قانون

  1. اپل منلې چې په ۲۰۱۷ کال یې د زړو ایفونونو د سیستم ورو کولو ګام اخیستی.

    اپل شرکت منلې چې فرانسه کې به له دې کبله ۲۵ میلیون یورو نغدي جریمه ورکوي، چې ولې یې د زړو ایفونونو د ورو کولو بهیر نه دی اعلان کړی. ایفون کاروونکي وايي، اپل شرکت د زړو ایفونونو چلیځ سیستم ورو کړی چې د نویو ایفونونو پېرلو ته خلک وهڅوي.

    نور معلومات
    next
  2. Abubacarr Marie Tambadou attends the Application of the Convention on the Prevention and Punishment of the Crime of Genocide Public hearings

    د ګمبیا عدلیې وزیر ابو بکر تمبادوا کړنو انګ سان سوچي دې ته اړه کړه چې د هاګ په محکمه کې د خپل هېواد پر پوځ د توکموژنې لگېدلي تورونه رد کړي. هغه وايي، د قربانیانو په کیسو کي مې "د ټولوژنو بوی" حس کړ چې د میانمار (برما) له پولې رادېخوا بنګله دېش کې لا تر پزه کېده.

    نور معلومات
    next
  3. زلزله

    د ترکیې ختیځ کې د ریکټر په کچه ۶٫۸ درجې زلزله شوې، چې لږ تر لږه ۲۲ کسان یې وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي. زلزله په ختیځ الازیغ ښار کې شوې ده. ځینې ودانۍ یې نړولې او خلک له وېرې واټونو او سړکونو ته راوتلي دي.

    نور معلومات
    next
  4. سکندر کرماني

    بي بي سي - اسلام اباد

    A drawing of a woman in front of the Islamabad cityscape

    د پاکستان د قانون له مخې، قربانیان یا د دوی کورنۍ ان د مرګ په ګډون ځینې سختو جرمنو کې هم تورن کسان بښلی شي. یوازینی شرط دا دی چې دوی په محکمه کې ووایي چې تورن کس د خدای په نامه بښي. خو دې قانون ګڼې ستونزې هم رامنځته کړې دي

    نور معلومات
    next
  5. ماشوم

    افغان دولت او یونیسف د ماشومانو د ملاتړ لپاره دوه کلن کاري پلان لاسلیک کړ، چې له مخې به یې ځینې وزارتونه او اړوندې ادارې د ماشومانو د اوسني ګواښنده وضعیت ډاډمنلو لپاره کوي. افغانستان کې شپږ میلیونه ماشومان له خطر سره مخ دي

    نور معلومات
    next
  6. سعودي

    په سعودي عربستان کې له قانون د سرغړونې په تور د ۲۳ سړیو او ۳۷ ښځو تر نیول کېدو وروسته په دې هېواد کې د "عام ذوق قانون" په اړه د غندنې او تایید بحثونه پیل شوي دي.

    نور معلومات
    next
  7. محمد الیاس خان

    بي بي سي - پېښور

    Maya and Mehek

    د نوښار مایا هلک زېږېدلی و، خو تل یې د ښځو په څېر احساس کاوه او د ښځو کالي یې اغوستل. له همدې کبله هغه د کورنۍ لخوا وهل ټکول کېده، او بلاخره اړ شوه چې له کوره وښتي. خو کورنۍ یې د هغې ځای مالوم کړ او څه موده وروسته مایا ووژل شوه. خو وژونکي یې لا هم ازاد ګرځي

    نور معلومات
    next
  8. ټرمپ

    د امریکا په کانګرس کې جمهوریت پالو او دېموکراتو مشرانو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د استیضاح قضیې پر اصولو لانجه کړې ده. دېموکراتانو د دې خبرې تضمین غواړي چې ولسمشر ټرمپ د عادلانه محاکمې لپاره باید شاهدانو او د اسنادو ښودلو ته اجازه ورکړل شي.

    نور معلومات
    next
  9. Death penalty protester

    هند کې په راتلونکو څو ورځو کې به هغه څلور کسان چې په ۲۰۱۲ کال کې په ډیلي کې یې یوه ښځه په یوه بس کې تر ډله ییزې زبرزنا وروسته وژلې وه اعدام شي. هندي محکمې د ډېرو جدي جرایمو له پاره د مرګ حکم ورکولو ته دوام ورکوي، خو له ۲۰۱۵ کال راهیسې بیا تر اوسه د اعدام حکم نه دی پلی شوی.

    نور معلومات
    next
  10. ټرمپ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په داسې مهال په مشرانو جرګه کې د خپلې استیضاح په هکله د سملاسي محاکمې غوښتنه کوي، چې ډیموکراټان او جمهوریپال د دې محاکمې د پیلېدو پر وخت بندون ته رسېدلي دي. خو ولسمشر ټرمپ وايي، په دې برخه کې ډیموکراټان هیڅ سند نه لري او د تېښتې لار لټوي.

    نور معلومات
    next