اسیا

  1. میانمار

    میانمار (برما) کې د حکومتي پوځ او هغه ملیشه ځواک تر منځ چې د پوځي کودتا مخالف دي، له جګړې وروسته د یوه ښارګوټي نژدې ټول اته زره اوسېدونکي کډوال شوي دي.

    نور معلومات
    next
  2. زندان

    د اندونیزیا پلازمېنې جکارتا ته نژدې له ګڼې ګوڼې یوه ډک زندان کې د اور لګېدو له کبله نژدې ۴۱ زندانیان وژل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  3. Video content

    Video caption: زلمي قرنطین کې رکشه جوړه کړه

    د سري لنکا یوه ۱۵ کلن زلمي د کورونا وېروس مخنیوي قرنطین پر مهال داسې رکشه چمتو کړې چې د لمریزې انرژۍ له لارې چلېږي.

  4. Video content

    Video caption: له کورونو د کووید-۱۹ مړي راغونډوي

    په اندونیزیا کې د کوویډ-۱۹ نوې پېښې تر هند او برازیل ډېرې شوې چې په دې سره د نوې ډلټا بڼې تر ټولو ډېر ځپل شوی هېواد دی.

  5. بنګله دېش

    بنګله دېش کې چارواکي وايي، دغه هېواد کې پر واده د تندر غورځېدو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او د زوم په ګډون ۱۴ کسان ټپیان دي. تندر په داسې مهال غورځېدلی چې د زوم له کور ورا په ناوې پسې روانه وه. ویل کېږي وراڅي(وراباڼي) په شېبګنج ښارګوټي کې له بېړۍ تر کوزېدو وروسته د ناوې کور ته روان وو چې تندر پرې وغورځېد.

    نور معلومات
    next
  6. اندونیزیا

    هغه اندونیزیايي سړی په الوتکه کې د الوت پر مهال نیول شوی، چې پر کوویډ - ۱۹ ناروغي اخته و او د خپلې مېرمنې پر ځای یې هوايي سفر کاوه.

    نور معلومات
    next
  7. غني

    افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۵) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ، چې د "سوېلي او منځنۍ اسیا: سیمه ییز نښلول، چانسونه او ننګونې" په نوم کنفرانس کې ګډون وکړي. د امریکا د ملي امنیت شورا ویانده ایمیلي هورن وايي، د دغه هېواد د ولسمشر جو بایډن د کورني امنیت مرستیاله الیزابېت شیرووډ رنډل د امریکایي پلاوي په مشرۍ دغه کنفرانس کې ګډون کوي.

    نور معلومات
    next
  8. نخچه

    د وګړو یا نفوسو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، ملګرو ملتونو ویلي، د نړۍ د وګړو شمېر اوس تر ۷٫۷ میلیارده ډېر شوی او په ۲۰۳۰ کې به شاوخوا ۸٫۵ میلیارد تنو ته ورسېږي. د افغانستان د سرشمېرنې او مالوماتو ملي ادارې ویلي، ددې هېواد د وګړو شمېر له درې دېرش میلیونه ډېر دی.

    نور معلومات
    next
  9. Picture of factory fire

    بنګله دیش کې د بېړنیو خدماتو اداره وايي یوه کارخانه کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۵۲ کسان مړه او ۳۰ ټپي شوي دي. دا پېښه پلازمېنې ډاکې ته نږدې روپګاني صنعتي ښارګوټي کې د هاشم په نوم د خوراک او څښاکتوکو په یوه تولیدي فابریکه کې شوې ده.

    نور معلومات
    next
  10. د صنعت او سوداګرۍ وزارت

    افغانستان او پاکستان په خپلمنځ کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ هوکړه یا "اپټا" تړون د شپږو نورو میاشتو لپاره وغځاوه. د دغې هوکړې تمدید د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر د سلاکار تر منځ په یوه آنلاین غونډه کې لاسلیک شوه.

    نور معلومات
    next