کرېکټ

  1. حسن علی

    د بنګله دېش او پاکستان تر منځ د درې شل اوریزو کرېکټ لوبو لومړنۍ لوبه کې بنګله دېش خپله سيالي وبايلله. دغه سيالي چې د بنګله دېش په میرپور کې ترسره شوه پچه يې بنګله دېش وګټله او پاکستان ته یې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

    نور معلومات
    next
  2. کرېکټ

    د کرېکټ نړیوالې شورا 'ای سي سي' په افغانستان کې نارینه او نجونو د کرېکټ عمومي وضعیت او همدا راز د افغانستان کرېکټ بورډ‌ د چارو ارزولو لپاره یوه کاري ډله ګومارلې ده. ای سي سي دا پرېکړه د سه شنبې پر ورځ په دوبۍ کې خپله یوه مهمه غونډه کې کړې ده. یادې شورا په دې تړاو خپله لنډه اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه یې افغانستان کې د حکومت د بدلېدو په تناظر کې کړې ده.

    نور معلومات
    next
  3. کرېکټ نړیوال جام

    د کرېکټ نړيوالې شورا په متحده عرب اماراتو کې د شورا د غړو په مشوره د راتلونکو لسو کلونو لپاره د کرېکټ نړيوالو جامونو وخت او کوربه هېوادونه اعلان کړي دي. د دې اعلان له مخې به امریکا او نميبيا په لومړي ځل د کرېکټ نړيوال جام کوربتوب کوي.

    نور معلومات
    next
  4. چیمپیئن

    د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو په پایلوبه کې اسټراليا نيوزيلنډ ته په اتو وېکټو ماته ورکړه او د نړيوال جام اتلولي يې په خپل نامه کړه. دغه سيالي چې د متحده عرب امارتو په دوبۍ کې وشوه استراليا په کې د پچې له ګټلو وروسته نيوزيلنډ ټه د منډو جوړولو بلنه ورکړه. نيوزيلنډ په ټاکلو شلو اورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه چې استراليا د دوو لوبغاړو په سوځېد سره د ۱۹ اور په وروستي توپ ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

    نور معلومات
    next
  5. کرک

    د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د پاکستان او اسټرالیا لوبډلې تر منځ په دویمه نیمه پایلوبه کې اسټرالیا پاکستان ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدله. پاکستان د ټولو شل اوورونو له لوبې وروسته ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۷۶ منډې یې وکړې او اسټرالیا ته یې د ۱۷۷منډو هدف وټاکه. اسټرالیا په ځوابي لوبه کې د ۱۹ اوورونو له لوبې وروسته ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل او هدف ته ورسېده.

    نور معلومات
    next
  6. Daryl Mitchell

    د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام لومړۍ نیمه پایلوبه کې نیو زیلنډ له یوې په زړه پورې لوبې وروسته انګلنډ ته په پنځو وېکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېد. انګلنډ لومړۍ منډې وکړې او نیو زیلنډ ته یې د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه. نیو زیلنډ ټاکل شوی هدف په نولس اورونو کې پوره کړ. ډرېل مېچل د نیو زیلنډ لپاره ښه وځلېد او ۷۲ منډې یې وکړې. دویمه نیمه پایلوبه د پنجشنبې پر ورځ د اسټرالیا او پاکستان ترمنځ کېدونکې ده.

    نور معلومات
    next
  7. کرېکټ

    د کرېکټ شل اوریز نړيوال جام سياليو کې نن دوې لوبې وشوې لومړۍ لوبه کې استراليا وېسټ انډيز ته په اتو وېکټو ماته ورکړه. په دويمه لوبه کې جنوبي افريقا له انګلنډ څخه د لسو منډو په توپير وګټله.

    نور معلومات
    next
  8. هند کرېکټ

    د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو په ترڅ کې نيوزيلنډ نميبیا ته په ۵۲ منډو ماته ورکړه. نميبيا د پچې له ګټلو وروسته لومړی مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. نيوزيلنډ په ټاکلو شلو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې وکړې چې په ځواب کې يې نميبیا د ۱۱۱ منډو په جوړولو سره اووه لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه يې وبايلله.

    نور معلومات
    next
  9. کرېکټ

    د افغانستان او اسټرالیا تر منځ د نارینه وو کرېکټ ټیسټ لوبه چې د نومبر پر ۲۷ مه به د اسټرالیا په هوبرت کې تر سره کېده، ځنډول شوې ده. د اسټرالیا کرېکټ چارواکو او افغان کرېکټ بورډ له لوري بېلو اعلامیو کې ویل شوي، چې د دواړو لوریو اړوند چارواکو له خبرو وروسته پرېکړه شوې چې د اوس لپاره دغه لوبه وځنډول شي. د اسټرالیا کرېکټ له لوري په دې هکله یوه اعلامیه کې ویل شوي، دوی په افغانستان او ټوله نړۍ کې د ښځو او نارینه و د کرېکټ لوبې ودې ته ژمن دي.

    نور معلومات
    next
  10. Charith Asalanka and Pathum Nissanka

    د کرېکټ شل اوریزو سیالیو نړیوال جام لړۍ ۳۵ مه لوبه کې سري لنکا د تېر موسم اتلې لوبډلې ویسټ انډیز ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

    نور معلومات
    next