هالنډ

  1. هالنډ

    د هالنډ پولیس وايي، د اسټرالیا حکومت د جلب حکم له صادرېدو وروسته یې هغه کس نیولی چې ادعا کېږي د نشه يي توکو د یوې تر ټولو سترې ډلې مشر دی. ویل کېږي چین کې زېږېدلی کاناډایی وګړی ـ سي چه لاپ - د هغې ډلې یا کمپنۍ مشر دی چې اسیا کې د نشه یي توکو د بې قانونه سوداګرۍ پر ۷۰ میلیارد ډالري بازار واکمن دی.

    نور معلومات
    next
  2. Donald Trump in front of the Twitter logo

    هالنډي پولیسو وروسته له هغه له یوه څېړونکي پوښتنې ګروېږنې کړي چې ویل یې، په دې بریالی شوی دی چې د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر د ټویټر حساب پاسورډ په حدس ومومي او اکونټ یې خلاص کړي.

    نور معلومات
    next
  3. بنسوده

    د امریکا حکومت د نړیوالې جنايي محکمې د مشرې څارنوالې فاتو بنسوده په ګډون پر څو مهمو چارواکو بندیزونه ولګول. دا محکمه د هالنډ په هاګ کې ده او دا مهال پر دې مسله څېړنه کوي چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي دي که نه.

    نور معلومات
    next
  4. نیا

    په هالنډ کې محکمې یوې ښځې ته امر کړی چې له فیسبوک او پېنټرسټ د خپلو لمسیانو انځورونه لرې کړي. د محکمې د حکم له مخې دې نیا د ماشومانو د پلرونو له اجازې پرته دا انځورونه خپاره کړي دي.

    نور معلومات
    next
  5. ډچ

    د بي بي سي خبریال ایما جین کربي له دوو کلونو راهیسې د داسې امریکايي سرتېري پر کیسه کار کوي چې انګلېنډ کې یې د امریکا هوايي اډې نه پر ۱۹۶۹ کال یوه الوتکه د دې لپاره وتښتوله چې ویرجینیا کې له خپلې مېرمنې سره وویني.

    نور معلومات
    next
  6. تاج

    د ایتیوپیا د ۱۸ پېړۍ تاج- چې د ۲۱ کلونو لپاره یوه کور کې پټ ساتل شوی و- بېرته خپل کور ته استول کېږي. ایتوپیايي سیرک اسفو چې د ۱۹۷۰ کلونو وروستیو کې هالنډ ته وتښتېد د یوه مېلمه بکس کې دا تاج ولید او پوه شو چې غلا شوی دی.

    نور معلومات
    next
  7. ټاکنې

    په افغانستان کې د شنبې ورځې ولسمشرۍ ټاکنو ته د بېلابېلو سفارتونو او نړیوالو ادارو د مشرانو غبرګونونه را مخې ته شوي دي. تر ډېره دا غبرګونونه مثبت دي او افغان ولس ته پکې په ټاکنو کې د ګډون له کبله مبارکي ویل شوې ده. ځینې دا غبرګونونه مې رپوټ کې راټول شوي

    نور معلومات
    next
  8. حجاب

    په هالنډ کې له تېرې ورځې په عمومي ودانیو کې پر مخ پټولو د محدودیت لګېد پرېکړه پلې شوه. دغه محدودیتونه پر اسلامي حجاب لکه چادرۍ او بورقع سربېره د موتر سیکل، بایسکل او د سکي خولۍ پر سرولو هم لګېدلي دي.

    نور معلومات
    next
  9. ددغې وسلې د اصليت په اړه شکونه شته

    احتمالاً د یوه هالنډي هنرمند وان ګوخ د ځانوژنې وسله په یوه لیلام کې تر اټکل درې برابره په لوړه بیه ۱۶۲ زره یورو (۱۸۲ زره امریکايي ډالرو) پلورل شوې ده. دا زنګ شوې تومانچه یوه کس د ټیلېفون له لارې اخیستې ده. اوس ددغې وسلې د اصلیت په اړه هم شکونه راپیدا شوي.

    نور معلومات
    next