولسمشر غني سره د نوموړي لومړی او دویم مرستیال او د کابینې ځینې غړي هم د دې بند رسمي پرانیستې لپاره سهار نیمروز ته ورسېدل.

    نور معلومات
    next
  9. غني

    افغان حکومت کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني په پام کې لري چې له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي لپاره له وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز وکړي.‌ تمه کېږي‌ چې ولسمشر غني به دا وړاندیز د افغان سولې په اړه د ترکیې راتلونکې ناسته کې اعلان کړي. سرچینه وايي، افغان دولت نه غواړي چې دا ټاکنې په خپله وکړي‌ او د ټاکنو کمېسیون تشکیل په اړه هم مذاکره کېدای شي.

    نور معلومات
    next
  10. آقای عبدالله برکناری ‍ آقای اندرابی را غیرقابل قبول خوانده است

    د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي له دندې لرې کول "بې دلیله یا له موجه دلیلونو پرته، عجولانه او سیاسي تړون سره مخالفت" کې وبلل. پرون افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم صادرولو سره د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات د ښاغلي اندرابي په ځای د کورنیو چارو وزارت سرپرست کړ.

    نور معلومات
    next