قاضي

  1. پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي د تورونو او پېښو له کبله لوی او له غوسې ډک لاریونونه هم شوي.

    پاکستان کې یوه پولیس یو سړی چې مخکې دین ته په سپکاوي تورن شوی او محکمې بې ګنا اعلان کړی و، په تور په ساتول وژلی دی.‌ پر دغه سړي تور و چې پر فېسبوک یې دین ته له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې دي.

    نور معلومات
    next
  2. supremecourt.gov.af

    د افغاستان سترې محکمې د یوې ځانګړې پرېکړې له مخې د اداري فساد او درنو جرمونو په قضیو کې د مال او شخص ضمانت له منځه وړی. ستره محکمه وایي، د دې پرېکړې پر بنسټ باید په اداري فساد او درنو جرمونو تورن تر لومړنۍ محکمې وروسته عملا سزا وویني.

    نور معلومات
    next
  3. .

    په امریکا کې یوې محکمې تېر کال په میناپولیس ښار کې د جورج فلویډ په قتل کې د لاس لرلو په تور د پولیسو یو پخوانی افسر دریک شووین د ۲۲ نیمو کلونو بند په سزا محکوم کړی دی.

    نور معلومات
    next
  4. ایران، رئیسي

    د ایران نوي متخب ولسمشر ابراهیم رئیسي په خپلې لومړنۍ خبرې غونډې کې پر ده د''بشریت ضد جنایت'' تورونو او د ۱۳۶۷ لمریز کال په دوبي کې په اعدامونو کې د ده د رول په اړه څرګندونې وکړې او دغه زاز له ایران سره د شوي اتومي تړون، له امریکا، چین او سعودي عربستان سره پر اړیکو او اقتصادي لومړیتوبونو وغږېد.

    نور معلومات
    next
  5. خور او ورور

    اسرائیلي پولیسو د منا الکرد په نامه هغه مخکښه فلسطینۍ فعاله او ورور یي له نیول کيدو وروسته خوشي کړل چې له ختیځ بیت المقدس نه د فلسطینیانو د ایستل کېدو پر ضد احتجاجونه او مبارزه کوي.

    نور معلومات
    next
  6. خدای نور ناصر

    بي بي سي، اسلام اباد

    وزیر

    د پاکستان په سېند ایالت کې یوې محکمې د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر د خوشي کولو ضمانت رد کړی دی. ښاغلی وزیر شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې په پېښور کې نیول شوی و او تر هغه وروسته کراچۍ کې زندان ته ولېږدول شو. پر نوموړي تور دی چې په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ولسي‌ غونډه کې يې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر ضد له کرکې ډکې خبرې کړي دي.

    نور معلومات
    next
  7. Henry McCollum

    د امریکا شمالي کارولینا کې محکمې دوو وروڼو ته د دې لپاره د ۷۵ میلیون ډالرو د ورکولو پرېکړه کړې چې له جرم پرته یې له درېو لسیزو ډېر بند تېر کړی دی.

    نور معلومات
    next
  8. Kuwaiti woman wearing mask with national flag (file photo)

    د فرح اکبر وژنې کویټ کې له ځورونې او زورزیاتي د ښځو د لا ډېر خوندیتوب لپاره له وړاندې پورته شوی غږ پیاوړی کړی دی. د روان کال لومړیو کې ښځو سره د تاوتریخوالي د بې شمېره پېښو ته د پام اړولو لپاره پر خواله رسنیو د #Lan_ Asket (چپ به نه شم) کمپاین وچلول شو.

    نور معلومات
    next
  9. A sign at a shrine for George Floyd

    د امریکا مینیاپولیس ښار د محکمې یوه پرېکړه کې د جورج فلویډ د وژلو قضیې په ټولو تورونو کې ددې ښار د پولیسو یو پخوانی افسر دیریک شوین ګناهکار پېژندل شوی دی. د ښاغلي فلویډ د نیول کېدا وېډیوګانې هم خپرې شوې چې دریک شوین پکې ښکاري د ښاغلي فلویډ پر مرۍ نهه دقیقې او ۲۹ ثانیې یې خپله ګونډه وهلې او دی پر ځمکه پروت دی.

    نور معلومات
    next
  10. پوځ

    د پاکستان د قامي اسمبلۍ د کورنیو چارو یوې کومېټې پرون چارشنبه یو قانون تصویب کړی، چې له مخې به يې هغو کسانو ته سزاوې ورکول کېږي چې د پاکستان پر پوځ قصداً ملنډې وهي او یا يې هم سپکاوی کوي.

    نور معلومات
    next