اروپا

  1. Laschet and Scholz

    د جرمني پارلماني ټاکنو کې رایه اچونه ختمه شوې او د دوو مخکښو ګوندونو ترمنځ د سختې سیالۍ تمه کېږي. له غیر رسمي او مقدماتي پایلو ښکاري چې د صدر اعظمې انګلا مرکل محافظه کاره ګوند ۲۶ سلنه څوکۍ ترلاسه کړې دي. اوس به د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ د شپې لخوا د رایو شمېرنه روانه وي او تمه کېږي چې وروستۍ پایلې ښایي د دوشنبې پر سهار اعلان شي. اغلې مرکل وار د مخه اعلان کړی چې نور به صدر اعظمه نه پاتې کېږي.

    نور معلومات
    next
  2. پهیل کيمپ

    بي بي سي نیوز

    Mujeeb Ashraf

    هغه بریتانویان چې د دغه هېواد پوځیانو لخوا د خلکو ایستلو له عملیاتو پاتې شوي، بي بی سي سره خبرو کې وايي، دوی داسې احساس کوي چې هېر شوي دي. د بریتانوي دفاع وزارت له لخوا په تېروتنه په یوه برېښنا لیک کې د نژدې ۲۵۰ افغان ژباړنو د نومونو او ادرسونو له افشا کېدو وروسته اوس سلګونه دغه کسان په وېره او تره کې ژوند کوي. بریتانیا حکومت بخښنه غوښتې او د پېښې په هکله یې پلټنه پیل کړې، خو احمد وايي، دا تېروتنه د دوی لپاره خورا خطرناکه ثابیتدای شي.

    نور معلومات
    next
  3. په پام کې وه چې د فرانسې دفاع وزیره لندن ته سفر وکړي

    د فرانسې دفاع وزیرې د بریتانیا، امریکا او اسټرالیا تر منځ د یوې امنیتي هوکړې پر سر له ناندریو وروسته له خپل بریتانوي سیال سره خبرې لغوه کړې دي. له هغه وروسته چې اسټرالیا له فرانسې سره د اوبتلونو په هکله له یوې هوکړې په شا شو پاریس کې د چارواکو غوسه راوپارېده.

    نور معلومات
    next
  4. یو شمېر ایرلنډي وګړي لا هم په افغانستان کې پاتې دي

    ۱۱ نور ایرلنډي وګړي او د دوی د کورنیو غړي له افغانستانه ایستل شوي دي. دغه کسان چې د 'دیپلوماتیکو چېنلونو' له لارې له افغانستانه بهر ته لېږدول شوي، اوس د قطر پلازمېنه دوحه کې اوسي. د ایرلنډ یوه مرستندوی ماموریت بهیر کې تېره میاشت د دې هېواد ۳۶ کسان له افغانستانه بهر ته لېږدول شوي وو. له دې مخکې تېره ورځ قطري چارواکو وویل چې د دوی د يوې الوتکې له لارې له کابل هوايي ډګره ۲۳۶ تنه افغانان او بهرني وګړي ايستل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  5. یونان، د کډوالو کمپ

    یونان د ترکیې پولې ته نژدې پرتو ایجن ټاپوګانو کې کډوالو ته له جوړېدونکو پنځو کمپونو نه یو پرانیست. سیموس ټاپو کې د دغه کمپ گردچاپېره اغزن مزي تاو دي چې برېښنا سره تړل شوي. د يونان حکومت وايي په دې کمپ کې د ژوندانه شرایط تر پخوا ښه دي خو د بشري حقونو مدافع ډلې وايي د کمپ شاخوا ته لوړې کټارې، ازغن مزي، کامرې او د ګوتو نښو سره د تګ راتګ کنترول ته په کتو دې کمپ ته د پناه غوښتونکو او کډوالو د هرکلي ځای نه شي ویل کېدای.

    نور معلومات
    next
  6. له استفعا وروسته مېرمن سیګرید وویل، د حکومت تګلارې دفاع کوي، خو ''د پارلمان غړو د نظر درناوی کوم.

    له افغانستانه د هالنډ ژباړنو او د دې هېواد ځايي کارکوونکو ایستلو پر څرنګوالي د نیوکو له ډېرېدو وروسته د هالنډ بهرنیو چارو وزیرې سیګرید ګاګ استعفا وکړه. هالنډ پارلمان یو پرېکړه لیک تصویب کړی چې پکې د افغان ژباړنو ایستلو لړ کې د 'پڅ غبرګون' له کبله پر هالنډ حکومت نیوکه شوې.

    نور معلومات
    next
  7. افغانستان

    پولنډي چاراکي وایي، هغه پنځه کلن افغان ماشومان چې پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته له دې ښاره ایستل شوی، پولنډ کې د صحرایي یا زهرجن مرخېړي (مشروم) د خوړولو له کبله مړی شوی دی.

    نور معلومات
    next
  8. Video content

    Video caption: افغانستان: هره ورځ سلګونه کډوال له طالبانو تښتي او ترکیې ته اوړي

    افغانستان: هره ورځ سلګونه کډوال له طالبانو تښتي او ترکیې ته اوړي

  9. دا په اروپا کې له بریتانیا د اسمان څکالي تر ټولو اوږد مزل ثبت شوی دی

    یو اسمان څکالی "ښاپېرک" چې له لندنه تر روسیې یې د ۲ زره ۱۸ کیلومتره واټن الوت ریکارډ جوړ کړی و، روسیې پڅکوف کې د پیشو لخوا تر ټپي کېدو وروسته مړ شوی دی.

    نور معلومات
    next
  10. Fires on Evia island

    د یونان په ځنګلونو کې له پراخې اور لګېدنې وروسته د پلازمېنې اتنز په شمال کې له ښارګوټو زرګونه ځايي اوسېدونکي او سیلانیان ایستل شوي دي.

    نور معلومات
    next