اسپانيا

  1. John McAfee

    د الکټرونیکي وېروس پر وړاندې د یوه مشهور پروګرام بنسټګر او سوداګر جان مکافې د اسپانیا بارسلونا په یوه زندان کې مړ موندل شوی.

    نور معلومات
    next
  2. SPANISH POLICE

    د اسپانیا پلازمېنه ماډریډ کې د هغه ۲۸ کلن کس محاکمه پیل شوه چې د خپلې مور په وژلو، ونډۍ ونډۍ کولو او بیا خوړلو تورن دی. پولیسو د البرټو سانچز ګومز کور کې د نوموړي د مور ماریا سوله داد ګومز د بدن پاتې شوني پیدا کړي وو.

    نور معلومات
    next
  3. Migrant workers are released from a hidden room at a warehouse

    د اسپانیا پولیس وايي، ۲۱ هغه کډوال یې ژغورلي چې د زړو جامو په یو زېرمتون کې په ناوړه وضعیت کې د ورځې څو ګړۍ اجباري کار ته اړایستل شوي وو.

    نور معلومات
    next
  4. اسپانیا

    د دې لپاره چې د کورونا وبا د یوې نوې څپې په کنترولو کې مرسته شوې وي د اسپانیا حکومت په هېواد کې ملي بیړنی حالت اعلان کړ او د شپې له خوا یې پر ګرځېدو بندیز ولګاوه. سینماګانې، د لامبو وهلو حوضونه، سپورتي کلپونه د کورونا وېروس د چټکې خپرېدنې د مخنیوي په موخه سر له سبا دوشنبې تړي.

    نور معلومات
    next
  5. اسپانیا

    په لوېدیځه اروپا کې د لومړي ځل لپاره اسپانیا کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون اوښتی دی. دغه هېواد د چارشنبې په ورځ وویل، په کورونا وېروس ۱۶ زره او ۹۷۳ نوي کسان اخته شوي او ۱۶۵ نور مړه شوي دي.

    نور معلومات
    next
  6. مادرید

    په اروپا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس تر ۱۰۰ زرو ډېرې نوې پېښې ثبت شوې دي، چې دا د کورونا وېروس له پیل راهیسې په اروپا کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر ټولو لوړه ورځنۍ ثبت شوې شمېره ده.

    نور معلومات
    next
  7. تیاګو

    اسپانوي لوبغاړي تیاګو الکانتارا له انګلیس لیورپول لوبډلې سره د ۲۰ میلیون پونډو په مقابل کې د څلورو کلونو یو تړون لاسلیک کړی او له بایرم میونیخ نه وتلی دی.

    نور معلومات
    next
  8. ښوونځي

    د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرستې د پنجشنبې په ورځ خبر داری ور کړی که د ښوونځيو له پرانیستلو وروسته یې د کوېډ نولس ناروغۍ کومه پېښه ولیده، بېرته به ښوونځي وتړي. وړاندې د افغانستان کابینې پرېکړه کړې وه چې د دولتي ښوونځیو ۱۱ او ۱۲ ټولګي او د شپې ښوونځي له ۷ تر ۱۲ ټولګي باید د وږي یا سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه پرانیستل شي.

    نور معلومات
    next
  9. خوان كارلوس

    په اسپانیا کې یوه عالي محکمه د سعودي عربستان چټک اورګاډي پټلۍ جوړولو تړون کې د اسپانیا د پخواني پاچا خوان کارلوس د ښکېلتیا په اړه څېړنه کوي. د اسپانیا شاهي ماڼۍ ویلي، خوان کارلوس له هېواده یوه نامالوم ځای ته وتلی دی.

    نور معلومات
    next
  10. ایران

    ایراني چارواکو تائید کړې ده چې د یکشنبې پر ورځ یې د کورونا وېروس ۲۳۳۳ تازه مثبتې پېښې ثبتې کړې دي. په دې هېواد کې د تېرې می میاشتې راهیسې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو او مړینو شمېر یو ځل بیا په ډېرېدو دی، او ډېری په دې باور دي چې په ایران کې د کورونا وېروس دویمه څپه پیل شوې ده.

    نور معلومات
    next