موبايل او ځيرک ټيليفونونه

  1. تمه کېږي چې په دې کار سره به خلک د نوي موبایل اخیستو پر مهال زوړ چارجر وکاروي

    اروپایي کمېسیون د یو داسې قانون وړاندیز کړی چې له مخې به یې موبایل شرکتونه اړ وي چې د هر ډول یا ماډل موبایل لپاره یو شان یا واحد چارجر جوړ کړي.

    نور معلومات
    next
  2. امانوئل مکرون

    ځینې رپوټونه وايي،‌چې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون هم د هغو نړیوالو مشرانو په کتار کې دی، چې د جاسوسي پروګرام کارولو کې یې موبایل په نښه شوی دی.

    نور معلومات
    next
  3. عمران خان

    د بښنې نړيوال سازمان او د فرانسوي رسنيز سازمان 'فوربډن سټوريز' د پاکستان او هند د دوه زره ټليفوني شمېرو په ګډون له ۵۰ زره زياتو هغو ټليفون شمېرو لېست موندلی چې د رپوټونو له مخې د هکولو یا پر کاروونکو یې د جاسوسۍ لپاره غوره شوې وې. په دې لېست کې د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د يوه پخواني موبايل ټليفون شمېره هم شامله وه. د ټيليفوني شمېرو په دې لست کې دوه نمبرونه د هند ګانګرس ګوند د مشر راهول ګاندي هم وو.

    نور معلومات
    next
  4. وسلوال

    د پښتونخوا سره یو ځای شوې قبایلي سیمه کورمه کې د ورکو مزدورانو د موندلو عملیاتو کې پر امنیتي ځواکونو ډزې شوې چې پکې دوه سرتېري وژل شوي دي. پولیس وايي، برید د کورمې په خدایدادخېل سیمه کې شوی دی.

    نور معلومات
    next
  5. Video content

    Video caption: موبایل کاریال کرنیزې ځمکې ساتلی شي؟

    ویتنام په نړۍ کې د وریجو له لویو تولیدوونکو او صادرونکو هېوادونو دی، خو د ځینو بزګرانو ژوند د سمندر اوبو د نفوذ له امله له ګواښ سره مخ دی.

  6. شبکه

    د افغانستان د پلازمېنې کابل ښاروالي او د مخابراتي شبکو د تنظیم ادارې یا اترا تر منځ استوګنې سیمو ته نږدې د مخابراتي پایو د لګولو په اړه مخالفتونه راپورته شوي. اترا د کابل ښاروالۍ هغه معلومات تېراېستونکي، نا مسولانه او ناسم بللي چې ښاروالۍ له خپلې فیسپوکپاڼې د مخابراتي پایو د روغتیايي ستونزو په اړه خپاره کړي دي.

    نور معلومات
    next
  7. s

    د افغانستان د مخابراتي خدمتونو اداره یا اترا وايي، لومړنی اي سیم ((ESIM  یې په افغانستان کې د ازمايښتي کارونې په موخه ترلاسه کړی دی. د دې ادارې چارواکي وايي، دا سیستم به په تدریجي ډول په دغه هېواد کې د فزیکي سیم کارډونو ځای ونیسي. اي اسېم پرمختللي سیم کارډونه دي چې مبایل کې په فزیکي ډول نه ځای پرځای کیږي بلکې د مخصوص کوډ یا (QR ) له لارې مبایل له مخابراتي شبکو سره نښلوي.

    نور معلومات
    next
  8. موبایل

    د چین د زدکړو وزارت د زدکوونکو لخوا ښوونځیو کې د موبایل کارولو د مخنیوي پرېکړه کړې ده. دا ګام د زده کوونکو د لید او فکري تمرکز د ساتلو او دغه راز د دې لپاره پورته شوی چې پر انټرنېټ د زده کوونکو د روږدېدو مخه ونیول شي.

    نور معلومات
    next
  9. محمد قاضي زاده

    بي بي سي

    افغانستان

    ځیرک ټیلیفونونه په اوسنیو حالاتو کې یوازې مخابراتي اهمیت نه لري، بلکې یو ډول د تجمل او فېشن وسیله هم ګرځېدلې. د بي بي سي موندنې ښیي چې غلا شوي ګرځنده ټیلیفونونو د سیمې په کچه یو لوی تجارت رامنځ ته کړی.

    نور معلومات
    next
  10. لېن چي

    د چین د شانګهای پولیس وايي دغه ښار کې د کرېسمس پر ورځ مړی شوی میلیاردر 'لېن چي' مسموم شوی و. ۳۹ کلن لېن د یووزوو (Yoozoo) په نوم د کمپيوټري لوبو جوړوونکي شرکت رییس او اجراييه مدیر و. د تاج او تخت لوبه (Game of Thrones) د دغه شرکت له مشهورو تولیداتو ګڼل کېږي.

    نور معلومات
    next