تاجکستان

  1. تاجکستان، افغان کډوال

    د افغانستان د ګاونډي هېواد تاجکستان چارواکي وايي ۸۰ افغان کورنیو په دغه هېواد کې پناه اخيستې ده. د تاجکستان د کورنيو چارو وزير رمضان رحیمزاده دغه هېواد ته د افغان کډوالو د رسېدو موضوع دوشنبه کې د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له مسوول سره خبرو کې ياده کړې ده.

    نور معلومات
    next
  2. سهراب ضیا

    بی بی سی، دوشنبه

    KHOVAR

    د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په مشرۍ د دغه هېواد ملي امنیت شورا پرون (د جولای پر پنځمه) غونډه کې له افغانستان سره د خپلې پولې حالت وارزاوه او دې پولې ته یې د شل زره سرتېرو د استولو امر وکړ. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د قزاقستان او ازبکستان ولسمشرانو سره ټلېفوني خبرو کې هم د افغانستان پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت وغږېد.

    نور معلومات
    next
  3. طالبان، جګړه، افغانستان

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره د هغو افغان سرتېرو په اړه غږېدلی چې ویل کېږي دې وروستیو کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال تاجکستان ته اوښتي دي. د تاجکستان حکومت وايي، له دوی سره پر پوله د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت له بدخشانه ۱۰۳۷ تنه افغان سرتېري له طالبانو سره د جګړې له امله د دوی خاورې ته ور اوښتي. افغان امنیتي چارواکي په دې اړه څه نه وایي.

    نور معلومات
    next
  4. وزارت

    افغان چارواکي وايي، د تېرې یوې میاشتې جګړو په بهیر کې تر شپږ زرو ډېر طالبان وژل شوي دي او نژدې درې نیم زره تنه نور یې ټپیان دي، چې یو شمېر پاکستانیان هم پکې شامل دي. طالبانو دغه اداعوې رد کړي او هغه یې یوازې تبلیغات بللي دي.

    نور معلومات
    next
  5. واکسین

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، له څو ورځني ځنډ وروسته د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د کورونا وېرس ضد د واکسیناسیون بهیر بېرته پیل شوی دی. یاد وزارت وایي، تر راتلونکو دوه ورځو به ټولو ۳۴ ولایتونو کې دا بهیر بیا پیل شي.

    نور معلومات
    next
  6. imran

    د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، که د امریکايي ځواکونو له وتلو سره افغانستان کې سیاسي جوړجاړی ونشي دا اندېښنه شته چې دغه هېواد کې به "ترهګري پراخه" او "وضعیت نور هم خراب" شي. هغه دا څرګندونې نن (چارشنبه) اسلام اباد کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تر کتنې وروسته ګډې خبري ناستې ته وکړې.

    نور معلومات
    next
  7. سهراب ضیا

    بي بي سي، د تاجکستان پوله

    پیامدهای درگیری مرزی درتاجیکستان

    نږدې اونۍ وړاندې د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ د اوبو پر سره د لانجې له امله بې مخینې جګړه وشوه. د چارشنبې په ورځ د تاجکستان د سرحدي سیمو چارواکو د لسو ولسي وګړو انځورونه خپاره کړل چې دې جګړه کې وژل شوي او د هر یوه کورنۍ ته یې ۷۰ زره ساماني یا ۶۲۰۰ ډالر ور کړل.

    نور معلومات
    next
  8. ارګ

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ د تاجکستان پلازمېنې دوششنبې ته ورسېد چې د اسیا زړه ـ استانبول بهیر نهمه ناسته کې ګډون وکړي. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه ناسته کې د افغان حکومت اجنډا د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کول دي.

    نور معلومات
    next
  9. ارګ

    د اسیا زړه-استانبول بهیر د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نهمه ناسته د مارچ وروستیو کې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې جوړېږي. د رپوټونو له مخې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د هغه افغان سیال محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ ټلیفوني اړیکو کې هوکړه کړې چې دواړه هېوادونه په ګډه د دې ناستې مشري وکړي.

    نور معلومات
    next
  10. سهراب ضیا

    بی بی سی، دوشنبه

    نارک

    تاجکستان کې د اوبو کمېدو سره افغانستان ته د دغه هېواد صادراتي برېښنا هم کمه شوې ده. د تاجک برېښنا شرکت ویاند ناظر یادګاري وايي، تاجکستان پر ۲۰۱۹ کال یو میلیارد او ۴۵۸ میلیون کیلوواټ ګړۍ برېښنا افغانستان ته صادره کړې، خو پر ۲۰۲۰ کال یې ۹۲۵ میلیون کیلوواټ برېښنا دغه هېواد ته ور کړې.

    نور معلومات
    next