انټي بيوټيک

  1. لیټل

    سېمول لیټل چې د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې 'ایف بي ای' د دغه هېواد تاریخ کې "تر ټولو بې رحمه" او خونړی ځنځیري وژونکی باله - د ۸۰ کالو په عمر مړ شوی دی. هغه د دریو ښځو د وژلو په جرم پر عمري بند محکوم و، خو د بند موده کې یې ومنله چې له ۱۹۷۰ تر ۲۰۰۵ کال پورې یې ۹۳ ښځې وژلې دي.

    نور معلومات
    next
  2. Hetero's brand name for remdesivir is Covifor

    د بي بي سي پلټنو موندلې ده چې په هند کې د کورونا وېروس لپاره کارېدونکي دوه ډوله درمل (رېمډېسېور او ټوسیلي زوماب) په عام بازار کې نه موندل کېږي،‌ خو په تور بازار کې په پټه او په لوړه بیه خرڅېږي.‌ بي بي سي له یو شمېر هغو کسانو سره خبرې کړې دي‌ چې وایي، که (مناسبه) بیه ورکړل شي‌ نو دوی کولی شي چې دا درمل درته پیدا کړي.‌

    نور معلومات
    next
  3. د مدافعیت مودې معلومېدل به د وېروس خپرېدو مخنیوي چاره کې هم مرسته وکړي

    ولې ځینې خلک د نورو پرتله سخت ناروغ شي؟ ایا دا ناروغي به هر ژمی بېرته راګرځي؟ واکسین به ګټور ثابت شي؟ ایا د بدن دفاع ځواک غښتلتیا پاسپورټ سره به بېرته ورځنیو کارونو ته ستانه شو؟ په اوږده مهال کې به ویروس څنګه مهار کړو؟

    نور معلومات
    next
  4. Illustrated abstract image of fake medication

    د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې مخ پر وده هېوادونو کې د کرونا ویروس درملنې په پلمه د جعلي درملو پلور په ډېرېدو دی. بي بي سي ته په څېړنیز رپوټ کې معلومه شوې چې په افریقا کې د ډېرېدونکې اړتیا له کبله جعلي درمل بازار ته وړاندې شوي دي.

    نور معلومات
    next
  5. کورونا

    رپوټونه وايي، په اسراییلو، لبنان او ایټالیا کې د کورونا (کووید-۱۹) ویروس نوې پېښې موندل شوې دي. کویت ویلي، ایران ته یې خپلې ټولې الوتنې وروسته تر هغه درولې چې په ایران کې هم د کورونا ویروس پېښې وموندل شوې. تر اوسه په کورونا ویروس شاوخوا ۷۵ زره کسان اخته شوي.

    نور معلومات
    next
  6. چینایان

    دوی دواړه د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې خبریالان وو او د کورونا ویروس د حقیقت په اړه به یې معلومات خپرول. دواړو له دغه قرنطین شوي ښاره ویډیوګانې، انځورونه او کیسې خپرولې. خو اوس دوی لادرکه شوي او ځای ځایګی یې معلوم نه دی.

    نور معلومات
    next
  7. چینايي وګړي

    یو چینايي سړی په فرانسه کې د کورونا د ویروس له امله مړ شوی دی. دا له چین نه بهر په اروپا کې د دې ویروس لومړۍ مرګونې پېښه ده. فرانسوي چارواکي وايي، چې د قرباني شوی کس لور هم په کورونا اخته شوې، خو وايي چې د هغې درملنه روانه او د جوړېدو په حال کې ده.

    نور معلومات
    next
  8. یوسف ځدراڼ

    بي بي سي - کابل

    روزي

    د افغانستان د عامې روغتیا وزارت عدلي طب په لومړي ځل د DNA د څېړنو مرکز پرانیزي. افغانستان له هغو څو هېوادونو دی چې پکې د امکاناتو د نشتوالي له کبله د ډي اېن اې معاینات نه کېږي. دا وخت عدلي طب له کاناډا سره د یوه تړون له مخې د ډي اېن اې معاینات هغه هېواد ته لېږي.

    نور معلومات
    next
  9. People wear protective masks as they walk outside a shopping mall in Beijing on January 23

    د چین ولسمشر شي جین پینګ د نوي قمري کال په مناسبت د رخصتۍ پر ورځ یوې حکومتې غونډې ته ویلي، د کرونا نوی ویروس د خپرېدو کچه په زیاتېدو ده. ولسمشر شي ویلي، هېواد یې یو سخت حالت سره مخامخ دی. نوموړی پر دولتي تلویزیون د پولیټ بیورو په غونډه کې ښودل شوی دی.

    نور معلومات
    next
  10. یوسف خان ځدراڼ

    بي بي سي

    روزي

    افغانستان له هغو څو هېوادونو دی چې پکې د امکاناتو د نشتوالي له کبله د ډي اېن اې معاینات نه کیږي. ډاکټران د مور ـ پلار او نسب د معلومیدو لپاره د DNA معاینه تر ټولو مهمه لار ګڼي. په افغانستان کې د عدلي طب چارواکي وايي دوی د اړتیا پر مهال دا معاینې کاناډا ته لیږي.

    نور معلومات
    next