توکم او توکميز اړيکي

  1. د شمالي او سوېلي کوریا مشران

    شمالي او سوېلي کوریا د ټلېفون بېړنۍ اړیکه پیل کړه چې تېر جون کې د پیونګ یانګ له خوا پرې شوې وه. د سوېلي کوریا د ولسمشر دفتر وايي، د دواړو هېوادونو مشرانو هوکړه کړې چې خپلمنځي باور جوړ او اړیکي ښه کړي.

    نور معلومات
    next
  2. کاناډا

    د کاناډا لوی څارنوال هغه ځوان په ترهګریز ګام هم تورن کړ چې د دغه هېواد اونټاریو ولایت کې په خپل ګاډي د مسلمانې کورنۍ د څلورو غړو په وژلو تورن دی. د کاناډا پولیس وايي، نتانیل ولټمن نږدې اونۍ وړاندې د افضل کورنۍ غړي د دیني باور له امله قصدا په نښه او "پلان شوي برید" کې په ګاډي ووژل.

    نور معلومات
    next
  3. A sign at a shrine for George Floyd

    د امریکا مینیاپولیس ښار د محکمې یوه پرېکړه کې د جورج فلویډ د وژلو قضیې په ټولو تورونو کې ددې ښار د پولیسو یو پخوانی افسر دیریک شوین ګناهکار پېژندل شوی دی. د ښاغلي فلویډ د نیول کېدا وېډیوګانې هم خپرې شوې چې دریک شوین پکې ښکاري د ښاغلي فلویډ پر مرۍ نهه دقیقې او ۲۹ ثانیې یې خپله ګونډه وهلې او دی پر ځمکه پروت دی.

    نور معلومات
    next
  4. لاریون

    د امریکا مینیاپولېس شمال ته په بروکلين سنټر ښار کې وروسته له هغه ګرځ بندیز اعلان شو چې د پولیسو په ډزو یو تور پوستی ووژل شو. له دې پېښې وروسته قهرجن لاریون وشو او پولیس اړ شول چې اوښلن ګاز وکاروي.

    نور معلومات
    next
  5. امریکا

    امریکايي رسنۍ او پولیس وايي، د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې دریو بېلابېلو ځایونو کې د ډزو له امله د شپږو اسیايي ښځو په ګډون اته کسان وژل شوي دي. اتلانتا کې پولیس وايي، څلور کسان د مساج یوه تالار او څلور نور هم د دې ښار دوو نورو پېښو کې وژل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  6. Federal agents in Portland 22 July

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وایي، حکومت یې له جرمونو سره د مقابلې لپاره د دغه هېواد ښارونو ته نور فدرالي ځواکونه استوي. ښاغلي ټرمپ سپینه ماڼۍ کې وویل، شیکاګو ته د سلګونو فدرالي ځواکونو له استولو پرته بله لار نه لري.

    نور معلومات
    next
  7. خلک

    القاعده ډله هڅه کوي په امریکا کې د مېشتو مسلمانانو او نورو امریکایانو په مخاطبولو سره دغه هېواد کې له روانې ګډوډۍ ګټه پورته کړي او ځان " د مظلومانو مرستندویه " وښيي.

    نور معلومات
    next
  8. A demonstrator kneels and raises her hands facing a police line in front of the White House while protesting the death of George Floyd

    د امریکا په ډېری ښارونو کې د یوه سپین پوستي پولیس په لاس د تورپوستي جورج فلویډ مرګ پسې مظاهرې پیل شوې چې ځینې ښارونو کې په تاوتریخوالي اوښتې، پولیس اوښلن ګاز کاروي او لاریونوال هم پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کوي، ځینې ښارونو کې د لوټ تالان پېښې هم شوې دي. دې پېښې هغو هېوادونو ته هم ښه چانس په لاس ور کړ چې امریکا یې خپلو هېوادونو کې د وګړو د ولسواکو حقونو په خلاف ورزۍ تورنوي.

    نور معلومات
    next
  9. ټرمپ

    د امریکا د مینیاپولېس ښار شورا د غړو یوې ډلې ویلي چې دغه ښار کې پولیس ختموي. د دې شورا نهو غړو د یکشنبې په ورځ د اعتراضیانو غونډه کې دا خبره وکړه، چې په دغه ښار کې د پولیس په لاس د تورپوستي د وژلو غبرګون کې جوړه شوې وه.

    نور معلومات
    next
  10. پولیس

    د اټکل له مخې د امریکا پولیس هر کال شاوخوا ۱۲۰۰ تنه وژني، خو شاوخوا ۹۹ سلنه قضیو کې پولیس د جرم په ترسره کولو نه تورنیږي. خو په مینیسوټا کې د جارج فلویډ له وژلو وروسته د خلکو د فشار، اعتراضونو او بلوا په پایله کې دا ځل پېښه کې ښکېل پولیس افسران رسماً تورن شوي دي.

    نور معلومات
    next